CRI Online
نظامی کيسې

په ( چه بی ) کښی د اورنی جګړی په باب کيسه

د چين په تاريخ کښی د جګړی داسی مثال ليدل کيږی چه کمزوری قوت پر غښتلو قواوو باندی غلبه موندلی وه ٠ په دی جمله کښی د اور په وسيله د ( چه بی ) په ځای جګړی تر اوسه په هيواد کښی زيات شهرت لری او ددی جګړی په باب زياتی کيسی د خلکو په منځ کښی خوله په خوله ګرځی ٠

د ميلاد د ٢ می پيړی په پای کښی د چين د ختيځ ( هان ) سلطنتی حکومت کمزوری شو ٠ او د ديکتاتورانو تر منځ د اوږدی مودی د جګړو په پای کښی ( چاوچاو ) د ژيړ سيند په سواحلو ، ( ليو بۍ ) د هيواد په منځنی سيمه او ( شوين چوان ) د ( يانګ ځی ) د سيند په لره سيمه کښی خپل تسلط ټينګ کړ ٠ او د ( چاو چاو ) قواوی تر نورو نه غښتلی وی ٠ د ميلاد په ٢٠٨ م کال کښی ( چاو چاو ) د خپلو عسکرو په وړلو سره جنوب ته لښکرکشۍ وکړه او د ( ليو بۍ ) قوت ته يی ضربت ورساوه او د ( ليو بۍ ) د مهمی نظامی سيمی ( جينګ جو ) زياتره برخه يی ونيوله ٠ ( ليو بۍ ) مجبوراُ ( شياکو ) يعنی د اوسنی ( هو بی ) ولايت د ( هان کو ) ناوی ته په شا لاړ ٠ ( چاوچاو ) وغوښتل چه په يوه ګذار سره د ( ليو بۍ ) قوت پوپناه کړی او بيا د ( شوين چوان ) سيمه الحاقه کړی ٠ په دی اضطراری حالت کښی ( ليو بۍ ) او ( شوين چوان ) فيصله وکړه چه سره يوه اتحاديه جوړه کړی ترڅو له ( چاوچاو ) سره ګډه مبارزه وکړی ٠ ( چاوچاو ) د څه دپاسه ٢ لکو تنو عسکرو په وړلو سره د يانګځی سيند ختيځی خوا ته مارش وکړ او ( شيا کو ) ته چه ( ليو بۍ ) په جګړه کښی د مغلوبيدو نه وروسته دی ځای ته تښتيدلی ؤ نژدی شو ٠ د( شوين چوان ) او ( ليو بۍ ) په ٥٠ زرو تنو عسکرو ګډ پوځ جوړ کړ او د دښمنانو پر خوا يی مخامخ مارش وکړ ٠ دواړه متحاربی قواوی د ( چه بی ) يعنی د اوسنی ( هوبی ) ولايت د ( وو چان ) سيمی په لويديځ کښی سره وليدلی ٠ څرنګه چه د ( چاو چاو ) پوځيان د شمال له وچو سيمو نه راغلی او پخوا يی هميشه پر مځکو زياتی جګړی کړی وی ، نو دوی د اوبو سره هيڅ بلديت نه درلود او د اوبو په جګړه کښی يی کومه تجربه هم نه درلوده ٠ نو دوی د جګړی په لومړی مرحله کښی ماتی وخوړله ٠ او له دی امله ( چاوچاو ) د سيند شمالی غاړی ته بيرته په شا لاړ ٠ حال دا چه د ( شوين چوان ) او ( ليو بۍ ) ګډو قواوو د يانګځی سيند په جنوبی غاړه خپل ويښتوب وساته ٠ ( چاوچاو ) له لومړی جګړی نه د عبرت درس واخست اود دی نظامی مشکلاتو د لری کولو دپاره يی هغو دوو جنرالانو( چای ماو ) او ( جانګ يونګ ) ته چه د ( ليو بۍ ) سره د ( جينګ جو) په جګړه کښی ( چاو چاو) ته تسليم شوی ؤ ، امر وکړ چه دغه ځمکنی عسکر په اوبو کښی وروزی ٠ ترڅو دوی د کښتيو په وسيله پر دښمنانو باندی غلبه ومومی ٠ په دی توګه د ( چاو چاو ) عسکرو په اوبو کښی په سختو تمريناتو پيل وکړ ٠ د( وو ) د ملک لوی قوماندان ( جو يوو ) ددی خبر په اوريدو سره دا انديښنه پيدا کړه چه د ( چاوچاو ) غښتلی مځکنی پوځيان به په اوبو کښی هم ښه جګړه وکړی ، نو د ( چاو چاو ) د طبعيت سره سم يی يوه دسيسه جوړه کړه څو چه دغه دوه جنرالان د( چاو چاو ) اعتبار له لاسه ورکړی ٠ په نتيجه کښی ( چاو چاو ) د جاسوسی فعاليتونو په ګناه دغه دوه جنرالان ووژل ٠

د ( وو ) د ملک لوی قوماندان ( جو يوو ) د ( ليو بۍ ) د نظامی مشاور ( جوګه ليانګ ) سره مشوره وکړه چه د ( چاوچاو ) د غښتلو مځکنيو قواوو په مقابل کښی بايد د اور په وسيله د کښتيو جګړه وکړی ٠ نو دوی يو لړ دسيسی جوړی کړی ٠ يوه ورځ ( جو يوو ) خپل جنرالان مخ ته راوغوښتل او ور څخه يی غوښتنه وکړه چه مونږ به په کومه طريقه پر ( چاو چاو ) باندی حمله وکړو ٠ سابقه دار او سپين ږيری جنرال ( هوانګ ګای ) ( جو يوو ) ته وويل چه د ( چاو چاو ) قوت ډير قوی دی ٠ مونږ ور سره مقابله نه شوکولای ٠ نو بايد ور ته خپل سرونه ټيت کړو ٠لوی قوماندان ( جو يو ) ډير په قهرشو او امر يی وکړ چه ( هوانګ ګای ) پر کناټۍ باندی د لرګۍ په واسطه ٥٠ واره سخت ووهل شی ٠ سپين ږيری ( هوانګ ګای ) سخت زخمی شو ٠ هغه په پټ ډول ( چاو چاو ) ته يو ليک وروليږه او پکښی يی ور ته د تسليميدو هيله څرګنده کړه ٠ ورسره په جوخت ( چاو چاو ) ته د ( جو يوو ) له پوځ څخه د خپل جاسوس ليک ورسيد او پکښی يی دا تصديق کړ چه نامتو تکړه جنرال ( هوانګ ګای ) د ( جو يوو ) له خوا سخت وهل شوی دی ٠ نو ( چاو چاو ) باور وکړ چه د ( هوانګ ګای ) خبری جعلی نه دی ٠ نو ډير خوشحاله شو ٠ په دی وخت کښی نامتو نظامی پوه ( پانګ تونګ ) د ( چاو چاو ) مخ ته ورسيد او ( چاو چاو ) ته يی وويل چه ستاسو عسکران د شمال له وچی مځکی نه راغلی دی او د اوبو د جګړی سره بلديت نه لری ٠ نو تاسی بايد له خپلو ٣٠ او يا ٥٠ لويو او وړوکو کښتيو څخه يوه ډله جوړه کړی ، په اوسپنيزو ځينځيرونو دغی کښتۍ سره وتړی او پر دغو کښتيو باندی دی لرګينی تختی ټينګی کړی ٠ ترڅو عسکران لکه پر مځکی باندی په ازاد او ثابت ډول قدم ووهی ٠ ( چاو چاو ) په خوښۍ سره د ( پانګ تونګ ) پيشنهاد ومانه ٠ يوه مشاور ( چاو چاو ) ته خپله انديښنه څرګنده کړه چه که دښمنان د اور په وسيله زمونږ پرکښتيو باندی حمله وکړی ، حتماُ به مونږ سخته ماتی وخورو ٠ ( چاو چاو) په خندا سره وويل چه اوس د ژمی فصل دی او دژمۍ په يخه هوا کښی يوازی د شمال لويديځ له خوا باد لګيږی ٠ او د جنوب ختيځ له خوا باد طبعاٌ نه وی او که دښمنان د اور په وسيله پر مونږ باندی حمله وکړی ، د شمال لويديځ باد د چليدو په وجه به اور ددوی پرخواخپور شی او دوی به پخپله ماتی وخوری ٠

خو دخلکو د اټکل نه بهره او عجيبه پيښه وشوه چه د يولسمی مياشتی د ٢٠ م تاريخ په يخه ورځ کښی د ( يانګ ځی ) د سيند دپاسه ناڅاپه د جنوب ختيځ باد ولګيده ٠ په حقيقت کښی ( جو ګه ليانګ ) يو نجوم پوه هم ؤ ٠ هغه د هوا پيژندنی د علم سره سم له ( جو يوو ) سره يوه دسيسه جوړه کړه ٠ په دی وخت کښی ( چاو چاو ) د ( هوانګ ګای ) يو ليک ترلاسه کړ او پکښی ليکلی ؤ چه په همدی شپه به هغه د عسکرواو بيړيو سره د ( چاو چاو ) کمپ ته ورسيږی ٠ نو ( چاو چاو ) په ټاکلی وخت کښی د جنرالانو په ملګرتيا د خپلی قوماندانۍ د بيړۍ په سر د ( هوانګ ګای ) د راتګ په انتظارکښی ودريد ٠ لږه شيبه وروسته دوی وليدل چه ( هوانګ ګای ) د څه دپاسه لسو وړوکو بيړيو سره د ( چاو چاو ) پر خوا حرکت کوی ٠ ( چاو چاو ) او دده جنرالان دومره خوشحاله شول چه په خپلو جامو کښی نه ځايئدل ٠ کله چه د ( هوانګ ګای ) بيړۍ ( چاو چاو ) ته نژدی شوی ، ناڅاپه په بيړيو کښی قوی اور بل شو او دغو جنګی بيړيو د جنوب ختيځ سخت باد سره سم په ګړندی سره د چاو چاو د کښتيو سره ټکر وواهه ٠ او د سترګو په يوه رپ کښی د ( چاو چاو) جنګی کښتۍ د اور په سمندر کښی ډوب شوی ٠ څرنګه چه کښتۍ يی د ځينځيرونو په وسيله کلکی تړلی وی نو دوی له دی اورنی مصيبت څخه ځان نه شو خلاصولای ٠ او د ( چاوچاو ) جنګۍ کښتۍ په سخت اور وسوځيدی او پوځيان يی د دوو ملکونو د ګډ پوځ د قوی حملی له امله تيت و پرک شول او زيات شمير يی په اور او يا اوبوکښی مړه شول ٠ ( چاو چاو ) د خپلو جنرالانو په حفاظت سره په تلوار سره د قوماندانۍ د بيړۍ څخه د سيند غاړی ته پورته شو ٠ خو د غلودانو ګدامونه يی هم د ( جو يوو ) د عسکروله خوا په اور وسوځول شول ٠ په دی توګه د ( چاو چاو ) غښتلی پوځيان پوره ريزمريز شول او ( چاو چاو) په ډير شرم سره بيرته شمال ته وتښتيد ٠

د ( چه بی ) په جکړه کښی ( شوين چوان ) او ( ليو بۍ ) پوره او لوی بری ترلاسه کړ ٠ نو له دی برکته ( شوين چوان ) د يانګځی سيند په سواحلو کښی خپل تسلط ښه ټينګ کړ او ( ليو بۍ ) ددی فرصت څحه په استفادی سره د ( جينګ جو ) زياتره برخه له ( چاو چاو ) څخه بيا واخستله ٠ او په دی توګه ( چاو چاو ) ، ( شوين چوان ) او ( ليو بۍ ) دريواړه د چين په ارته خاوره کښی برابر مقام قايم کړ ٠

د( چه بی ) په ځای کښی ددی اورنی جګړی په باب زياتی کيسی پاتی شوی مثلاُ ( هوانګ ګای ) د ( جو يوو ) د سختو وهلو نه وروسته ( چاو چاو ) ته د جعلی تسليم په باب کيسه د خلکو له خوا د بدنی ظلم د زغملو په باب دسيسه وبلل شوه ، او ( پانګ تونګ ) اصلاُ د ( جو ګه ليانګ ) ښه دوست ؤ ٠ د ځنځيرونو په وسيله د بيړيو د تړلو په باب د ( پانګ تونګ ) پيشنهاد چه په پای کښی د ( چاو چاو ) پوځيان په دی اورنی مصيبت کښی ويجاړ شول ، د خلکو له خوا د کړۍ په کړۍ د نيرنګ په توګه وبلل شو ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9