کونګ خاو
کونګ خاو د چين له لرغونی تاريزه الو څخه شميرل کيږی او د تاريخی کتاب له مخی تر ننه پوری څه د پاسه دوه زره کلن تاريخ لری . په هماغه وخت کی به نه يوازی د شاهی دربار د موسيقی ارکسترا نوموړی تاريزه اله استعمالوله ، بلکی د وګړو په منځ کی به هم زياته استعماليدله . د چين د تانګ د سلسلی په دوره کی يعنی له ٦١٨ نه نيولی تر ٩٠٧ عيسوی کاله پوری د اقتصاد او فرهنګ د چټک انکشاف په څنګ کی د کونګ خاو د غږولو مهارت او هنر هم ډيری لوړی سويی ته ورسيد او په هماغه دوره کی د چين د لرغونی زمانی د ((کونګ خاو )) تاريزه الی په وار سره جاپان ، کوريا او داسی نورو ګاونديو هيوادونو ته خپری شو ی وی . نن ورځ د جاپان په يوه لوی معبد کی د چين د تانګ د سلسلی د دوو نوموړو تاريزه الو پاتی شوی برخې هم ساتل کيږی .
امأ د ١٤ می پيړۍ د وروستيو کلونو نه وروسته نوموړی لرغونی موسيقه اله ورو ورو له منځه لاړه او يوازی په پخوانيو تصويرونو او مجسمو کی ليدله کيږی .
د تيری پيړۍ په ٥مه لسيزه کی د چين د موسيقی کارکوونکو او د موسيقی الاتو جوړونکو د نوموړی لرغونی تاريزه الی د بيا استعمال په څيړلو پيل وکړ ، د تيری پيړۍ د اتمی لسيزی تر لومړنيو کلونو پوری يی بالاخره يو ډول نوی کونګ خاو په بريالی ډول جوړ کړ . که څه هم بهرنی شکل يی د لويديځو هيوادونو د هاپ سره مشابه دی ، خو توپير يی دا دی چه نوی ((کونګ خاو)) دوه قطاره تارونه لری او هر قطار شپږ ديرش تارونه لری .
د بهرنی شکل له نظره ، د تارونو ستنو صورت په أسمان کی د وحشی بطی ( باز ) په شان دی ، نو دغه ډول نوی کونګ خاو ته د وحشی بطی کونګ خاو ويل کيږی .
|