CRI Online
د چين د لرغون پيژندنې کشف

د مايجي د غرونو غار او د لو يانګ د لونګ من غار

د مايجي په نامه د غرونو غار د چين د شمال لويديځې خوا د ګان سو ولايت د تيان شوي جنوب ختيځې خوا ته په پنځه څلويښتو کيلو مترۍ غرونو کې واقع دي او جګوالي يي څه د پاسه يو سلو پنځوس متره د ي ٠ د تاريخي اسنادو د ليکنې له مخې د نوموړي غار کيندل د ميلاد نه د مخه په دريمه پيړې کې پيل شو او د غرونو د ديرش او اويا مترو په جګوالي کې د بوايي مجسمې په حکاکي هم په همدي موده پيل شوي دي ٠

د بودايي مجسمو غارونه طبقه په طبقه کيندل شوي او ډير لوي ښکاري ، په دي غارونو کې يو سلو څلور نوي خاورينې بودايي مجسمې ، اوه زره ډبريني بودايي مجسمې ، د يو زرو درو سوو مربع مترو ديوالي تصويرونه ساتل شوي دي ٠ نوموړي أثار د چين د وي ، جو ، سوي ، تان ، سونګ ، يوان ، مين او چن د بيلا بيلو سلسلو په دورو کې رامنځته شوي دي ٠ بر سيره پر دي په نوموړو غارونو کې د ريښتيانينو انسانانو په شان مجسمې هم شته چه شمير يي څو زرو ته رسيږي او ونې يي هم د انسان په شان جګوالي لري چه پکې د رهبانو ، بودا ګانو او ماشومانو مجسمې شامل دي ٠ له دوي څخه ځيني يي داسي څرګنديږي چي لکه خبرې کوي او ځينې يي خاندي ، د مجسمو څيري يي بيلا بيل احساسات او شکلونه لري ٠ نوموړي مجسمې د چين د بودايي دين د تاريخ ، د تاريخ شناسي ،د لرغون پيژندنې ، د ولسي دودونو د څيړونو له پاره مهم شواهد او اسنادبرابر کړي دي ٠ له دي امله چه نوموړي غارونه په لويو غرونو او ځنګلونو کې پراته دي ، نو د تاريخ د جنګونو د اور تر ځپنې لاندې نه ؤ راوستل شوي او تر اوسه پوري ښه ساتل شوي دي ٠

د هه نان د لونګ من غارونه د چين د هه نان ولايت د لو يانګ ښار د جنوبي خوا د يي حه د سيند په دواړو غاړو کې واقع دي چه د لو يانګ ښار له جنوبي خوا څخه ديارلس کيلو متره دي ٠ په دي ځاي کې منظره ډيره ښکلي ده او په شنو ونو او چمنونو کې ډير معبدونه ولاړ دي ٠ د لونګ من غارونه د شمالي وي د سلسلې په دوره کې په ميلادي کال ٤٩٣ کې رامنځته شوي او د څلورو سوو کالو په موده کې د بيلا بيلو سلسلو له خوا جوړ شوي دي او غارونه يي څه د پاسه دوو زرو درو سوو او بيلا بيلې مجسمې يي سلو زرو ته رسيږي ٠ بر سيره پر دي نور څلويښت بودايي برجونه او په غرونو کې ډير ښکلي ديوالي تصويرونه هم شته ٠

نوموړي لرغوني او رنګا رنګ هنري اختراعات او مجسمي د چين د قديمې زمانې د تاريخ او هنر د څيړنې له پاره ډير ارزښناک او مهم اسناد برابر کړي دي ٠ د ګو يانګ غار د نوموړو غارونو څخه تر ټولو نه لومړي کيندل شوي ؤ او پکې ساتل شوي بيلا بيلې مجسمې او تصويرونه ډير ښکلي او شکلونه يي رنګا رنګ دي ٠ بر سيره پر دي د بنګ يانګ غار د ميلاد په پنځه سووم کال کې کيندل شوي او د څلير ويشتو کالو نه وروسته په پنځه سوه در ويشتم کال کې بشپړ شو ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17