CRI Online
نظامی کيسې

د( وی ) پر دولت باندی د محاصره کولو له لاری د ( جاو ) ملک ته نجات ورکول

( شوين بين ) د لرغونی چين په جنګی دوره کښی يو نامتو نظامی پوه و ٠ هغه او ( پانګ چوين ) دواړه د يوه استاز شاګردان ؤ چه نظامی تاکتيک يی ور څخه زده کړی ؤ ٠ وروسته دوی دواړو د ( وی ) د ملک دپاره خدمت کاوه ٠ څرنګه چه ( پانګ چوين ) د شوين بين ) د استعداد څخه زيات حسادت درلود ، نو وارپه واره يی د( شوين بين ) د وژلو دپاره دسسی جوړی کړی او ( شوين بين ) د هغه د تهمت له امله د ( وی ) د پاچا سخته سزا وګټله او د پښی زنګون يی وايستل شو ٠ وروسته ( شوين بين ) د ( چی ) د ملک د جنرال ( تيان جی ) په مرسته په پټ ډول د( چی ) ملک ته ورسيد ٠ د ( وی ) ملک د محاصری له لاری د ( جاو ) ملک ته ژغورل د( شوين بين ) او ( پانګ چوين ) تر منځ په يوه جګړه کښی د شوين بين يو نظامی تاکتيک و ٠

د ميلاد نه دمخه په ٤ مه پيړۍ کښی چين يوی جنګی تاريخی دوری ته داخل شو ٠ د ( وی ) ملک تر ټولو نه مخکښی په خپلو سياسی او نظامی اصلاحاتو لاس پوری کړ، نو دولتی طاقت يی ورځ په ورځ پياوړی شو او ځينی وړوکی ملکونه يی الحاق کړل ٠ ( چی ) ملک او ( چين ) ملک د( وی ) له ملک سره برابر غښتلی شوی ؤ ٠ او ( جاو ) او ( وای ) دوه ملکونه د وړوکو او ضعيفو ملکونو څخه شميرل کيدل ٠

د ميلاد نه دمخه په ٣٦٨م کال کښی د ( جاو ) ملک د ( چی ) ملک په ملاتړۍ د ( وی ) ملک پر وابسته وړوکی ملک ( واۍ ) باندی بريد وکړ ٠ د ( وی ) د ملک پاچا ( هوی وانګ ) خپل جنرال ( پانګ چوين ) ته امر وکړ چه د سل زرو تنو عسکرو په وړلوسره د ( جاو ) ملک پر مرکز ( هان دان ) باندی حمله وکړی ٠ نو د ( جاو ) ملک د ( چی ) له ملک څخه مرسته وغوښته ٠

د ( چی ) د ملک وزير ( جوجی ) دا نظر درلود چه بايد د ( جاو ) د ملک سره مرسته ونه کړی ٠ ځکه چه په دی جګړه کښی د ( چی ) د ملک په ګډون سره به يی خپل دولتی قوت کمزور شی ٠ خو وزير ( دوان ګان لوين ) وويل چه که د ( وی ) ملک د( جاو ) پر ملک باندی غلبه ومومی ، نو د ( وی ) د ملک طاقت به لا زيات تقويه شی ٠ او دا به د( چی ) ملک ته ګواښ ورسوی ٠ نو بايد د ( جاو ) د ملک سره مرسته وکړی ٠

د ( چی ) ملک پاچا ( وۍ وانګ ) د وزير ( دوان ګان لوين ) نظريه ومنله او د جنرال ( تيان جی ) په قوماندانی او د( شوين بين ) په نظامی مشاورۍ ٨٠ زره تنه عسکر د ( جاو ) د ملک سره د مرستی په هکله وروليږل ٠

د ( شوين بين ) د نظامی استعداد په باب کيسه په چين کښی د زړو او وړو له خوا ويله کيږی ٠

د ( چی ) ملک په اشرافو کښی د اسونو سيالی ډيره مشهوره وه ٠ جنرال ( تيان جی ) څو واره د خپل پاچا او شهزاده ګانو سره د اسونو په سياليو کښی په زياتو پيسو قماربازی وکړی ٠ که څه هم ددوی اسونه زيات توپير نه درلود ،خو ( تيان جی ) هميشه په قماربازی کښی مغلوب کيده ٠ يو وار ( شوين بين ) ( تيان جی ) ته وويل چه ته بايد د خپلی ٣مه درجه اس د پاچا د لومړی درجی د اس سره سيالی وکړی ، خپله ٢ مه درجه اس د پاچا د ٣می درجی له اس سره مسابقه وکړه او لومړی درجه اس د پاچا د ٢می درجی اس سره مقابله وکړی ٠ ( تيان جی ) د ( شوين بين ) د خبرو سره سم له پاچا سره بيا قماربازی وکړه او په نتيجه کښی ( تيان جی ) د يو په مقابل کښی په ٢ بری ترلاسه کړ٠ په دی وجه ( شوين بين ) د نورو له خوا وپيژندل شو ٠

اوس به د( جاو ) ملک ته د ( تيان جی ) او( شوين بين ) د نجات ورکولوپه باب کيسی ته دوام ورکړم ٠

نظامی مشاور ( شوين بين ) د جنګی حالاتو د تحليل نه وروسته دا نظر درلود چه د ( وی ) د ملک پوځ ډير غښتلی دی ٠ که ور سره مخامخه جګړه وکړو ، د ( چی ) ملک ته به سخت تاوان ورسول شی ٠نو اوس مونږ بايد د ( وی ) ملک پر مرکز ( دا ليانګ ) ښار باندی حمله وکړو ٠ څو چه د ( وی ) پوځ دی ته اړ کړو چه د خپل مرکز څخه د دفاع دپاره تيريکوونکی پوځ بيرته لاړشی ٠ او له دی لاری به د( جاو ) ملک ته نجات ورکړو ٠

( شوين بين ) لومړی په قصدی توګه په يوی ډلی ضعيف عسکر سره د( وی ) ملک پر مهم نظامی ښار ( پينګ لينګ ) باندی بريد وکړ ٠ البته په جګړه کښی د( چی ) ملک ماتی وخوړه ٠ د ( وی ) د ملک د جنرال ( پانګ چوين ) په نظر د ( چی ) عسکر لوړ جنګی طاقت نه درلود ٠ له دی امله هغه ډير مغرور شو او په يوه زړه يی د( جاو ) پر ملک باندی سخته حمله وکړه ٠

په دی وخت کښی ( شوين بين ) په شخصی توګه د غښتلی او طاقتور پوځ په وړلو سره د ( وی ) د ملک پر مرکز ( دا ليانګ ) ښار باندی سخته حمله وکړه ٠ د( وی ) جنرال ( پانګ چوين ) چه دغه خبر واوريد، د خپل مرکز د ساتلو دپاره يی په تلوار سره د خپل پوځ په وړلو سره بيرته د خپل ملک پر خوا منډی ووهلی ٠ په نيمه لاره کښی د ( شوين بين ) پوځ د ( وی ) پر دغو سختو ستړی شويو قواوو باندی قوی ګذار وکړ او ور ته يی سخت تاوان ورساوه ٠ په دی جګړه کښی د ( پانګ چوين ) پوځ پوره ماتی وخوړله ٠

د ( وی ) پرملک باندی د محاصری له لاری د ( جاو ) ملک د ژغورلو په باب د ( شوين بين ) دغه تاکتيک د چين په نظامی تاريخ کښی د يوه غوره هنر په حيث ومنل شو اووروسته يی د چين پر تاريخ باندی ژوره اغيزه اچولی ده


1  2  3  4  5  6  7  8  9