د شان دونګ د څاو په ولسوالي کي د کاغذ په واسطه جوړ شوي وسايل
عموما د کاغذ څخه جوړي شوي شيان مثلا أسونه ، د ژوند وسايل او يا کورونه د عبادت کولو او ښخولو په مراسمو کي استعماليږي او په پاي کي سوزي ، دغه خرافات زياتو کلونو نه دمخه رامنځته شول ، خو د کاغذ په واسطه د وسايلو د جوړولو صنف راپيدا شو . د ختيځ چين د شان دونګ ولايت د څاو ولسوالي د عبادت دپاره د کاغذ په واسطه د جوړ شويو وسايلو نه پرته په محلي اوپراګانو کي د اکټورانو د جوړولو په برخه کي ډير شهرت لری چه د دغو اکټورانو سرونه عموما په خاورو او کالي يي په رنګينو کاغذونو جوړيږي او د دوو درو اکټورانو څخه د يوې اوپرا يوه پرده ترسيميږي .
لومړی نقشی لرغونی کيسه راهب لو جه شن جنرال لين څون ته نجات ورکړ
توريالي جنرال جانګ في دريمه نقاشی د موږک د لور واده
په څلورمه نقاشي کي توريالي جنرال جانګ في ليدل کيږي چه د چين د څلورو لرغونو مشهورو ناولونو څخه د درو ملکونو په نامه په ناول کي تمثيليږي . جوړونکي په چابک ډول د کاغذ په واسطه د جانګ في زړه ور طبع څرګندوی . په نقاشي کي ليدل کيږي چه جانګ في په لاس توره نيولې او له څيرې څخه يي ډيره کرکه څرګنديږي .
لو جه شن هم د چين د څلورو لرغونو مشهورو ناولونو څخه د جهيل د غاړې په نامه په ناول کي يو داسي راهب دی چه د زړه ورتيا او صراحت خاوند دی او د ظالمانه قدرت څخه ډير نفرت کوي او په بزګري قيام کي يو مهم جنرال و .
په دوهمه نقاشۍ کي هغه پيښه ترسيميږي چه راهب لو جه شن جنرال لين څون ته نجات ورکړ چه د ناوړه اشراف زاده د تهمت له امله له يايتخت څخه بل ځاي ته د تبعيدپه لاره کي په يو ځنګل کي د سوقصد سره مخامخ شو . په نقاشي کي راهب لو جه شن په حساسه موقع کي په امسأ په دوو عسکرو باندي ګوزار وکړ .
|