CRI Online
د چين د لرغون پيژندنې کشف

د چين د لومړی امپراطور له هديرې څخه د مسی کراچی او اسانو د ايستل کيدو په باب معلومات

د چين د لومړنی امپراطور يعنی د ٌ چن ٌ د سلسلې د امپراطور اينګ جنګ له هديرې څخه د عسکرو او اسونو د خاورينو مجسمو له ايستل کيدو نه شپږ کاله وروسته په ١٩٨٠ کال کښی د چين لرغون پيژندونکو له دې هديرې څخه د کراچی او اسونو مسی مجسمې هم کشف کړی چه يو ځل بيا يی نړيوال ورته حيران کړل ٠

لرغون پيژندونکی ښاغلی يانګ سيو ده تر هر چا نه لومړی نوموړی دولتی قيمتی شيان پيدا کړل٠ په هغه وخت کښی ده د امپراطور اينګ جنګ د قبر له شاوخوا ديوال څخه په شل مترۍ کښی د څيړنې دپاره برمه کوله، ناڅاپه يی وليدل چه د مځکې تر مخ لاندی له اووه مترۍ څخه په ايستل شويو خټو کښی د يوه ګوته په لويوالی طلايی دانه موجوده وه٠ کله چه هغه طلايی دانه د لرغون پيژندنی د برمه کارۍ مشر چينګ شوې هوا ته ورکړه ، ښاغلی چينګ شوې هوا ډير خوشحال شول او حتی لاسونه يی ولړزيدل٠ ځکه چه د دا ډول اثارو د پيدا کيدو څخه دا څرګنديدله چه د کراچيو او اسونو هغې مسی مجسمی چه لرغون پيژندونکی د هغو د پيداکولو دپاره ډير زيات کوششونه کړی ژر به پيدا شی٠

د کراچيو او اسونو د مسی مجسمو د کشفولو کار د متخصصانو تر لارښوونې لاندی په بااحتياطه توګه پرمختګ کاوه او د يو مياشتنی کيندنې په نتيجه کښی دا زيری ورکړ شو چه تر مځکې لاندی په اووه اعشاريه اته مترۍ کښی د دووکراچيو، اتو اسونو او دوو کراچی چلوونکو مسی مجسمې موجودی دی٠

د مسی کراچيو او اسونو له ليدل کيدو نه وروسته له خاورو څخه د هغو ايستل يو مشکل کار ؤ، متخصصانو په دی باره کښی دقيق پلان جوړ کړ او د سختو کوششونو له لاری يی دغه مسی کراچی او اسونه له خاورو څخه جلا کړی او په ډير احتياط سره يی راوايستلی٠

د دوو کالو له ترميم نه وروسته نوموړی قيمتی تاريخی اثار په موزيم کښی کيښودل شوی او په دی توګه د نوموړو اثارو په ليدو سره نړيوال حيران شول٠

د نوموړو مسی کراچيو او اسونو لوی والی د ژوندی اس او رښتيانی کراچی له نيمې برخې سره برابر دی، خو ډير ښکلی دی ، د جوړونې تيکنالوژۍ يی ډيره لوړه ده او حتی د جوړونې ځينی طريقې يی د اوسنيو عالمانو دپاره لا هم نامعلومې دی٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17