CRI Online
نظامی کيسې

( جو يا فو ) د ٧ ملوک الطوايفو لوی شورش خنثی کړ

په چين کښی يوه اصطلاح ده ، وايی چه د يوه پسه په قوماندانۍ زمريان د يوه زمری په قوماندانی پر پسونو باندی غلبه نه شی موندلی ٠ له دی اصطلاح څخه څرګنده شوی ده چه په جګړه کښی قوماندان او جنرال ډير مهم رول لوبوی ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢مه پيړۍ کښی د چين په خاوره کښی د ( هان ) امپراطوری دولت ټينګ شو ٠ د ( هان ) سلطنتی حکومت د شهزاده ګۍ د ورکولو له لاری د ( هونګ ) قوم له اشرافو سره سوله ايزی اړيکی وساتلی او د دواړو خواوو تر منځ لويه جګړه پيښه نه شوه ٠ خو وروسته د ( هونګ ) مشر د نورو په لمسون د هان له حکومت سره خپلی اړيکی قطع کړی ٠ د ميلاد نه دمخه په ١٥٨ م کال کښی د ( هونګ ) قوم د خپلو پوځيانو په ليږلو سره د ( هان ) د سلطنت پر سرحداتو باندی وار په واره بريدونه وکړل ، د ( هان ) خلک به يی وژل او مالونه به يی تالا کول ٠ نو د ( هان ) له سرحداتو څخه اخطاری اور بل شو او د اور سلسله په مرکز ( چانګ ان ) کښی هم وليدله شوه ٠ نو امپراطور ( هان وين دی ) ٣ جنرالانو ته امر وکړ چه د ٣ ډلو پوځيانو په وړلو سره د ( هونګ ) له قوت سره مقابله وکړی ٠علاوه په دی د مرکز( چانګ ان ) د ساتلو دپاره امپراطور نورو ٣ قوماندانانو ته امر وکړ چه خپل پوځيان د ( چانګ ان ) ښار په شاوخواو ځايونو کښی ميشته کړی ٠ په دی توګه د جنرال ( ليو لی ) عسکر په ( با شانګ ) کښی ، د جنرال ( سيو لی ) پوځيان په جين منګ کښی او د جنرال ( جو يا فو ) قوت په ( سی ليو) کښی ميشته شول ٠

يو وار امپراطور ( هان وين دی ) د شاهی ګارد په وړلو سره دغو ٣ ځايونو ته لاړ څو چه ددوی د حال احوالو پوښتنه وکړی ٠ امپراطور لومړی ( با شانګ ) ته ورسيد ٠ جنرال ( ليو لی ) او پوځيانو يی د امپراطور په درناوی مجلل مراسم پرځای کړل ٠ او نظامی کمپ ته د امپراطور د داخليدو مخه يی و نه نيوله ٠ور پسی امپراطور ( هان وين دی ) د ( جين منګ ) ته ورسيد او هلته يی هم د منصبدرانو او پوځيانو له خوا تود هرکلی ترلاسه کړ ٠ په پای کښی امپراطور ( هان وين دی ) د ( جو يا فو ) په مشری د ( سی ليو ) د نظامی کمپ خوا ته حرکت وکړ ٠ د( جو يا فو ) عسکر له لری ځايه وليدل چه يو موټی کسان د اسونو په سپرلی راروان دی ، نو سمدستی يی جنرال ( جو يا فو ) ته خبر ورکړ ٠ د( جو يا فو ) منصبداران او عسکران ددی خبر په اوريدو سره سمدستی ځانونه مسلح کړل ، غشی ، ليندۍ او توری يی په لاسونو ونيولی او په جنګی تياری کښی يی ځانونه بيدار ښه وساتل ٠ کله چه د ( هان وين دی ) د شاهی ګارد لومړی ډله نظامی کمپ ته ورسيدله ، عسکرانو ددوی مخه ونيوله ٠ نو ددوی تر منځ تضادونه راپيدا شول ٠ په دی وخت کښی د امپراطور( هان وين دی ) ګاډی هم د کمپ مخ ته ورسيده ٠ عسکرانو هم په قطعی توګه دامپراطور د داخليدو مخه ونيوله ٠ امپراطور مجبوراُ د يوه عسکر په ليږلو سره خپل امپراطوری سمبول جنرال ( جويافو ) ته وښود او ور ته يی وويل چه زه غواړم په کمپ کښی د عسکرانو د حال احوالو پوښتنه وکړم او د عسکری مورال څخه معاينه وکړم ٠ په داسی حال کښی جنرال ( جو يا فو ) عسکرانو ته امر وکړ چه دروازه خلاصه کړی ٠ په دی توګه امپراطوری ګاډی نظامی کمپ ته داخله شوه ٠ کله چه شاهی ګارد د اسونو په سپرلی دروازی ته داخل شو ، منصبدار يی دوی ته وويل چه د نظامی مقرراتو له مخی په عسکری کمپ کښی د ګاډی او اسونو ځغاستی ته اجازه نه ورکول کيږی ٠ د امپراطور د سفر ملګری ټول په قهر شول ٠ خو ( هان وين دی ) په خوشحالۍ سره وويل چه مونږ بايد د نظامی مقرراتو سره سم په خپلو پښو ورشو ٠

د کمپ په مرکز کښی جنرال ( جو يا فو ) خپل بدن مسلح کړ ، په لاس کښی يی وسله ونيوله او په قوی جنګی مورال سره د امپراطور مخی ته لاړ او په احترام سره يی وويل چه څرنګه چه زه مسلح شوی يم ، نو تاسو ته عادی تشريفات نه شم عملی کولی ٠ او ماته اجازه راکړۍ چه د جنګی تشريفاتو سره سم تاسو ته احترام څرګند کړم ٠ امپراطوری ماڼی ته د بيرته ورتګ په لاره کښی دغو وزيرانو امپراطور ته د ( جو يافو ) څخه شکايت وکړ چه دغه سړی يو سخت مغرور او بی ادبه سړی دی ٠ خو امپراطور د ( جويافو ) زياته ستاينه وکړه او په دی يی ټينګار وکړ چه ( جو يافو ) يو نظامی پوه او تکړه قوماندان دی ٠

په دوهم کال کښی امپراطور( هان وين دی ) سخت ناروغ شو ٠ هغه د مړينی نه مخکښی شهزاده ځان ته راوغوښت او ورته يی وويل چه که په راتلونکی کښی په هيواد کښی کوم شورش راپيدا شی ، حتماُ به ( جويافو ) ته د پوځ د قوماندانی صلاحيت ورکړی ٠ هغه به هرومرودغه شورش له منځه يوسی ٠ د ( هان وين دی ) د مړينی نه وروسته دده زوی ( هان جين دی ) په امپراطوری تخت کيښناست ٠ څرنګه چه په هغه وخت کښی ( هان جين دی ) يو هلک و ، نو ٧ ملوک الطوائفانو ددی فرصت څخه په استفادی سره شورش جوړ کړ ٠ تر څو امپراطوری واک ترلاسه کړی ٠ ( هان جين دي ) د خپل پلار د خبرو سره سم ( جو يا فو ) ته د پوځ د قوماندانۍ صلاحيت ورکړ ٠ ترڅو دغه شورش له منځه يوسی ٠ د دغو ٧ ملوک الطوائفو د قوی حملو په مقابل کښی ( جويا فو ) په سړه سينه د غوره تاکتيک او ښکلی ستراتيژی په ټاکلو سره دغه شورش خنثی کړ ٠ د ٧ ملوک الطوائفو د شورش له منځه ايستنی نه وروسته د لويديځ ( هان ) سلطنتی لوی وحدت وساتل شو او د مرکزی حکومت د پياوړتيا دپاره يی مثبت رول ولوباوه ٠ او په دی توګه د چين په تاريخ کښی د يوی سعادتمنۍ او سمسورتيا نه ډکه دوره هواره شوه ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9