CRI Online
د سنتور په شمول تاريزی الې

((جيا يې چين ))

(( جيا يې چين )) د کوريايی قوم له لرغونی موسيقی ألو څخه شميرل کيږی او د چين د شمال ختيځ د جه لين ولايت د يان بيان د کوريايی قوم په لويه خودمختاره ولسوالی کی زيات استعماليږی . ددی موسيقی ألی بهرنی شکل د چين د هان قوم د جنګ نومی لرغونی موسيقی ألی سره ډير مشابهت لری . په تاريخی کتابونو کی داسی ليکل شوی چه تقريبأ د ٥٠٠ کالو دمخه په لرغونی زمانه کی د کوريا يعنی د (( جيا يې )) ملک پاچا د جنګ نومی موسيقی ألی په تقليد سره يو ډول نوی تاريزه اله جوړه کړه او ورته د کوريايانو لخوا ((جيا يې چين )) ويل کيده .

تر ننه پوری (( جيا يې چين )) يو زر پنځه سوه کلن تاريخ لری . په لرغونی زمانه کی (( جيا يی چين )) د يو تمام لرګی پر اساس جوړ شو او وروستی برخه يی د پسه د ښکر په شان وه . له دی امله چه لاندنی تخته يی نه درلوده ، نو اواز يی ضعيف او ساده ښکاريده .د څو پيړيو د خپريدو او اصلاح نه وروسته د کوريايی قوم خلکو د نورو قومونود موسيقی د همدغو الو د غوره والی د زده کولو پر اساس بالاخره هغه نوی اله رامنځ ته کړه چه څرګند قومی خصوصيتونه او ښه کيفيت لری .

د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته د نوموړی الی په جوړونه کی نوی اصلاحات رامنځ ته شول . د موسيقی د الاتو جوړونکو د مسلسلو هلوځلو نه وروسته په وار سره اتلس او يوويشت تارلرونکی الی هم جوړی کړی دی . په تيره بيا د ٢١ تار لرونکی جيا يی چين په وسيله ډير خواږه او په زړه پوری موزيک غږولی شی .

د نوموړی موسيقی الی په وسيله غږول شوی موزيک ډير ښکلی او خوندور دی او د هغی په واسطه نه يوازی د خلکو د خوښۍ ، کرکی ، خواشينی او غم په شمول بيلا بيل احساسات ، بلکی د برم نه ډکه او عظيمه منظره هم څرګنديدای شی . پخوا د جيا يی چين په نامه د موسيقی الی غږونکی اکثرأ نارينه وو ، په دی څنګ کی چه دغه ډول اله د موسيقی په ساحه کی د کوريايی قوم په ډيرو مهمو قومی الو کی شامل شوی ، ښځينه غږونکی يی ورځ په ورځ زياتيږی .

(( جيايې چين )) د سولو او غبرګ اهنګ لپاره استعماليږی ، خو په عمده توګه د ملی موزيک د ارکسترا په ډله ايز موزيک کی تری استفاده کيږی او سندری د (( جيايی چين )) د الود غږولو په بدرګه ډيری خوږی او په زړه پوری ښکاری .


1  2  3  4  5  6  7  8