د دي په نامه اوپرا
د دي په نامه اوپرا اوس د چين په جنوب لويديځ کې د ګوي جو د ولايت په زياتو ځايونو کې ښودل کيږي ٠په تيره بيا د ان شون په سيمه کې نوموړي اوپرا ډيرننداره چيان لري ، د هرکال د چين د عنعنوي پسرلي اختر په ورځو کې د ان شون په کليوالي سيمو کې د دي په نامه اوپرا ليدل کيږي ، په نوموړي اوپرا کې اکثرأ د جګړو منظرې ليدل کيږي ، او په اوپرا کې لوبغاړي هم د جنرالانو په څير ننداره کوي ٠
(تصوير : نندار شوی د دی په نامه اپرا)
لوبغاړي پر مخ باندې د لرګيو څخه جوړشوي راز راز ماسکونه کوي چې د بيلابيلو شخصيتونو نمايندګي کوي ٠ نوموړي ماسکونه په ډير دقت سره حکاکي شوي اوپه ډول ډول رنګونو رنګ شوي دي ٠
تصوير : د يو تور مخ جنرال رول
|