د چين په ولسي نقاشي کي ارباب شپږمه برخه
ګوان يين د رحمت بودا په نامه ياديږي او د څلورو لويو بودايانو څخه عبارت دی ، چين ته د بوديزم د خپريدو نه وروسته د ګوان يين بودا پيروان ډير دي .
په بوديزم کي بودا تل ژوندی دی او دايمي جنس نه لری او د اړتياوې سره سم بدليږي . مګر د تانګ سلسلې نه وروسته د ګوان يين بودا په ښځينه بودا بدله شوه او د خلکو په عقيده ګوان يين د نيکمرغۍ د رسولو ، د مصيبتونو د ليري کولو او د ماشوم د رسولو او حمايت کولو توان لري ، نو زياتې ښځې د ګوان يين پيروانې دي . په دي نقاشي کي د ګوان يين په دواړو خواوو کي څلور تنه هلکان او نجونې ولاړې دي .
|