CRI Online
د چين نامتو پوهنتونونه

د شانګهاي د جياو تون پوهنتون

د شانګهاي د جياو تون پوهنتون په چين کي يو مهم او مشهور پوهنتون دی چه طبيعي علوم د بنسټ او د مهندسي علم د ستون په حيث بلل کيږي . دغه پوهنتون په اتلس سوه شپږ نويم کال کي جوړ شو او د بيړيو او سمندري انجنيرۍ ، د ماشين الاتو او محرکې قوې د انجنيرۍ او اکترونيکي انفرميشن او الکتريکي انجنيرۍ په شمول يوويشت پوهنځي شته چه د انجنيرۍ ، مهندسي ، ادبياتو ، ادارې ، کرنې ، اقتصاد ، قانون او ښوونې د علومو په شمول پنځه پنځوس تخصصات پکي شامل دي او له دي څخه د مخابراتو او الکترونکي سيستم ، د بيړيو او سمندري انجنيرۍ ، اتوماتيکي کنترول ، مرکبو موادو او د فلزاتو د پلاستيکي کيدو په شمول علمي څانګې په نړۍ کي لومړي مقام نيسي .

اوس په دي پوهنتون کي څوارلس زره تنه زده کوونکي او اوه زره تنه زده کوونکي د لوړو علمي درجو د لاس ته راوړلو دپاره سبق وايي او نور يو زرو شپږ سوه تنه خارجي زده کوونکي هم پکي شته . د زياتو کلونو راهيسې نوموړي پوهنتون د دولت دپاره يو لک تنه غوره استعداده پرسونل روزلي دي چه پکي يو شمير وتلي سياستمداران ، اجتماعي فعالان ، د صنعت او تجارت مشهور صاحبان ، عالمان ، پروفيسران ، انجنيران او فني پرسونل شامل دي . ددي پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی ___:http://www.sjtu.edu.cn/

 


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11