CRI Online
د سنتور په شمول تاريزی الې

لرغونی (( چين ))

لرغونی (( چين )) د چين يو ډول لرغونی تاريزه أله ده او هان څه د پاسه دری زره کاله دمخه د جو په امپراطوری سلسله کی د موسيقی نوموړی لرغونی أله جوړه او استعمال شوې ده .

په لرغونی زمانه کی د چين اديبانو د لرغونی (( چين )) له موزيک سره نژدی اړيکی درلودی او دوی د لرغونی (( چين )) په وسيله د موزيک د جوړونی ، غږولو ، تحليل او خپرونی په برخه کی ستر خدمتونه سر ته رسولی وو .

د نوموړی لرغونی موسيقی ألی جوړول لوړ هنری فن او مهارت لری ، خو دغه ډول فن او مهارت د ډيرو کالو لپاره له لاسه ورکړ شوی ؤ . د وروستيو شل ګونو کلونو راهيسی په چين کی د لرغونی (( چين )) په جوړونی بيا پيل شوی او په دی بهير کی اصلاح او نوی شوی دی .

د لرغونی (( چين )) په وسيله زيات او بيلا بيل موزيک غږول کيږی . د خوشحالۍ او خپګان په شمول د خلکو مختلف احساسات او د طبيعی منظرو ترسيم ټول د موسيقی د نوموړی الې په وسيله په ژوندی توګه څرګنديدای شی . دغه ډول اله د غږونی په بهير کی نه يوازی د اصلی الی په توګه استعمالولی شی ، بلکی هم کولای شی چه د (( شياو )) په نامه د موسيقی له الی سره همکاری وکړی او د لرغونی سندرو په ويلو کی د ملګريتوب رول ولوبوی .


1  2  3  4  5  6  7  8