CRI Online
دوه ويشتم فصل:د نړۍ ميراث

د لونګ من په نامه د ډبرينو غارونو مجسمې

د چين د لونګ من په نامه ډبرين غارونه د چين په منځني برخه کې د خه نان ولايت د لوه يانګ ښار د جنوبي اطرافو په ١٢اعشاريه ٥ کيلومترۍ کې واقع دي او د لونګ من په نامه د درې د دواړو غاړو په منځني برخو کې کښل شوي دي ٠ د اي شيوي په نامه سيند له دې درې څخه تيريږي ، دلته شين غرونه ولاړ دي او رڼې اوبه پکې بهيږي ٠ هوا يې مناسبه ده نو د سيلانيانو دپاره يو ډير په زړه پوري توريستي ځای دی ٠ څرنګه چې په دې سيمه کې د غرونو ډبرې ډيرې کلکې دي نو ځکه پخوانيو خلکو په دې ځای کې ډبرين غارونه وکښل ٠

  د لونګ من په نامه ډبرين غارونه د چين د ګان سو ولايت د دون خوانګ د موګاوکو په نامه ډبرين غارونه او د شان شي ولايت د داتونګ ښار د يون ګانګ په نامه ډبرين غارونه د چين د ډبرينو حکاکيو د دريو هنري خزانو په توګه ګڼل کيږي ٠

د لونګ من د ډبرينو غارونو د کښلو کار په ميلادي ٤٧١ کال او٤٧٧ کاله کې پيل شوی و ٠ او د څلورو سوو کالونه وروسته ټول غارونه پوره وکښل شول ٠ چې تراوسه پورې يو زر پنځه سوه کاله تاريخ لري ٠

د نوموړو غارونو اوږدوالی تقريبأ يو کيلومتر دی او تر اوسه پورې يو زر درې سوه غارونه خوندي ساتل شوي دي ٠ په دغو ډبرينو غارونو کې ٢٣٤٥بودايي طاقچې ، ٣٦٠٠ ډبرينې ليکنې او کتيبې ، څه دپاسه پنځوس بودايي برجونه او له ٩٧زرو څخه زياتې بودايي مجسمې ساتل شوي دي ٠ د لونګ من له ډبرينو غارونو څخه د بين يانګ جونګ په نامه غار ، د فنګ سيان سي او د ګويانګ په نامه غارونه ډير شهرت لري ٠

د بين يانګ جونګ په نامه ډبرين غار د ميلادي ٣٨٦ کال نه تر ٥١٢ کاله پورې کښل شوي و چې څه دپاسه سل کاله يې ونيو٠په دې غار کې يوولس لويې ډبرينې بودايي مجسمې ولاړې دي ٠اصلي مجسمه دساکياموني مجسمه ده دا مجسمه د څه د پاسه زرو کالو نه مخکې په ډبرينو حکاکيو په اثارو کې يو وتلې مجسمه ګڼل کيږي ٠ د اصلي مجسمې په وړاندې دوه ډبرين زمريان ولاړ دي ٠ برسيره پر دې په دې غار کې نور لس بودايي مجسمې هم ليدل کيږي ، د غار پر ګنبد باندې په ژوندې توګه ځيني ښاپيرۍ کښل شوې چې لکه په أسمان کې الوځي ٠

د فونګ سيان سي په نامه غار د لونګ من د ډبرينو غارونو څخه تر ټولو نه لوي غار دی په دې غار کې کښل شوي مجسمې د تانګ په امپراتوري سلسله کې يعني د ميلادي ٦١٨ کال نه تر ميلادي ٩٠٤ کاله پورې د ډبرينې حکاکۍ د هنري سبک نمونه شميرل کيږي ، د دې غار پلنوالی او اوږدوالی په جلاجلا توګه ديرش متره دي او په دې غار کې د کښل شويو مجسمو څخه يوه مکمله هنري ډله جوړه شوې ده ٠د ټولو ډبرينو مجسمو څخه د لوشي نا مجسمه يو ډير لطيف او ښکلی اثار دی ، د لوشي نا بودايي مجسمه اوولس متره لوړالی لري ، څيره يې ژوندې ښکاري ، له دې مجسمې څخه بې حده او لوړه سويه لرونکې هنري جذبي څرګنديږي ٠

د ګويانګ دونګ غار د لونګ من د ډبرينو غارونو څخه تر ټولو نه مخکې کښل شوی دی ، او د ډبرينو مجسموڅخه زيات محتويات څرګندشول ، په دې غار کې زيات بودايي طاقچې کښلې شوې ، پر دغو ډبرينو طاقچو باندې ليکنې هم کښلې شوې ورڅخه د ډبرينو مجسمو د حکاکانو نومونه او د مجسمو د کښلو وخت معلوميږي ٠له دغو ډبرينو اثارو څخه د څه دپاسه يو زرو کالو نه مخکې د رسم الخط او د حکاکۍ د هنر د څيړنې دپاره ډير ارزښتناک مواد او د چين د رسم الخط په تاريخ کې يو لوړ څلی ګڼل کيږي ٠

علاوه پر دې د لونګ من په غارونو کې ډير زيات د رسم الخط ، موسيقي ، کاليو ، طب او درمل او ساختمان په باب اسناد ساتل شوي دي ، نو ځکه ويل کيږي چې دا د ډبرينې حکاکۍ دپاره يو هنري موزيم هم دی ٠

د لونګ من په نامه ډبرين غارونه د ٢٠٠٠ کال د نوامبر په ديرشمه نيټه د نړيوالو مشهورو ميراثونو په ليست کې شامل شو٠ د مربوطې کميټې د ارزيابي سره سم د لونګ من په ډبرينو غارونوکې حکاکي شوي مجسمې د څه دپاسه يو زرو کالو نه مخکې د چين د ډبرينو حکاکيو د هنر لوړه څوکه ده ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14