CRI Online
نظامی کيسې

د ( هونګ من ايان ) د ميلمستيا په باب کيسه

د چين په لرغونی زمانه کښی چين کله کله واحد اوکله کله تجزيه شوی و او د يو بل سره د جګړو په بهير کښی زياتی مشهوری کيسی رامنځ ته شوی چه وړوکی او کوچنی قوت پر قوی او عښتلی ځواک باندی او هوښيارۍ پر توريالی باندی غلبه وموندله ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢٢١ م کال کښی د چين په تاريخ کښی لومړی واحد فيوډالی هيواد يعنی د ( چين ) لوی سلطنت تاُسس شو ٠ څرنګه چه د ( چين ) مستبد امپراطور په خپله خوښه نيلی ځغلاوه او پر خلکو باندی يی سخت او بی رحمه ظلمونه وکړل نو د خلکو ژوند دومره تريخ و ، لکه په اور کښی چه سوځيدل ٠ په نتيجه کښی د خلکو شورشونه پرله پسی پيښيدل ٠ او هغو دوو وسله والو ډلو چه يوه يی د پخوانی ( چو ) په نامه د ملوک الطوائف ( سيانګ يوو ) په قوماندانۍ او بله يی د ( چين ) د سلطنت د ټيټی رتبی د مامور ( ليو بانګ ) په مشرۍ وه په چتکۍ سره وده موندلی وه ٠

( سيانګ يوو ) يو ډير مغرور او سرسخت شخصيت ؤ ٠ هغه په جګړه کښی ډير تکړه او سرتير قوماندان هم و چه دده تورياليتوب او شجاعت په ټول هيواد کښی د خلکو له خوا وستايل شو ٠ ( ليو بانګ ) يو حيله ناک او زيرک سړی ؤ ٠ هغه بااستعداده کسانو ته د احترام په سترګه کتل ٠ ( سيان يوو ) او ( ليو بانګ ) د ( چين ) د سلطنتی تسلط سره د مقابله کولو په جګړو کښی اتحاد جوړ کړ او يو له بل سره يی مرستی او همکارۍ کړی وی ٠ نو دواړه قواوی ورځ په ورځ پياوړی شوی ٠ دوی دواړو موافقه وکړه چه که څوک لومړی د ( چين ) د سلطنت مرکز ته داخل شی ، نو هغه به پاچاهی واک ترلاسه کړی ٠ د ميلاد نه دمخه په ٢٠٧ م کال کښی ( سيانګ يوو ) د ( جولو ) په سيمه کښی د ( چين ) سلطنتی عمده و قواوو ته شکست ورکړ ٠ او ( ليو بانګ ) د خپل پوځ په وړلو سره د( چين ) مرکز ( سيان يانګ ) ښار ونيوه ٠ ( ليو بانګ ) د خپل مشاور نظريه ومنله او خپل پوځ يی د ( سيان يانګ ) څخه په نژدی ځای ( با شانګ ) کښی ميشته کړ او ( سيان يانګ ) ښار ته داخل نه شو ٠ ( ليو بانګ ) د ( چين ) شاهی ماڼۍ وتړلی او مالی او مادی خزانی يی ښه وساتلی ، د ( سيان يانګ ) د ښاريانو څخه يی د حال او احوالو پوښتنه وکړه او ددوی انديښنی يی لری کړی ٠ خلکو وليدل چه ( ليو بانګ ) د خلکو سره ډيره پاملرنه درلوده او پوځی انظباط يی ډير جدی و ، نو انديښنه يی لری شوه ٠ دوی هيله وکړه چه ( ليو بانګ ) پر شاهی تخت کښينی ٠

کله چه ( سيانګ يوو ) په دی خبر شو چه ( ليو بانګ ) د ( سيان يانګ ) ښار ته ننوتلی دی ، ډير په قهر شو ٠ نو خپل ٤ لکه تنه پوځيان يی د ( سيان يانګ ) ښار ته په نژدی ځای يعنی د اوسنی ( شان سی ) ولايت د ( لين تونګ ) په ختيځ اړخ کښی ځای په ځای کړل او ويی غوښتل چه ( سيان يانګ ) ښارد ( ليو بانګ ) له لاسونو څخه ونيسی ٠ د ( سيانګ يوو ) مشاور ( فان جنګ ) پيشنهاد وکړ چه بايد په يوه ګذارسره د ( ليو بانګ ) قوت پوپنا کړی ٠ هغه وويل چه ( ليو بانګ ) پخوا په مالونو لوی حرص درلود او زياتی ښځی يی خپلی کړی وی ٠ خو اوس هغه خپل پخوانی خويونه پريښودل او دغو ټولو ته يی په پټه سترګه ګوری ٠ له دی نه څرګنديږی چه دغه سړی غټ سياسی حرص لری ٠ نو مونږ بايد په اوسنی وخت چه دده قوت دومره پياوړی نه دی ، ووژنو ٠

کله چه دغه خبر د ( ليو بانګ ) غوږ ته ورسول شو ، دده د مشاور ( جانګ ليانګ ) په نظر اوس د ( ليو بانګ ) پوځ يوازی يو لک تنه دی چه قوت يی د ( سيانګ يوو ) نه ډير کمزوری دی٠ نو د ( سيانګ يوو ) سره مخامخه مقابله نه شی کولی ٠ ( جانګ ليانګ ) د خپل دوست يعنی د ( سيانګ يوو ) د کاکا ( سيانګ بو ) څخه غوښتنه وکړه چه د ( سيانګ يوو ) مخ ته لاړشی څو چه ( سيانګ يوو) د ( ليو بانګ ) سره روغه جوړه وکړی ٠ وروسته ( ليو بانګ ) دخپل مشاور ( جانګ ليانګ ) او لوی جنرال ( فان کوای ) په ملګرتيا سره د ( هونګ منګ ) ځای ته لاړ او ( سيانګ يوو ) ته يی وويل چه زه يوازی ( سيان يانګ ) ښار ساتم ٠ تر څو تاسی پر پاچاهی تخت باندی کينی ٠ ( سيانګ يوو ) د ( ليو بانګ ) د خبرو د اوريدو نه وروسته ور باندی اعتبار ټينګ کړ نو ددوی دپاره يی يوه ميلمستيا جوړه کړه ٠

د ( سيانګ يوو ) مشاور ( فان جنګ ) چه د ( سيانګ يوو ) په اړخ کښی ناست و ، څو واره ( سيانګ يوو ) ته اشاره وکړه چه بايد ( ليو بانګ) ووژنی ٠ خو( سيانګ يوو ) دده اشاری ته په پټه سترګه کتل ٠ نو ( فان جنګ ) لوی جنرال ( سيانګ جوانګ ) ته اشاره وکړه چه په ميلمستيا کښی د توری په وسيله نمايش وکړی ٠ هغه وغوښتل چه فرصت پيدا کړی او ( ليوبانګ ) ووژنی ٠ خو د ( سيانګ يوو ) کاکا ( سيانګ بو ) د ده پر نيت باندی ښه پوهيده ، نو توره په لاس ونيوله ، او د ( سيانګ جوانګ ) سره يی ګډ نمايش وکړ څو چه د خپل بدن په واسطه د ( ليو بانګ ) امنيت وساتی ٠ په دی وجه ( سيانګ جوانګ ) د ( ليو بانګ ) د وژلو فرصت له لاسه ورکړ ٠ د ( ليو بانګ ) مشاور ( جانګ ليانګ ) جنرال ( فان کوای ) راوغوښت او د دغه خطرناک حالت په هکله يی ور ته وويل ٠ نو ( فان کوای ) چه وسله يی په لاس ټنيګه نيولی وه ، د ( سيانګ يوو ) مخی ته ورغی او په لوړ اواز سره يی ور ته وويل چه ( ليو بانګ ) د ( سيان يانګ ) ښار د ماتولو نه وروسته ښار ته نه دی ننوتلی او يوازی په ( باشانګ ) کښی ستاسو د راتګ په انتظار کښی دی ٠ هغه دومره زياته کارنامه قايمه کړی ده ، خو تاسو ور ته نه کومه جايزه ور کړه او نه مو هغه وستايه ، بلکه تاسو د نورو په لمسون وغوښتل چه هغه ووژنی ٠ ( سيانګ يوو ) د دغو خبرو د اوريدونه وروسته وشرميده ٠ په پای کښی ( ليو بانګ ) د خپلو ملګرو سره بيرته ( باشانګ ) ته لاړ ٠ د ( سيانګ يوو ) مشاور ( فان جنګ ) وليدل چه پلان يی بی نتيجی پاتی شو ٠ ډير په قهر شو ٠ نو ويی ويل چه ( سيانګ يوو) لوی کار نه شی کولای ٠ ګورۍ ! ( ليو بانګ ) به هرومرو په ټول هيواد کښی خپل تسلط ټينګ کړی ٠

دا د چين په تاريخ کښی د ( هونګ من ايان )د ميلمستيا په نامه ډيره نامتو کيسه وه ٠ په هغه وخت کښی ( سيانګ يوو ) په خپلو غښتلو قواوو سره ( ليو بانګ ) ته په سپکه سترګه وکتل او ور باندی يی اعتبار ټينګ کړ او ( ليو بانګ ) له دی فرصت څخه په استفادی سره له دی ميلمستيا څخه وتښتيد ٠ وروسته ( سيانګ يوو ) پر خپل ځان باندی د لويديځ ( چو ) د بادار لقب ټينګ کړ او ( ليو بانګ ) ته يی د خان لقب ورکړ ٠ لږه موده وروسته ( ليو بانګ ) په خپل قوت ( سيان يانګ ) ښار ونيوه او د ( سيانګ يوو ) او ( ليو بانګ ) تر منځ د ( چو ) ( هان ) په نامه ٤کلنه جګړه پيښه شوه ٠ د ( چو ) پوځ د خپل نظامی تفوق څخه څو واره د ( هان ) پر پوځ باندی غلبه وموندله ٠ خو څرنګه چه د ( سيانګ يوو ) يو مستبد بادار او طبيعت يی ډير خراب و ٠ او دده عسکرانو په هر ځای کښی نيلی ځغلولی او د خلکو کورونه يی سوځول ، نو د خلکو ملاتړ يی له لاسه ورکړ ٠ په دی حال کښی د ( چو ) پوځ مخ په کمزوريدو ؤ برعکس ( ليو بانګ ) د خلکو د ژوند سره زياته پاملرنه وکړه ، د خلکو د غم ښادی په باب يی زيات فکر وکړ ، په دقت سره يی بااستعداده کسان راټول کړل او ځواک يی مخ په قوی کيدو شو او په پای کښی يی پر( سيانګ يوو ) باندی غلبه وموندله ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢٠٢ م کال کښی ( ليو بانګ ) د خپلو پوځيانو په وړلو سره د( های سيا) په سيمه يعنی د اوسنی ( ان خوی ) ولايت د ( لين بی ) په جنوب کښی د ( چو ) پوځيان محاصره کړل ٠ ( سيانګ يوو ) د محاصری د ماتولو نه وروسته د ( ليو بانګ ) د پوځ په تعقيب بيا هم مجبوراٌ ځان وواژه ٠ په دی توګه ( ليو بانګ ) امپراطوری مقام ترلاسه کړ او د چين په تاريخ کښی يی ٢م واحد فيوډالی سلطنت يعنی د ( هان ) سلطنت تاسيس کړ ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9