CRI Online
د سنتور په شمول تاريزی الې

هو بس

(( هوبس )) يوه ډوله لرغونی تاريزه أله ده او مغوليان ورسره ډيره مينه لری . د(( هوبس )) معنی (( چين )) ( د موسيقی الاتو عمومی نوم ) دی . د ميلاد د مخه د لومړنی پيړۍ په لومړنيو کلونو کی د هغو ملی اقليتونو خلکو چه دچين په شمال کی يی ژوند کاوه ، د لرغونی جنګ په شمول د هغو لرغونو موسيقی ألو پر اساس چه د هان قوم د خلکو په منځ کی زياتی استعماليدلی ، د موسيقی نوموړی نوی اله جوړه کړی وه .

د هوبس عنعنوی شکل د يوی کاچوغی په څير ؤ او د وجود اوږدوالی يی ٩٠ سانتی متره دي . د (( چين )) سر يی کږليچ دی او د غږ د تقويه کولو ددايروی وسيلی پر مخ د غټ مار پوستکی وپوښل شو او دری يا څلور تارونه لری .

د هوبس په نامه د موسيقی الی نوم لومړی د ميلاد د ١٣ نه نيولی تر ١٤ پيړۍ پوری د چين په تاريخی کتابونو کی لوستلی شو او په هغه وخت کی هوبس د دولت په درجه د موسيقی الو په ډله کی شامل وه او په سترو ميلمستياؤ کی د هغی په وسيله موزيک غږول کيده . وروسته د مختلفو علتونو له امله نوموړی لرغونی موسيقی اله له منځه لاړه .

د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته هنرمندانو د خپلو زيارونو له لاری د تاريخی اثارو سره سم د هوبس نوی موسيقی اله جوړه کړه او په دی توګه دغه ډول لرغونی موسيقی اله بيا تر استفادی لاندی راغلی ده .


1  2  3  4  5  6  7  8