CRI Online
د سنتور په شمول تاريزی الې

ټانپوره

ټانپوره يوه ډوله لرغونی تاريزه اله ده چه د قزاقی قوم خلک ورسره مينه لری او هغه زيات استعمالوی . په قزاقی ژبه کی ټانپوره ځانګړی معنی لری چه په دی جمله کی (( ټان )) د موسيقی الی غږ دی او (( پوره )) د نوموړی الی لپاره د معياری غږ د ټاکلو معنی لری .

د ميلاد دمخه په دريمه پيړۍ کی ټانپوره د چين د شينجيانګ په سيمه کی خپره شوه .

د ټانپوره وجود له لرګی څخه جوړشوی او شکل يی د ډيری غټی کاچوغی په شان دی . د قزاقی قوم د فولکلوری سندرغاړو لپاره ټانپوره دموسيقی ضروری اله ده او هره شيبه يی له ځانه سره ګرځوی . د ورځی لخوا دوی هغه د شپون توب په وخت کی په لاس کی نيسی او هر ماښام چه لمر پری وځی او دشپی توره پرده په کلی راغوړيږی ، له خپلو کورنيو غړو سره يو ځای د ټانپوری په وسيله د خوږو نغمو په غږولو سره سندری وايی او نڅا کوی او دأرامی او نيکمرغۍ نه په ډک چاپيريال کی په خوشحالۍ سره ژوند تيروی .

د ټانپوره په وسيله بيلا بيل موزيک غږول کيدای شی . د استعمال طريقه يی د موسيقی د نورو زياتو تاريز لرونکو الاتو سره توپير نه لری . د دغه ډول الی په وسيله د روانو اوبو ، د مرغانو ، پسو ، أسونو او داسی نورو حيواناتو اوازونه په ژوندی توګه غږول کيدای شی .


1  2  3  4  5  6  7  8