CRI Online
ارباب

د کاغذ په واسطه د شيانو د جوړولو هنر

په چين کي د کاغذ په واسطه د شيانو د جوړولو هنر داسي هنر دی چه په لومړي وخت کي د ښخولو له عادت څخه راغلی دی او د تړلو ، سريښولو ، د کاغذ قيچې کولو ، په خاورو د مجسمې جوړولو او رنګه انځورولو د فنونو مجموعه ده چه د کاغذ په واسطه د جوړ شويو شيانو سوزيدل د مړو د عبادت کولو په وخت کي د خلکو د رواني اړتياوو د پوره کولو دپاره دی .

د کاغذ په واسطه جوړ شوي شيان له څلورو ډولونو څخه عبارت دي چه لومړي د کاغذ په واسطه جوړ شوي ارباب د مړي د ښخولو په وخت کي د مقبرې په وړاندي سوزول کيږي . دوهم کاغذي انسان مثلا هلک او نجلۍ ، په اوپرا کي اکټوران ، خدمتګار او داسي نور . دريم کاغذي ودانۍ مثلا د تفکر کور ، طاق ، طاقدار ګذرګاه ، ګاډي او داسي نور . څلورم د ورځني ژوند وسايل ، د قربانۍ شيان او نور سامان الات .

په نقاشۍ کي کاغذي انسان چه يو يي جنرال او بل يي هلک دی ښکلي جامې يي اغوښتي وې .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11