CRI Online
نظامی کيسې

د ( جينګ شينګ ) د جګړی په باب کيسه

د ميلاد نه دمخه په ٢٠٦ م کال کښی د چين په تاريخ کښی لومړنی فيوډالی واحد هيواد يعنی د ( چين ) نومی امپراطوری دولت نسکور شو ٠ اوپه دی توګه د چين تاريخ يوی نوی مرحلی ته داخل شو ٠ په هغه وخت کښی د ( چو ) په نامه د پخوانی ملوک الطوائفی کورنی لمسی ( شيانګ يوو ) او د ( هان ) په نامه ملک ( ليو بانګ ) په جلا توګه په هيواد کښی ٢ نوی نظامی قوتونه ټينګ کړل او دواړو خواوو په ټول هيواد کښی د تسلط د مقام د ترلاسه کولو دپاره شديده جګړه وکړه ٠ او د( چو ) او ( هان ) د قواوو تر منځ جګړه چه په تاريخ کښی ډير مشهوره جګړه بلل کيده ، رامنځ ته شوه ٠ په دی ٥ کلن جنګی دوره کښی د ( هان ) د ملک لوی جنرال ( هان شين ) وتلی نظامی استعدادونه وښودل او د ( جينګ شينګ ) په نامه جګړه دده د ځلاندو جنګی ثمرلرونکو جګړو څخه يو ښه مثال بلل کيده ٠

د ميلاد نه دمخه د ٢٠٤ م کال په لسمه مياشت کښی جنرال ( هان شين ) وغوښتل چه د لس زرو تنو نويو پوځيانو په وړلو سره د ( تای هانګ ) نومی غرونو په طی کولو سره د ( چو ) د ملک پر وابسته ملک ( جاو ) باندی حمله وکړی ٠ د ( جاو ) د ملک پاچا ( شيې ) او لوی جنرال ( چنګ يوو ) د ( تای هانګ ) د غرنی سلسلی پر ( جينګ شينګ ) نومی دری کښی دوه سوه زره تنه پوځيان ځای پر ځای کړل څو چه د ( هان شين ) له جنګی قواوو سره د مرګ او ژوند جګړه وکړی ٠

د ( جينګ شينګ ) په نامه غرنی دره د( جاو ) پر ملک باندی د ( هان )د ملک د پوځ د حمله کولو په هکله ددوی د تيريدو يوازنی لاره وه ٠ د دری چاپيريال خطرناک ؤ او جغرافيايی مؤقعيت يی ستراتيجيکی اهميت لری ٠ د( جاو ) ملک پوځ له دی نه مخکښی ددی دری خوله او شاوخوا غرونه په لاس کښی ونيول څو چه له جګو غرونو څخه پر دی دری باندی د حمله کولو دتفوق څخه ښه استفاده وکړی ٠ دوی چمتو شوی ؤ چه د خپل غښتلی قوت او غوره جغرافيايی مؤقعيت په اتکا د ( هان شين ) پر پوځ باندی قوی حمله وکړی ٠ خو د ( هان ) د ملک لوی جنرال ( هان شين ) يوازی لس زره تنه عسکر درلودل او د لری فاصلی په وهلو سره ډير ستړ شول ٠ نو دغه پوځ له زياتو مشکلانو سره مخامخ شو او په جګړه کښی يی د بری د ترلاسه کولو امکان ډير کم و ٠ د ( جاو ) د ملک د پوځ يو نظامی مشاور ( لی جو چه ) لوی قوماندان ( چنګ يوو ) ته پيشنهاو وکړ چه بايد په زيات قوت سره د ( هان ) له پوځ سره مخامخه جګړه وکړی او پاتی قوت دی د دښمنانو شا ته لاړشی او د دښمنانود غلودانو منبع دی قطع کړی او د دښمنانو د مخ او شا له دواړو خواوو څخه دی د( هان ) پر پوځيانو باندی بريد وکړی ٠ څو چه ( هان شين ) ژوندی ونيسی ٠ خو لوی قوماندان ( چنګ لی ) د مشاور ( لی جو چه ) دغه پيشنهاد رد کړ ٠

( هان شين ) په دی ښه پوهيده چه د دښمنانو په نسبت يی قوت ډيرکمزوری دی ٠ که د ( هان ) پوځ د دښمنانو سره مخامخه جګړه وکړی ، نو حتماٌ به ماتی وخوری ٠ نو هغه لومړی خپل پوځ د دری څخه په لری ځای کښی ځای پر ځای کړ ، وار په واره يی د دری جغرافيايی مؤقعيت او د دښمنانو د عسکری ترتيباتو په هکله جدی څيړنی وکړی ٠ او پوره معلومات يی ترلاسه کړل ٠ کله چه ( هان شين ) خبر شو چه د ( جاو ) د ملک لوی قوماندان ( چنګ يوو ) دوی ته په سپکه سترګه ګوری او غواړی چه دغه جګړه ژر پای ته ورسوی نو يو تاکتيک يی وټاکه ٠

په نيمه شپه جنرال ( هان شين ) ٢ زره تنه غوره عسکر په پټ ډول د( جاو ) پوځ شا ته وروليږل او ځانونه يی ښه غلی کړل ٠ ترڅو په دوهمه ورځ له کمپ څخه د ( جاو) پوځيانو د وتلو نه وروسته دوی د ( جاو ) خالی کمپ ونيسی او د ( هان ) بيرغ د ( جاو ) د کمپ دپاسه پورته کړی ٠ د دوهمی ورځی په سهار وختی د ( هان ) لوی جنرال ( هان شين ) په قصدی توګه د ( جاو ) پر پوځ باندی د قوی حمله کولو دپاره د ( جاو ) د نظامی کمپ خوا ته مارش وکړ ٠ کله چه دوی د ( جينګ شينګ ) دری ته ورسيدل ، اسمان روښان شو ٠ په دی وخت کښی د ( جاو ) د ملک لوی قوماندان ( چنګ يوو ) هم د خپلو پوځيانو په وړلو سره له نظامی کمپ څخه جنګی ميدان ته ورسيدل ٠ هغه وليدل چه د ( هان شين ) پوځيان ډير لږ دی او ګټور جغرافيايی مؤقعيت يی په خپل لاس کښی نيولی دی ، نو امر يی وکړ چه ټول پوځيان دی د ( هان ) پر پوځيانو باندی سخت بريد وکړی ٠ د دواړو خواوو تر منځ جګړی نيمه ورځ ونيوه خو د ( جاو ) پوځ بريالی نه شو ٠

په دی وخت کښی ( هان شين ) ٢ زره تنه عسکران چه په نيمه شپه د( جاو ) د کمپ تر شا پټ شوی ؤ ، دغه خالی کمپ يی ونيوه او په هر ځای کښی يی د ( هان ) بيرغونه پورته کړل ، او په لوړ غږ يی ډولونه ووهل او اوازونه يی فضا ته پورته شول ٠ کله چه د ( جاو ) پوځ دغه حالت وليد خورا وارخطا شو ٠ ( هان شين ) ددی فرصت څخه په استفادی سره د ( جاو ) پر پوځ باندی سخت بريد وکړ او د ( جاو ) ملک ٢ سوه زره تنه پوځيان يی تيت و پرک کړل ٠ په دی جګړه کښی د( هان ) پوځ د( جاو ) لوی قوماندان ( چنګ يو ) وواژه او پاچا ( شيې ) يی ژوندی ونيوه ٠

د ( جينګ شينګ ) په جګړه کښی ( هان شين ) په خپلو لس زرو تنو عسکرو سره د ( جاو ) د ملک پر دوو سوو زرو تنو پوځيانو باندی غلبه وموندله او په دی توګه يی د چين په نظامی تاريخ کښی يوه ځلانده پاڼه واړوله ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9