د ولې موسيقی أله
د ولې موسيقی أله چه دموسيقی يو ډول سيم لرونکی أله ده او د چهارتاريزه ألوپه ډله کی شامله ده او په چينايی ژبه (( ليو چين )) ته ويل کيږی . دغه ډول موسيقی أله د ولو له لرګی څخه جوړيږی او بهرنی شکل يی د ولې د پاڼی سره مشابهت لری ، نو په دی وجه ور ته د ولې موسيقی أله ويل کيږی . چينايان هغی ته محلی چهارتار وايی . د اوږدی مودی راهيسی دغه ډول موسيقه أله د چين د شان دونګ ، أن حوی او جيانګ سو د ولايتونو په منطقو کی د محلی اوپراګانو په غږونو کی اسعماليږی .
نوموړی موسيقی اله نه يوازی په بهرنی شکل او د جوړښت له لحاظه له (( پی پا )) سره فرق نه لری ، بلکی د موسيقی الی د غږولو طريقه يی د پيپا سره يو شان ده .
پخوا دغه ډول موسيقی اله يوازی او يوازی د همنوايی په ترڅ کی استعماله کيدله . د ١٩٥٨کال د وروستيو مياشتو نه را وروسته د ولو د موسيقی الی د جوړونی په برخه کی د څو وارو لپاره اصلاح شوی او په دی وجه د موسيقی په ساحه کی (( ليو چين )) د همنوايی په بهير کی د اسعماليدو نه پرته ، د اصلی موسيقی الی په توګه هم استعماليږی .
علاوه پر دی ، له دی امله چه د (( ليو چين )) د موسيقی الی د غږولو په ترڅ کی د لويديځو هيوادونو د ماندولين په نامه د موسيقی الی په څير اواز کيږی ، نو د لويديځو هيوادونو د موسيقی له ارکسترا سره د همکاری په بهير کی اوريدونکی د نوموړی چينی موسيقی الی څخه ځانګړی خوند اخيستلی شی .
|