CRI Online
د چين د لرغون پيژندنې کشف

د سي سيا د سلسلې د شاهي هديرې په هکله لرغون پيژندنه

د سي سيا د سلسلې شاهي هديره د چين د شمال لويديځې خوا د نين سيا د حوي قوم په خودمختاره سيمه کې واقع ده ٠ د دغې هديرې د لرغون پيژندنې کار په شلمه پيړۍ کې پيل شوي او د چين د ملي اقليتونو د لرغون د پيژندنې په تاريخ کې يي مهم مقام نيسي ٠

د اووسوو اويا کالو نه مخکې د چين په تاريخ کې دري سلسلې موجودي ؤ ي چه په جلا جلا توګه د چين په منځني ، شمال ختيځې او شمال لويديځې خوا کې واقع ؤي او په جلا توګه د سونګ ، لياو او دا سيا يعني د سي سيا په نامه نوميدي٠

سي سيا د يو خپلواک مملکت په توګه خانګړي ژبه او خطونه لري ، خو له بده مرغه د ميلاد په ١٢٢٧ کال کې د مغولو د چنګيز فوځ تر حملې لاندې يي له منځه يووړل شول ٠

د تيري پيړۍ د اومې لسيزې په لومړنيو وختونو کې په چين کې د سي سيا د سلسلې د شاهي مقبرې بقايا کشفه شوې او له دي نه وروسته په ديرش کالو کې د چين لرغون پيژندونکو د نوموړي مقبرې په نسبت څو څو ځله تحقيقات ، پلټنه او کيندنه وکړه ٠

نوموړي شاهي هديره په شاړه صحرايي مځکه کې واقع ده چه عمومي مساحت يي پنځوس مربع کيلو مترو ته رسيږي چه په دي هديره کې د هديرې نهه باغونه او د څه د پاسه د دوو سوو پنځوسو تنو اړوندو شاهي غړو مقبرې شاملي دي ٠ دغه هديره د پيمانې له لحاظه په چين کې تر ټولو نه لويه او تر اوسه پوري يي ډير ښه ساتل شوي هديره ګڼل کيږي ٠

د سي سيا د سلسلې په شاهي هديره کې د هديرې څلي په نړۍ کې د ختيځې خوا دهرم په نامه شهرت لري ٠ د دوه زريم کال د اپريل په ديرشمه نيټه د چين لرغون پيژندونکو د دريم لمبر د هديرې د کيندلو او پاکولو په وخت کې سينګار يو ډول شيان کشف کړل چه مخ يي د انسان دي خو بدن يي مرغه ته ور ته دي ٠ وروسته د لرغون پيژندونکو د څيړنې له مخې دغه ډول د سينګار شيان د بودايي دين د وداني د سينګار شيان دي چه د جنت د مرغه څرګندوي دي ٠

د سي سيا د سلسلې له شاهي هديرې څخه يو سلو څلويشت زره ګاډري تختي، دوه سوه د وداني أرايشي شيان او نور تاريخي أثار وکيندل شول ٠ د لرغون پيژندونکو په نظر د سي سيا د سلسلې شاهي هديره د چين د قدمې زماني د هان قوم د شاهي هديرې ښې تجربې راجلبې کړي او په عين وخت کې د بودايي دين تر زياتې اغيزې لاندې وه ٠ په دي وجه د سي سيا د سلسلې شاهي هديره ځانګړي خاص ساختماني سبک لري او د چين د هديرو په تاريخ کې يي ډير مهم مقام نيولي دي ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17