د چين په ولسي نقاشۍ کي ارباب پنځمه برخه
د زمکې رب د چين په ولسي دودونو کي ډير ليدل کيږي چه د دې رب عبادت د ټولنې د پرستش څخه راغلی دی او د مين په سلسله کي يعني څلور پنځه سوه کاله دمخه ډير مروج و او د زمکې د رب ډير معبدونه جوړ شوي وو . د زمکې د رب نومونه ډير دي او معبدونه يي هم زيات دي . پرته د رسمي معبد نه د څو ډبرو په راغونډولو سره
او يا په خاورينه لوښه کي د يوې ډبرې په اچولو سره هم د زمکې د رب معبد جوړيداي شي
د زمکې د رب صورت داسی دی چه مخ يي سپين او ږيره يي توره ده او تور دسمال په سر کوي او د مسکا په حال کي دی . په نقاشۍ کي د زمکې رب د چين د جنوب ختيځ ولايت جه جيانګ په هان جو ښار کي ډير ليدل کيږي او د رب په دواړو خواوو کي خدمتګاران شته او د چاپولو تخنيک يي ځانګړي خصوصيت لري .
|