CRI Online
دوه ويشتم فصل:د نړۍ ميراث

د هوانګ شان په نامه غر

په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي که چيري د هوانګ شان د غره سيل دې کړي وي نو لازم نه دی چې د چين نور غرونه وګوري ٠ له دې اصطلاح څخه دا څرګنده شوي چې د هوانګ شان د غره منظرې بيخي ښکلې او په زړه پوري دي ٠

هوانګ شان غر د چين په منځني برخه کې واقع دی او د غره په شمول د منظره لرونکي سيمې مساحت يې يو زرو دوو سوو مربع کيلومترو ته رسيږي ، په دې سيمه کې اورښت او غبار زيات دي ٠

د هوانګ شان په غر کې څلور منظرې د ليدو وړ دي ، لومړي == جلغوزې دي ، په

دې غر ه کې د لس زرو نه د زياتو جلغوزو عمر له سلو کالو نه اوښتی دی ، په تيره بيا د يو نيوي په نامه د غره په څوکې باندې هغه جلغوزې چې د ميلمنو د هرکلي په نامه ياديږي د هوانګ شان و غره يوه نښه ده ،٠ دوهم – د هوانګ شان دغره عجيبې ډبرې د ليدو وړ دي ، دريم – د وريځو سمندر ، څرنګه چې د هوانګ شان غر هوا ځانګړي خصوصيت لري نو ځکه د غره لمن د وريځو او غبار لخوارا چاپيره شوي او د غره څوکې يې کله کله له وريځو او غبارو څخه ډکې ليدل کيږي او کله د وريځو او غبارو لخوا پټيږي ٠ څلورم – په دې غر کې د متعدلو اوبو لرونکي فوارې ډيرې ليدل کيږي

د هوانګ شان په غره کې دنوموړو څلورو خاصو منظرو څخه پرته نور نباتات هم زيات دي چې له دې جملې څخه د هوانګ ماوفنګ په نامه چاي په چين کې ډير شهرت لري ٠ د هوانګ شان په غر کې زيات ځنګلونه او قيميتي حيوانات هم شته ٠

د طبيعي منظرو نه علاوه د هوانګ شان په غر کې زيات او ژور کلتوري بڼه ښکاري ، د چين په پخواني تاريخ کې بې شميره شاعرانو ، نقاشانو او نورو هنرمندانو د هوانګ شان د غره د ښکلو منظرو د پاره ډير شعرونه ، نقاشي او نور هنري اثار خلق کړي دي ،

د هوانګ شان غر د ځانګړو طبيعي منظرو او کلتوري بڼې په اثر هغه په ١٩٩٠ کال کې د نړۍ د طبيعي او کلتوري ميرانو په ليست کې شامل شوی دی


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14