CRI Online
د چين د لرغون پيژندنې کشف

د سان سينګ دوي لرغون پيژندنه

له دي امله چه چين پراخه مځکه لري ، په لرغوني زمانه کې داسي حالت کې ډير ليدل کيدل چه په يوه دوره کې د قبائلو په شکل ډير کوچيني مملکتونه موجود و ٠ د لرغوني زمانې د شوپه نامه د مملکت تمدن چه د چين د اوسني سه چوان په ولايت کې واقع و ، د تيرې پيړۍ په اومه لسيزه کې کشف شو او په نړۍ کې د زياتې توجه وړ سبب وګرځيد٠

د سان سينګ دوي بقاياوي د چين د سه چوان ولايت د ګوان هان په ښار کې واقع دي چي نژدي پنځه زره کلن تاريخ لري ٠ په ١٩٨٦ کال کې د نوموړو بقاياوو د کيندلو په وخت کې څه د پاسه يو زر ډير ښکلي او ارزښناک تاريخي اثارو وکيندل شول ٠

د نوموړي بقاياوو د کيندلو په وخت کې يو زيات شمير مفرغي انساني نقابونه تر لاسه شول ٠ مخکې له دي نه که څه هم د حه نان ولايت په سيمه کې هم ډير ښکلي مفرعي سامان الات کيندل شوي و چه پکې د شرابو اوښي او نور سامان الات شامل دي ، مګر انساني نقابونه پکې نه ؤ ٠ د نوموړو انساني نقابونو شکل دا دي چه وريځي يي غټې، سترګي يي لويي ، پوزه يي جګه او شونډي يي پنډي ښکاري ٠ دغه ډول مخ د محلي ځاي د اوسنيو خلکو سره بيخي توپير لري ٠

د نوموړو بقاياوو د کيندلو په وخت کې د انسان په شکل يوه جګ مفرغي مجسمه هم وکيندله شوه چه د بدن جګوالي يي يو سلو اويا ساتني متره دي چه په نړۍ کې د ساتل شويو انساني مفرغي مجسمو نه ډيره جګه مجسمه دي ٠

د انسان دنقابونو او مجسمو نه پرته په نوموړو بقاياوو کې هم د سرو زرو امسا، مفرعي ونې ، عاج او داسي نور ارزښناک اثارو وکيندل شول ٠ د سرو زرو پر عصا باندې هغه ښکلي تصوير حکاکي شوي چه دوه مرغان مخ په مخ او دوه کبان شا په شا ولاړ دي ٠ مفرغي ونه په دي ډول ده چه جګوالي يي نژدي څلور متره دي او لاندني ، منځني او پاسني دري برخو او نهو شاخونو ويشل شوي او د هرې شاخې د پا سه يو مرغه ناست دي ٠ د څيړنې له مخې دغه مرغه عادي مرغه نه دي بلکه د لمر په نمايندګۍ رب النوع مرغه دي ٠

د اړوندو کارپوهانو د څيړنې له مخې د سين سينګ دوي له بقاياوو څخه کيندل شوي زياته اندازه مفرعي سامان الات د لرغوني زمانې د شوپه نامه د مملکت د کلتور د ژورې اغيزې نښه بلل کيږي ، خو له بلې خوا يي هم د لويديځې اسيأ او د نورو سيمو کلتوري خصوصيتونه هم لري ٠ له نوموړو کيندل شويو اثارونو څخه څرګنده شوي چه په هغه وخت کې د شو مملکت او د شاوخواو هيوادونو حتي د لا ليري ځايونو ترمنځ تجارتي تګ راتګ موجود ؤ ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17