ژوان
ژوان د چين د موسيقی له تاريزو الو څخه يوه ده او په لرغونی زمانه کی ورته د (( چين پيپا )) چه يو ډول چهارتار دی ، ويل کيده .
تقريبأ د ميلاد د مخه په دوهمه او دريمه پيړۍ کی يعنی د چين دامپراطوری سلسلی په دوره کی خلکو د کوچنی لاسی دوم پر اساس د تارونو د زياتولو له لاری د چينپيپا په نامه تاريزه اله جوړه کړه او وروسته (( ژوان )) د نوموړی الی پر اساس جوړ شوی دی .
تقريبأ په دريمه عيسوی پيړۍ کی د ژوان سيان په نوم يوه موسيقی پوه د (( چين )) چهارتار د غږولو په برخه کی لوی لاس درلود او د وګړو لخوا يی تود هرکلی وشو . نو په دی وجه خلکو پر نوموړی موسيقی الې باندی دهغه نوم کيښود .
د وروستيو کلونو راهيسی چين د ملی موسيقی الاتو ساتنی او انکشاف ته لا زيات پام اړولی دی او په دی بهير کی موسيقی پوهانو نوموړی تاريزه الی اصلاحی کړی او د لوړ ، منځنی ، ټيټ اوازلرونکی نوی (( ژوان )) يی ډيزان او جوړ کړی دی .
|