CRI Online
د چين د لرغون پيژندنې کشف

د شان سي د فا من د معبد په هکله لرغون پيژندنه

د فا من معبد د چين د شان سي ولايت د فو فونګ په ولسوالي کې واقع دي او هغه ډير مشهور معبد ګڼل کيږي چه د ساکياموني هډوکې پکې ايښودل شوي دي ٠ د ١٩٨٧ کال په اپريل کې د چين لرغون پيژندونکو د نوموړي معبد د بودايي برج د بيا ودانولو په وخت کې کشف کړه چه د برج تر بنسټې ډبرې لاندې يو تونل شته او په کې ډير ارزښناک تاريخي اثار پټ شوي چه دا کار په هغه وخت کې د ټولې نړۍ د ډيرې توجه وړ مسئله وګرزيدله او د چين د شان سي ولايت د چنګ د سلسلې د عسکرو او أسونو د مجسمو د کشف نه وروسته يو بل ستر کشف ګڼل کيږي ٠

د فا من معبد د نوموړي ولايت د فو فونګ په ولسوالي کې واقع دي چه نوموړي ولسوالي د سي ان ښار لويديځې خوا ته يو سلو شل کيلو متره فاصله لري ٠ د چين د بي وي د سلسلې په دوره کې ( د ميلاد د ٤٩٩ کال په شاخوا کې ) د نوموړي معبد په جوړيدو پيل و شو ، د ميلاد په اومه پيړۍ کې د تان د سلسلې په دوره کې د تان د امپراطوري حکومت د زياتو مالي او بشري قواوو په اچولو سره نوموړي معبد پراخ او ودان کړ او د څلير ويشتو د انګړونو لرونکي يو لوي معبد يي رامنځته کړ ٠ په هغه وخت کې په نوموړي معبد کې د راهبانو شمير څه د پاسه پنځو زرو تنو ته رسيدلي ؤ ٠

د بودايي دبن په مقدس کتاب کې ليکل شوي چه د لرغوني هند پاچا ايو د بودايي قانون د پراخولو له پاره د نړۍ په بيلا بيلو ځايونو کې څلور اتيا زره بودايي برجونه جوړ کړي چه په دي کې نولس يي په چين کې دي چه د فا من معبد له نوموړو معبدونو څخه دي ٠ د چين د اړوند تاريخي کتاب د ثبت له مخې د تان د سلسلې په دوره کې اتو تنو امپراطورانو څو څو ځله دهرکلي د مراسمو په جوړولو سره په شاهي ماټې کې د ساکياموني د هډوکو عبادت کړي ؤ ٠ خو وروسته د جګړو ، زلزلو او نورو مصيبتونو له امله دغه معبد ويجاړ او له منځه ولاړ ٠

تر نوموړي معبد لاندې مځکني ماڼې يو ويشت اعشاريه څلور متره اوږدوالي لري او مساحت يي يو ديرش اعشاريه اته څلويښت مربع مترو ته رسيږي٠ په دي ماڼې کې د تان د سلسلې د دورې زيات تاريخي اثار ، د سرو زرو او سپين زرو سامان الات ، قيمتي ډبري ، شيشه يي او چيني باب ساتل شوي دي چه شمير يي تقريبأ نهو سوو ته رسيږي ٠ دغه کشف د چين په د ننه او بهر کې د بودايي دين په محافلو او د نړۍ په کلتوري تاريخ کې يو لوي کار ګڼل کيږي ٠

بر سيره پر دي تر مځکې لاندې په نوموړي ماڼۍ کې د تان د سلسلې د دورې بيلا بيل رنګا رنګ او ځلاند ورښمين منسوجات هم کشف شوي دي چه د اندازې ، شکلونو او ارزښت له لحاظه يي تر ټولو نه زيات او اوچت دي ٠ نو نوموړي ماڼۍ د چين د تان د سلسلې د وريښمينو منسوجاتو خزانه ګڼل کيږي ٠

همداشان په نومړي ماڼۍ کې هم د سرو او سپين زرو او د شيشه يي څو سوه بيلا بيل ډولونه ښکلي سامان الات کيندل شوي دي ٠ د نوموړو کيندل شويو ډير ارزښناکو اثارو د ساتنې او نندارې له پاره په محلي ځاي کې اړوند موزيم جوړ شوي دي ٠ دغه راز د چين د تاريخي اثارو د ساتنې اړوندو کارپوهانو هم د المان له لرغون پيژندونکو سره په همکارۍ د مترقي تخنيکونو څخه په استفادې سره نوموړي وريښمين منسوجات تر ښې ساتنې لاندې راوړي دي ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17