CRI Online
د چين د لرغون پيژندنې کشف

د چين د قديمي زمانې د وريښمو لاره

د څه د پاسه دوه زره کاله نه دمخه په چين کې د وريښمو د لارې په نامه د سوداګري لرغوني لاره پرانستله شوې وه چه په نړۍ کې ډير شهرت لري ٠ دغه لاره د چين او اروپايي ، اسيأيي او افريقايي هيوادونو ترمنځ د پل په توګه د ختيځو او لويديځو خواوو ترمنځ د سوداګري ، کلتوري او تمدنونو ترمنځ د تبادلې او تګ راتګ د پرمخبيولو له پاره مهم خدمتونه تر سره کړي دي ٠

د وريښمو لاره د چين په قديمي زمانه کې د منځني اسيأ له لارې جنوبي او لويديځې اسيأ ، اروپا او شمالي افريقې ته د تللو له پاره يو تجارتي لاره ګڼل کيده ٠ له دي امله چه په هغه وخت کې د چين زياته اندازه ورښيم او وريښمين توليدات له دي لارې لويديځې خوا ته حمل و نقل کيدل ، نو دغه لار ه د وريښمو د لارې په توګه ونومول شوه ٠ د لرغون پيژندلو په بهير کې دا وموندل شو چه نوموړي لاره د ميلاد نه د مخه د لومړني پيړۍ يعني د چين د هان د سلسلې په دوره کې رامنځته شوې وه ٠ په هغه وخت کې د وريښمو د لارې له جنوبي خوا څخه اوسني افغانستان ، ازبکستان ، ايران او حتي د مصر اليکزاندي ښار ته رسيدله ٠ د نوموړي لارې له بلې خوا څخه د پاکستان او د افغانستان د کابل له لارې د فارس خليج ته رسيدله چه د کابل له جنوبي خوا څخه هم د اوسني پاکستان کراچي ښار ته هم غزيدلي وه او په دي ترڅ کې د سمندر له لارې فارس او روم ته غزيدلي وه ٠   

د ميلاد نه د مخه له دوهمې پيړۍ نه د ميلاد تر دوهمې پيړۍ پوري د وريښمينې لارې په اوږدو کې له لويديځې خوا څخه ختيځې خوا ته د رسيدو په لاره کې څلور قديمي مملکتونه پراته ؤ چه پکې د اروپا روم ، د جنوبي اسيأ پارزيا ، د منځني اسيأ کوشيانيانو ،او د ختيځې اسيأ د چين د هان سلسله شامل ؤ ٠ نوموړي ورښمننه لاره د نوموړو څلورو مملکتونو ترمنځ د تمدنونود مستقيمې تبادلې له پاره مهم رول لوبولي او په دي هکله متقابل تاثيرات يي رامنځته کړي دي ٠

د چين په اړوندو قديمي اسنادو کې ليکل شوي چه په هغه وخت کې يو شمير نباتات لکه غوز ،تور مرچ ، ګازري او داسي نور له لويديځي خوا څخه چين ته داخل شوي دي ٠ د ميلاد له اومې پيړۍ نه تر نهمې پيړۍ پوري يعني د چين د تان د سلسلې په دوره کې د وريښمو په لاره کې تجارتي تګ راتګ ډير تود ؤ ٠ د لويديځې خوا ارزښناک مرغان، خناور ،جواهر ،شيشه يي سامانونه ، د سرو زرو او سپين زرو سکې او د لويديځې او منځني اسيأ ميوزيک ، نڅاوي ، خواړه ، جامي او داسي نور شيان په پر پسي توګه چين ته داخل شول ٠ دغه راز په عين وخت کې د چين توليدي شيان او تخنيکونه هم د وريښمينې لارې څخه بهر ته خپاره شوي دي ٠ لکه وريښم ، د کاغذ د جوړلو او د چاپ تخنيکونه ، چيني باب ، باروت ،قطب نما او داسي نور شيان د نړۍ بيلا بيلو ځايونو ته استول شوي او د نړيوالو د تمدنونو د پرمختيا له پاره يي ستر خدمتونه تر سره کړي دي ٠

د مالونو د تجارت د پرمختيا په عين وخت کې د وريښمينې لارې څخه د بيلا بيلو هيوادونو ترمنځ کلتوري تګ راتګ او تبادلې هم ډير زياتې شوي دي ٠ دغه راز بودايي دين چه د نړۍ له درو لويو مذهبونو څخه شميرل کيږي ، د چين د سي هان د سلسلې په اخري موده کې د ميلاد نه د مخه ( ٢٠٦ __٢٢٠ کال ) چين ته داخل شو ٠ همداشان د چين د شينجيانګ د کزل په غارونو کې چه په دريمه پيړۍ کې وکيندل شول ، نژدي د لسو زرو مربع مترو ديوالي تصويرونه ساتل شوي او له دغو تصويرونو څخه ښودل شوي چه بودايي دين لومړي له هند څخه چين ته خپور شوي دي ٠ د اټکل له مخې بودايي دين له هند څخه د ورښمينې لارې په واسطه د چين د شينجيانګ کزل ته داخل شو او بيا د چين د ګان سو ولايت د دون هوانګ له لارې د چين مرکزې ځايونو ته داخل شو ٠ لکه د چين د دون هوا نګ په غارونو او د لو يانګ د لونګ من په غارونو کې چه د نامتو او مشهور د بودايي مذهبي غارونو په توګه تر اوسه پوري ساتل شوي ، د ختيځې او لويديځې خواوو هنري سبک موجود دي ٠ اوس نوموړي غارونه ټول د نړۍ کلتوري ميراث په توګه ټاکل شوي دي ٠

د ميلاد د نهمې پيړۍ نه وروسته د اروپايي او اسيأيي لويو وچو د سياسي او اقتصادي جوړښت په بدليدو سره په تيره بيا د بحر پيمايي د تخنيکونو په پرمختيا سره په تجارت کې د سمندري حمل ونقل رول ورځ په ورځ ښکاره شوي دي ٠ نو په دي اثر نوموړي لرغوني مځکني تجارتي لاره ورو ورو خپل ارزشت له لاسه ورکړ چه تر لسمې پيړۍ وروسته د چين د سونګ د سلسلې په دوره کې نومړي وريښمينه لاره نژدي بي کاره شوه ٠

د وريښمو دغې لرغوني لارې د نړۍ د تمدنونو د پرمختيا په بهير کې مهم رول لوبولي دي ٠ د وروستيو کلونو نه راهيسي د ملګرو ملتو د يونسکو سازمان د وريښمينې لارې د څيړنې په باب نوي پلان جوړ کړي او په دي هکله يي د ختيځو او لويديځو خواوو ترمنځ د ديالوګ او تبادلي له پاره زمينه مساعده کړې ده٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17