CRI Online
نظامی کيسې

د ( چانګ پينګ ) د جګړی په باب کيسه

ميلاد نه دمخه په ٤ مه پيړۍ کښی چين د تاريخ په جنګی دوره کښی داخل شو ٠ په هغه وخت کښی په هيواد کښی ٧ ملکونه موجود ؤ چه نسبت د نورو ملکونو نه يی قوی طاقت درلود ٠ د ( چين ) په نامه ملک کښی د قانونی اصلاحاتو په عملی کولو سره دولتی طاقت مخ په قوي کيدو ؤ ٠ او د ( چين جاو وانګ ) په دوره کښی دغه ملک د نورو ٦ ملکونو څخه پياوړتيا موندلی وه ٠ د ( چانګ پينګ ) په نامه جګړه د هيواد د وحدت د ترسره کولو په لاره کښی د ( چين ) د ملک تر ټولو نه مشهوره جګړه بلل کيده ٠

د ( هان ) ،( وی ) ، ( ايان ) او ( جاو )٤ ملکونه د( چين ) د ملک ګاونډی هيوادونه ؤ ٠ دوی د ( چين ) ملک د تسلط غوښتنی د مخنيوۍ دپاره يوه کمزوره اتحاديه جوړه کړی وه ٠ په دغو ٤ هيوادونو کښی د ( جاو ) ملک نسبتاُ قوی او د ( وي ) ملک نسبتاُ ضعيف ؤ ٠ د ميلاد نه دمخه د ٢٦٨ م کال له پيل نه د ( چين ) ملک لومړی د( وی ) پر ملک باندی حمله وکړه ٠ د ( وی ) ملک د ( چين ) د سختو حملو په مقابل کښی مجبوراُ خپل سر ټيټ کړ او د ( چين ) تسلط يی قبول کړ ٠ وروسته د ( چين ) ملک د ( هان ) پر ملک باندی بريد وکړ ٠ د ( هان ) د ملک پاچا په سخته ويره کښی ولويئد او خپل استازی يی د ( چين ) ملک ته وروليږه او هيله يی څرګنده کړه چه د ( شانګ دانګ ) د خاوری يعنی د اوسنی ( شان سی ) ولايت د ( چانګ جه ) خاوری په وړاندی کولو سره د ( هان ) د ملک سوله وساتی ٠ خو د ( شانګ دانګ ) اداره کوونکی مامور ونه غوښتل چه دغه سيمه د ( چين ) ملک ته ورکړی ٠ نو هغه د ( هان ) او ( جاو ) د دواړو ملکونو تر منځ د يوه اتحاد د جوړولو دپاره دغه خاوره د ( جاو ) ملک ته وړاندی کړه ، ترڅو دواړه ملکونه په ګډه سره د ( چين ) د تيريکوونکو قواوو سره مقابله وکړی ٠

د ( جاو ) ملک پاچا يو لنډ بصيرت لرونکی سړی ؤ ٠ هغه د ( شانګ دانګ ) خاوره د( جاو ) په نقشه کښی شامله کړه ٠ د( جاو ) د پاچا دغه عمل د ( چين ) د ملک د قوی کرکی سبب شو ٠ د ميلاد نه دمخه په ٢٦١ م کال کښی د ( چين ) د ملک پاچا لوی جنرال ( وانګ چيان ) ته امر وکړ چه د ( شانګ دانګ ) پر خاوری باندی بريد وکړی ٠ په ( شانګ دانګ ) کښی د ( جاو ) پوځ د ( چين ) د پوځ د قوی حملی مخه نه شوه نيولی نو د ( چانګ پينګ ) سيمی ته يعنی د اوسنی ( شا سی ) ولايت د ( ګاو پينګ ) شمال لويديځ ته په شا وتښتيد ٠ د ( جاو ) د ملک پاچا واوريد چه د( چين ) تيريکوونکی پوځ راغلی دی ، نو لوی جنرال ( ليان پوه ) ته يی امر وکړ چه د( جاو ) د عمده غښتلی پوځ په وړلوسره ( چانګ پينګ ) ته لاړشی ترڅو دغه خاوره د ( چين ) له لاسو څخه بيرته ونيسی ٠

لوی جنرال ( ليان پوه ) ( چانګ پينګ ) ته د رسيدو نه وروسته سمدستی د ( چين ) پر پوځ باندی بريد وکړ ٠ څرنګه چه د ( جاو ) پوځ مخکی څو واره ماتی وخوړلی نو جنرال ( ليان پوه ) پر وخت پخوانی ستراتيژی بدله کړه او پر تيريکوونکو پوځيانو باندی د بريد کولو په ځای د ځان د دفاع کولو تاکتيک ټينګ کړ ٠ او د ګټور جغرافيايی مؤقعيت په اتکا يی د ځان د دفاع پاليسی غوره کړه ٠ د ( ليان پوه ) د دی تاکتيک له امله د ( چين ) نظامی بريد سست شو او د دواړو خواوو پوځيان د ( چانګ پينګ ) په سيمه کښی مخامخ ودريدل ٠

ددی رکود د ماتولو دپاره د ( چين ) د ملک پاچا خپل استازی د درنو سوغاتونو په وړلو سره د ( جاو ) د ملک مرکز ( هان دان ) ته واستاوه ، دغه استازی د ( جاو ) مهمو وزيرانو ته ارزښتناک سوغاتونه وړاندی کړل ٠ د( جاو ) وزيرانو د ( چين ) د رشوتونو د خوړلو نه وروسته په قصدی توګه د پاچا او ( ليان پوه ) تر منځ درز واچاوه او داسی انګازی يی خپری کړی چه ( ليان پوه ) ځکه د ( چين ) له پوځ سره جګړه نه کوی ، علت يی دا دی چه هغه به ژر د ( چين ) ملک ته تسليم شی ٠ د ( چين ) پوځ په حقيقت کښی د ( جاو ) د ملک د لوی جنرال ( جاو ګوه ) څخه ډير ويريده او داسی نور ٠ د ( جاو ) پاچا چه داسی انګازی واوريدی ، سمدستی امر وکړ چه جنرال ( جاو ګوه ) د ( ليان پوه ) په ځای د ( جاو) د پوځ لارښوونه وکړی او د( چين ) له پوځ سره مقابله وکړی ٠

اصلاُ ( جاو ګوه ) د جګړی په باب کومه تجربه نه درلوده ٠ او يوازی يی په خوله د نظامی هنر په باب لاپی شاپی وهلی ٠ هغه چه ( چانګ پينګ ) ته ورسيد ، د ( ليان پوه ) تاکتيک يی بدل کړ او د ( چين ) پر پوځ باندی دحمله کولو دپاره يی تياری ونيوله او ويی غوښتل چه په يوه ګوزارسره د ( شانګ دانګ ) سيمه بيا لاس ته راوړی ٠

د ( چين ) پاچا وليد چه ددی نيرنګ په عملی کولو د ډاډوړ نتيجه ترلاسه کړی ده ، نو سمدستی يی خپل تکړه لوی جنرال ( بای چی ) ته امر وکړ چه د ( وانګ چيان ) په ځای د ( چين ) د پوځ قوماندانی وکړی ٠ او ددی دپاره چه د ( چين ) دغه فيصله د جاو پوځ ته ونه رسيږی ، بيا يی امر وکړ چه په پوځ کښی ددی فيصلی په باب په خبرو بنديز ولګيږی ٠ جنرال ( بای چی ) جنګی محاز ته د رسيدو نه وروسته د دښمنانو د ارادی د سستولو پاليسی غوره کړه او د دښمنانود محاصره کولو په باب تاکتيک يی وټاکه او ددی تاکتيک سره سم يی د خپلو پوځيانو ښه ترتيبات وکړل ٠ د ميلاد نه دمخه په ٢٦٠ م کال کښی د ( جاو ) د ملک جنرال ( جاو ګو ) د پوځيانو په لارښوونه د( چين ) پر پوځ باندی لويه او سخته حمله وکړه ٠ د( چين ) پوځ په جعلی توګه شا ته وتښتيدل ٠ ( جاو ګوه ) بی له ځنډه د ( چين ) د( پوځ ) تعقيب وکړ ٠ کله چه د( جاو ) پوځ د( چين ) له خوا ټاکل شوی ځای ته ورسيد، د( چين ) پوځ بيرته خپل مخ واړواه او ور باندی يی قوی او سخت بريد وکړ ٠ د ( جاو ) پوځ د ( چين ) د پوځ د شديد مقاومت په مقابل کمښی تيت او پرک شو ٠ ( جاو ګو ) وغوښتل چه شا ته بيرته لاړشی ، خو ناوخته شوی ؤ ٠په دی وخت کښی د( چين ) پوځ چه مخکښی پکښی په پټ ځای کښی ترتيب شوی له دواړو خواوو څخه د ( جاو ګوه ) پر پوځ باندی سخته حمله وکړه او د نورو پوځيانو سره د ( جاو ګوه ) اړيکی يی قطع کړی او د ( جاو ګو ) پر پوځ باندی يی خپله محاصره بشپړه کړه ٠

په دی مايوسانه حالت کښی ( جاو ګو ) د خپل اصلی پوځ لارښوونه وکړه او ويی غوښتل چه دغه نظامی محاصره ماته کړی ٠ خو د ( چين ) پوځ د غشی په ويشتلو هغه وواژه ٠ د ( جاو) پوځ وليدل چه قوماندان يی مړ شو ، نو مورال يی له لاسه ورکړ ٠ او ټول د ( چين ) پوځ ته تسليم شول ٠ په دی توګه د ( چين ) ملک د ( چانګ پينګ ) په جګړه کښی چه په تاريخ کښی د شدت او خونړی لحاظ بی ساری وه ، پوره بری ترلاسه کړ ٠

د ( چانګ پينګ ) جګړه د چين په جنګی تاريخ کښی يو وتلی اثر ؤ او د چين په تاريخ کښی لومړی او د پيمانی له لحاظه تر ټولو نه لويه محاصره کوونکی جګړه بلل کيده ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9