CRI Online
نظامی کيسې

د ( فۍ شوی ) د جګړی په باب کيسه

د ميلاد د ٤ می پيړی په لومړی وخت کښی په چين کښی مرکزی واکمن حکومت ريزمريز شو او په هيواد کښی د شمال او جنوب دوه رژيمونه رامنځ ته شول ٠ په جنوب کښی د ( هان ) قوم رژيم چه ختيځ ( جين ) نوميده ، د يانګځی سيند په سواحلو کښی خپل تسلط ټينګ کړ او مرکز يی په ( جيان کانګ ) يعنی اوسنی ( نان جينګ ) کښی و ټاکه ٠ په شمال کښی دپخوانی ( چين ) په نامه رژيم و چه د ژيړ سيند سواحل يی تر خپل کنترول لاندی ونيول او پايتخت يی په ( چانګ ان ) يعنی اوسنی ( سی ان ) کښی ټينګ کړ ٠

د پخوانی ( چين ) لوی خان ( فوجيان ) يو باعقله او زيرک سړی ؤ ٠ هغه د ( هان ) قوم بااستعداده پرسونلو ته په درنه سترګه وکتل ، خپل مامورين يی ښه اداره کړل او د قانون له مخی يی هغو اشرافو ته چه ناوړه کړوه وړه يی کړی سخته سزا ورکړه ٠ مرکزی واک يی په خپل لاس کښی ټينګ ونيوه ، د اوبود منابعو څخه د بهربردارۍ او زراعتی چارو ته د انکشاف ورکولو په باب يی غوره پاليسۍ وټاکلی او عملی يی کړی ٠ په عين وخت کښی ( فوجيان ) خپل نظامی ځواک تقويه کړ٠ او هيله يی وکړه چه د ختيځ ( جين ) ملک نسکور کړی او د هيواد وحدت ترلاسه کړی ٠

د ميلاد په ٣٨٣ م کال کښی د پخوانی ( چين ) لوی خان ( فوجيان ) د بيلابيلو قومونو خلکو په راغونډولوسره په ٨ لکو ٧٠ زرو تنو کسانو قوی پوځ جوړ کړ او د ختيځ ( جين ) په نامه د ملک د نسکورولو دپاره يی جنوب ته لښکرکشۍ وکړه ٠ کله چه ( فوجيان ) خبر شو چه د ختيځ ( جين ) ملک يوازی څه دپاسه يو لکه تنه عسکران لری ، نو په غرور سره يی وويل چه که زما پوځ دخپل اس تازيانه په سيند وغورځوی ، نو د سيند اوبه به پری کړی ٠ زه پوره طاقت لرم چه دغه ملک به نسکور کړم ٠

د ختيځ ( جين ) د حکومت مشر په دی خبر شو چه د ( فوجيان ) پوځ ور باندی حمله کوی ، نو خپلو ٢ جنرالانو ( شيې شه ) او ( شيې شوان ) ته يی امر وکړ چه د ٨٠ زرو تنو پوځيانو په وړلوسره د دښمنانو سره مقابله وکړی ٠ په دی وخت کښی د ( فوجيان ) پيشقدمه ډله د ختيځ ( جين ) مرکز ته نژدی شوه او د ( هوای هه ) سيند د اوبو ترانسپورتی لاره يی هم قطع کړه چه وضع يی د ختيځ ( جين ) دپاره خورا زياته خطرناکه وه ٠ د ختيځ ( جين ) دوو جنرالانو د ٥ زرو تنو غښتلی قواوو په ليږلو سره پر دښمنانو باندی ناڅاپه حمله وکړه او لوی بری يی ترلاسه کړ٠ په دی توګه د ختيځ ( جين ) د پوځيانو جنګی مورال زيات جګ شو او د وچی او اوبو په دوو لارو د ( هوای هه ) سيند په ختيځه غاړه ( فۍ شوی ) کښی ځای پر ځای شول ٠

( فوجيان ) چه خبر شو عسکرو يی په لومړی جګړه کښی ماتی وخوړله ، نو په تلوار سره د ښار برج ته وخوت او د ( فۍ شوی ) سيند په ختيځه غاړه کښی دميشته شويو دښمنانو د حالاتو څيړنه وکړه ٠ هغه وليدل چه د سيند په مخامخه غاړه کښی نظامی کمپونه په منظمه توګه ولاړ دی او جنګی جندۍ د کمپونو دپاسه رپيږی او د ډولونو اوازونه له کمپونو څخه دده غوږونو ته رسيږی ٠ هغه بيا شمال ته په ځير شو ، يوه داسی شانداره منظره دده تر ستګو شوه چه په غرونو کښی واښه او ونی لکه د دښمنانو جنګی جندۍ د باد په چليدو سره خوځيږی ٠ هغه په ډيره ويره کښی ولويئد ٠نورو ته يی وويل چه ګوری ! د ( جين ) د ملک پوځيان دومره قوی دی ٠ خو تاسی ولی وايی چه دوی ډير ضيعف دی ؟

د ( جين ) دوو جنرالانو ( شيی شه ) او( شيې شوان ) د دښمنانو د حالاتو د څيړنو نه وروسته دا نظر درلود چه که څه هم د( فوجيان ) پوځيان زيات دی ، خو د عسکرو جنګی مورال يی جګ نه دی او دوی د لری فاصلی په وهلو سره ډير زيات ستړ شوی دی ٠ نو مونږ بايد په بيړی سره ور باندی بريد وکړو ، نو دوی ( فوجيان ) ته يو ليک وروليږه او ور څخه يی غوښتنه وکړه چه د ( هوای هه ) سيند له غاړی څخه شا ته ولاړشی څو چه د د دواړو خواوو د پوځيانو تر منځ د ژوند او مرګ جګړه په دی خالی ميدان کښی ترسره شی ٠ ( فو جيان ) دغه غوښتنه ومنله ٠ هغه يو پلان جوړ کړ چه د سيند نه د ( جين ) د پوځ د پوری وتلو په وخت کښی به ور باندی بريد وکړی او په اسانه توګه به د جګړی پوره بری ترلاسه کړی ٠ نو هغه خپل پوځ ته امر وکړ چه په يوی فاصلی شاته لاړشی ٠خو څرنګه چه د ( فوجيان ) پوځ د بيلا بيلو قومونو څخه جوړ شوی ؤ او دوی نه غوښتل چه د خپل قوم قوت يی په جګړه کښی ضعيف شی ، کله چه دوی د شا ته تګ امر واوريد ، ګمان يی کاوه چه مخکښنی پوځ ماتی خوړلی ده ٠ نو سمدستی يی د شا پر خوا منډی ووهلی ٠ په دی توګه د ( فوجيان ) پوځ تيت او پرک شو ٠ د ( جين ) پوځيان د دی فرصت څخه په استفادی سره ژر ژر له سيند نه پوری ووتل او پر دښمنانو باندی يی سخت بريد وکړ ٠ د سترګو په يوه رپ کښی د ( فوجيان ) پوځيانو ها خوا دی هوا ته په لالهانده منډی ووهلی او( فوجيان ) هم د خپلو نژدی ملګرو سره بيرته خپل ملک ته وتښتيد ٠ په نيمه لاره کښی دوی د ستړتيا له امله وغوښتل چه لږ څه دمه وکړی ٠ خو په دی وخت کښی دوی د باد د لګيدو اواز او د قازانو غږونه واوريدل ٠ ګمان يی وکړ چه د ( جين ) پوځ ددوی پسی تعقيبوی ٠ نو په ډير وارخطايی سره يی بيا منډی ووهلی ٠ په پای کښی د پخوانی ( چين ) ملک پوره ماتی وخوړله ٠ او دغه ملک ددی جګړی نه وروسته خورا کمزوری شو او ٢ کالو نه وروسته له منځه لاړ ٠

د ( فۍ شوی ) په جګړه کښی د ( جين ) پوځ په خپلو ٨٠ زرو تنو عسکرانو د پخوانی ( چين ) پر ٨ لکو ٧٠ زروتنو يوځيانو باندی غلبه وموندله چه دغه جګړه د چين په تاريخ کښی پر غښتلی ځواک باندی د ضعيف قوت د بری د موندلو په باب يوه مشهوره جګړه بلل کيده ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9