CRI Online
ارباب

د چين په ولسي نقاشۍ کي ارباب لومړي برخه

په لرغوني زمانه کي د چين هر ښار د اوبو څخه د ډک خندق لخوا احاطه کيده څو چه د ښار د اوسيدونکو امنيت وساتل شي ، البته لومړي شرط يي دا و چه بايد د رب تر ساتنې لاندي وي چه په دي وجه د ښار رب رامنځته شو . د تاريخي اسنادو لمخې د ښار رب لومړي د ښار د دفاع دپاره د جوړ شوي خندق څخه را پيدا شو چه په چين کي د ښار د رب لومړي معبد په دوه سوه نهه ديرشم کال کي د چين د ختيځ ښار وو هو کي جوړ شو .

د مين د سلسلې لومړي امپراطور جو يون جان چه دغه سلسله له ديارلسو سوو اته شپيتم نه تر شپاړس سوه څلور څلويښتم کال پوري وه ، خلکو ته بلنه ورکړه چه د ښار په رب باندي عقيده ولري . څرنګه چه د ښار رب د دوزخ د ربانو مشر دی ، نو د ښار د رب په معبد کي د ښار د رب په دواړو خواوو کي د قاضی او ډول ډول شيطانانو مجسمې ولاړې دي . هر کال د پسرلي ، مني او ژمي په فصل کي په ښار کي د خوشحاليو داسي ولسي فعاليت او مراسم پر ځاي کيږي چه د ښار د رب مجسمه د غښتلو سړو لخوا په پورته کولو سره په ښار کي ګرزي .

په تصوير کي د ښار داسي رب ليدل کيږي چه ږيره لري او رنګونه يي هم ډير ښکلي دي چه د چاپولو ښه فن يي څرګندشويدی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11