CRI Online
ارباب

د چين په ولسي نقاشۍ کي ارباب (دريمه برخه )

د چين ډول ډول حرفو خاوندان هم په راز راز ارباب عقيده لري او د حرفوي کارکوونکي په کور کي او يا ددوي په ورکشاپ ، مغازه او رستوران او نورو کارخانو کي د ځانګړي رب مجسمه درول کيږي او يا د درملو رب مجسمه ولاړه ده ځکه چه د درملو رب د ناروغيو د ليري کولو توان لري . د درملو ارباب ډير دي چه ځيني يي د چين مشهور ډاکتران او ځيني يي افسانوي شخصيتونه دي . مثلا مشهور ډاکتران سون سي مياو ، بيان چيو، هوا تو، پي تون او لي شه جين . ليو دون بينګ ، باو شن ، د وي درې وروڼه او نور افسانوي ارباب دي .

په نقاشي کي د وي نومي د درملو رب په داسي حال کي ليدل کيږي چه په لاسونو کي د دارو ګولۍ دي او په دواړو خواوو کي يي دوه هلکان ولاړ دي . ددي نقاشي د چاپولو تخنيک هم ډير ښه دی او د بيجينګ محلي خصوصيت لري .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11