CRI Online
د چين د لرغون پيژندنې کشف

د اين سوي په نامه د قديمي ښار بقايا او د لاک پر کاسه باندې حکاکي شوي خط

چين تمدن څو زره تاريخ لري ٠ نو ترمځګې لاندې ښخ شوي او پاتي شوي قديمي أثارو يي ډير غني دي ٠ د تيرې پيړۍ له پيل نه د معاصر لرغون پيژندونکي د نړۍ له لويديځې خوا نه چين ته داخل شول او له هغه وخت نه وروسته په چين کې د لرغون پيژندنې په هکله ډير ستر کشفيات رامنځته شوي دي ٠

د چين د منځني خوا د حه نان ولايت د ان يانګ په ښار کې د ا ين سوي په نامه د قديمي ښار بقايا پرتي دي چه مساحت يي تقريبأ څلير ويشت مربع کيلو متره دي او په نړۍ کې ډير شهرت لري ٠ د تاريخي اسنادو له مخې د ميلاد د مخه په څوارلسمه پيړۍ کې د شان د سلسلې امپراطور پان ګن خپل پايتخت د چين د ننني شان تونګ ولايت له چوي فو ښار نه ان يانګ ته و ليږدوه ، او وروسته په نژديو درو سوو کالو کې نوموړي ځاي د شان د سلسلې سياسي ، کلتوري او اقتصادي دايمي مرکز ؤ ٠ د ميلاد نه د مخه په ١٠٤٦ کال کې د شان د سلسلې وروستي امپراطور ځو د جو وو وانګ له خوا له منځه يووړل شو ٠ له دي نه وروسته دغه ځاي ويجاړ او په بقايا بدل شو ٠ له دي امله چه په تاريخ کې د شان سلسله هم د اين سلسله ګڼل کيده ، نو نوموړي ځاي ته د اين سوي بقايا وايي ٠

  د نوموړي بقايا ور کشف او کيندل په شلمه پيړۍ ګې د لرغون پيژندنې په هکله په چين کې تر ټولو نه لوي او مهم کشف ګڼل کيږي ٠ د کيندلو په بهير کې د لاک هغه کاسه چه ور باندې خطونه حکاکي شوي ، د مفرغي سامانونو په شمول زيات تاريخي أثرونه وکيندل شول ٠

  

د لاک پر کاسه باندې حکاکي شوي خطونه

د لاک پر کاسه باندې حکاکي شوي خطونه ډير قديمي خطونه ګڼل کيږي ٠ د چين د شان د سلسلې په دوره کې امپراطور د هر کار د تر سره کولو نه دمخه بايد فال بيني کوله او د لاک کاسه ددي کار له پاره تر استفادي لاندي وه ٠

د لاک د کاسې يا د نورو ځناورو د هډوکو د استعمالولو نه د مخه بايد لومړي نوموړي کاسه او هډوکې پاکې کړاي شي او فال بين بايد خپل نوم ، د فال بيني نيټه او د فال بيني د منونکي پوښتنې ور باندې حکاکي کړي او د اور د پاسه يي وسوزوي ، بيا يي د هډوکو د ترک د درزونو د لارې سره سم تحليل کړي ٠

اوس د اين سوي په نامه په بقاياوو کې ټول شپاړلس زره نوموړي هډوکې کيندل شوي ، د احصايي له مخې په نوموړو هډوکو کې حکاکي شوي خطونه څه د پاسه څلورو زرو ته رسيدلي چه په دي جمله کې دري زره خطونه د اړوندو کارپوهانو تر څيړنې لاندې راغلي او نوموړو کارپوهانو د څه د پاسه يو زرو خطونو د پيژندنې په هکله د نظريو يووالي ته رسيدلي دي ٠ د دغو يو زرو خطونو د پيژندنې له لارې د شان د سلسلې په دوره کې د سياسي ، اقتصاي او کلتوري او د نورو حالاتو په باب معلومات تر لاسه شوي دي ٠

دنوموړو خطونو د څيړنې په باب تر ټولونه مخکني خاص اثار په ١٩١٣ کال کې چاپ شوي او د ليو ار له خوا ليکل شوي ؤ ٠ بر سيره پر دي د چين نامتو او مشهور تاريخ پوه او اديب ښاغلي ګو مو ژو په ١٩٢٩ کال کې تر دي عنوان لاندې چه د لاک پر کاسه باندې د حکاکي شوي خطونو په باب څيړنه ، يو کتاب چاپ کړ چه دا هم د نوموړو خطونو د څيړنې په هکله يو ستر او مهم اثر په توګه ګڼل کيږي ٠ دغه راز اوس په دي هکله د بيجينګ د پوهنتون پروفيسر چيو سي ګوي او د چين د تاريخ د څيړنې د انستيتيوټ پروفسر لي سوي چن د نوموړو خطونو د څيړنې په هکله ډير تکړه او مشهور دي ٠

په دي نژديو کلونو کې په چين کې د لاک هغه کاسه هم کشف شوي چه د سي جو د سلسلې په دوره کې رامنځته شوي او د شان د سلسلې په نسبت لا مخکي ؤه ٠ خو پر نوموړې کاسې باندې حکاکي شوي خطونه ډير لږ دي ٠ نو د شان د سلسلې په دوره کې رامنځ ته شوي نوموړي خطونه ډير ارزښت لري ٠ د څه د پاسه اويا کالو نه راهيسي د اين سوي په نامه په بقايا کې لرغون پيژندونکو جملتأ پنځوس ويجاړي شوي قديمي شاهي ماڼې ، معبدونو ، دوه لس شاهي مقبرې ، د اشرافو او عادي اوسيدونکو څو زر مقبرې او په زياته اندازه مفرغي ساماالات ، خاورينې لوښې ، د هډوکو ساماالات او داسي نور شيان کشف شوي دي ٠ له دغو شيانو څخه د چين د لرغوني زماني ټولنه رابربنده شوې ده ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17