CRI Online
د چين سلطنتی سلسلې

چينګ سلطنتی سلسله

د ( چينګ ) سلطنتی سلسله له ١٦٤٤م عيسوی کال نه تر ١٩١١ م عيسوی کاله پوری د ٢٦٨ کالو دپاره وساتله شوه چه ١٢ امپراطورانو يی پکښی تسلط ټينګ کړ ٠ او له هغه وخت نه چه د ( چينګ ) پوځيان له شمال ختيځ چين څخه د لوی ديوال څخه په پوری وتلو سره بيجينګ ته داخل شول ، جملتاٌ ١٠ تنو امپراطورانو يی د ګرد هيواد په ارته خاوره کښی سياسی واک وچلاوه ٠

د ( چينګ ) سلطنت په يوه وخت کښی دولتی مساحت څه دپاسه ١٢ مليونه مربع کيلو مترو ته پراخ کړ ٠ په ١٦١٦م عيسوی کال کښی ( نورخاچ ) په شمال ختيځ چين کښی د ( هاو جينګ ) ملک جوړ کړ ٠ په ١٦٣٦ م کال کښی ( هوانګ تای جی ) چه د ( نورخاچ ) زوی و دولتی لقب يی په ( چينګ ) بدل کړ ٠ په ١٦٤٤ م کال کښی د( لی جه چنګ ) په مشری بزګری قواوو د ( مينګ ) سلطنتی تسلط تر پښو لاندی کړ او د ( مينګ ) امپراطور ( چونګ جنګ ) په مايوسانه حالت کښی انتحار وکړ ٠ په دی وخت کښی د ( چينګ ) پوځيان ددی فرصت څخه په استفادی سره د لوی ديوال څخه تيرشول ، د ( لی جه چينګ ) بزګری قواوی يی پوپنا کړی او خپل پايتخت يی په بيجنګ کښی وټاکه ٠ ٠ د( چينګ ) سلطنت په وار سره د هيواد د بيلا بيلو سيمو بزګری قيام کوونکی قواوی نسکوری کړی او د( مينګ ) سلطنت پاتی قواوو ته يی ماتی ورکړی او ګام په ګام يی د ګرد هيواد يووالی تاٌمين کړ ٠

د ( چينګ ) سلطنت په ابتدايی موده کښی د طبقاتی اختلافونو د کمښت دپاره د امتيازی پاليسيو په عملی کولو سره بزګران وهڅول چه شاړی مځکی سمسوری کړی ، حکومت د مالياتو د کمولو اوحتی معاف کولو په هکله امتيازات جوړ کړل او عملی يی کړه چه په دی وجه د هيواد په مرکزی او سرحدی سيمو کښی ټولنيز اقتصاد نسبتاٌ وده وموندله ٠ د ١٨ می پيړۍ په نيمايی کښی د ( چينګ ) فيوډالی اقتصاد يوی نوی مرحلی ته داخل شو ٠ او په تاريخ کښی ورته د ( کانګ شی ) ، ( يونګ جنګ ) او( چيان لونګ ) د سعادتمنی او نيکمرغی نه ډکه دوره ياديږی چه د نوموړو ٣ امپراطورانو له خوا رامنځ ته شوه ٠ ددولت د مرکزی قدرت د پايښت دپاره امپراطورانو شخصی تسلط لا زيات مضبوط کړ چه له دی امله دولتی طاقت پياوړی او ټولنيز نظم ثابت او ارام شو ٠ او د ١٨ می پيړۍ ترپايه پوری د ( چينګ )په سلطنت کښی د خلکو نفوس ٣ سوو مليونو تنو ته ورسيد ٠

په ١٦٦١ م کال کښی جنرال ( جنګ چنګ ګونګ ) د جنګی بيړيو په قوماندانۍ د ( تايوان ) له ابنا څخه په پوری وتلو سره د ( تايوان ) ټاپو ته ورسيد او د ( هالند) استثمارچيانو ته چه تايوان يی ٣٨ کاله په خپل تسلط کښی ساتلی و ماتی ورکړه ٠ او په دوهم کال کښی يی د ( هالند) استثمارچيان تسليمی ته مجبور کړل او په دی توګه ( تايوان ) د خپل وطن غيږی ته بيرته ستون شو ٠

د ١٦ می پيړۍ په وروستيو کلونو کښی تزاری روسيی خپل تسلط ختيځ ته خپور کړ ٠ او ورسره جوخت د ( چينګ ) پوځ د لوي ديوال نه په تيريدو سره د( مينګ ) سلطنتی خاوری ته داخل شو ٠ تزاری روسيی ددی فرصت څخه په استفادی سره د ( ياکسا) او ( نيبوچو ) دوه ځايونه ونيول ٠ د ( چينګ ) سلطنتی حکومت څو واره د روسيې له تيريکوونکو څخه غوښتنه وکړه چه د چين له خاوری څخه ووځی ٠ په ١٦٨٥ م او ١٦٨٦ م کالو کښی د ( چينګ ) امپراطور ( کانګ شی ) ٢ واره پوځيانو ته امر وکړ چه د ( ياکسا) پر روسي پوځونو باندی بريد وکړی ٠ په دی حالت کښی روسی پوځ مجبوراٌ موافقه وکړه چه د خبرو اترو له لاری د چين او روسيې تر منځ د ختيځی سرحدی کرښی په باب مسئله حله کړی ٠ په ١٦٨٩ م کال کښی د چين او روسيې د دواړو خواوو نمايندګانو په ( نيبوچو) سيمه کښی خبری اتری وکړی او په پای کښی يی د دواړو هيوادونو تر منځ لومړی سرحدی تړون يعنی د ( نيبوچو ) تړون په رسمی توګه لاسليک شو ٠

د ( چيان لونګ ) د امپراطوری دوری په نيمايی کښی حکومت د ( جوينګر) قبيلی د ( ګردان ) تجزيه غوښتونکو قواوو ته ماتی ورکړه ، د ( هوی ) قوم قيام کوونکو پاڅون يی له منځه يووړ ٠ او د( شينجيانګ ) وحدت يی ترلاسه کړ او د يو لړ پاليسيو په عملی کولو سره يی په سرحدی سيمو کښی اقتصادی ، کلتوری او ترانسپورتی انکشافات ترلاسه کړل ٠

د ( داو ګوانګ ) د امپراطوری دوری نه مخکښی ستر کلتوری برياليبوتونه تر ګوتو شول ٠ او د ( وانګ فوځه ) ، ( هوانګ ځونګ سی ) ، ( ګو ايان وو ) او( دای جنګ ) په شمول يو شمير برجسته او غوره مفکرين او د( څاو شوي چينګ ) ، ( وو جينګ ځه ) ، ( کونګ شانګ ژن ) او ( شه تاو) په شمول نامتو اديبان او ممتاز هنرمندان منځ ته راغلل ٠ د تاريخ پوهنی په ساحه کښی هم زيات مؤفقيتونه وموندل شول او د تاريخی اثارو د پيژندنی په ساحه کښی هم لوی شخصيتونه په وار سره را پيدا شول او د ( سه کو چوان شو) په نامه فوق العاده اثار او د تاريخی اونننی رسمونو نقاشيو په باب لويه مجموعه او داسی نور لوی اثار او کتابونه د حکومت له خوا تاٌليف شول ٠ علاوه په دی په علمی او تخنيکی ساحو کښی هم بی شميره برياليتوبونه او مؤفقيتونه منځ ته راغلل چه خصوصاٌ ساختمانی ثمرونه يی ډير وتلی ؤ ٠

د ( چينګ ) په امپراطوری سلسله کښی اقتصاد يی د زراعتی چارو په بنسټ پرمختګ وموند ٠ په کلتوری او فکری برخو کښی فيوډالی اصولو او قاعدو ته زيات او قوی پام واړول شو او د ليک دود په باب د مسبتدو او سختو قويودو له امله زيات شمير ليکوالان ، کتاب تاٌليف کوونکی او مربوط پرسونل بنديخانو ته واچول شول ٠ دغه سلطنت په يوه اوږده موده کښی په خارجه چارو کښی هر اړخيز بنديز ولګاوه ، نورو ټولو ته يی په سپکه سترګه وکتل او پر ځان باندی يی پاچاهی مقام وټاکه ٠

د ( چينګ ) د سلسلی د نيمايی نه وروسته په ټولنه کښی مخ په زياتيدونکی اختلافونه او تضادونه رامنځ ته شول او د حکومت سره د مخالفت په غرض ډول ډول قيامونه وار په واره پورته شول او په دی جمله کښی د سپين نيلوفر په نامه د مذهبی پاڅون په اثر د ( چينګ ) سلطنتی قوی سعادتمنی پای ته ورسيدله ٠

په ١٨٤٠ م کال کښی دترياک د جګړی او وروسته پر چين باندی د امپرياليستانو تيريو له امله د چينګ امپراطوری حکومت مجبوراٌ له تيريکوونکو سره يو لړغير مساوی تړونونه لاسليک کړل ٠ د دغو غير مساوی تړونونو په لاسليک سره يی ځينی خاوری تيريکوونکو ته ورکړی ، جنګی جبران يی پوره کړل او د خپلو تجارتی بندرونو دروازی يی دوی ته خلاصی کړی چه په نتيجه کښی چين ګام په ګام په نيمی فيوډالی ټولنی او نيمی مستعمری باندی بدل شو ٠ د ( چينګ ) په اخری موده کښی څرنګه چه د بيلا بيلو درجو مامورينو زيات رشوتونه وخوړل ، پر خلکو باندی يی زيات ستمونه او ظلمونه وکړل ، نو حکومت ډير فاسد او مفکوری يی وروسته پاتی او مرکزی حکومت دا جراٌت نه درلود چه له خارجی تيريکوونکو سره مجادله وکړی ٠ نو سلطنتی قدرت مخ په ضعيف کيدو و او خلک يی په زياتو غمونو او کړاوونو کښی ژوند تيراوه چه له دی وجه د ( تای پينګ تيان ګو) او ( نيان جوين ) په شمول د امپراليزم او فيوډداليزم په ضد يو لړ غورځنګونه او پاڅونونه راپورته شول ٠ واکدارانو د خپل تسلط د ساتلو دپاره د خارجی تجارتی غورځنګ او د ( ووشو ) داصلاح په شمول په ځينو اصلاحاتو لاس پوری کړ٠ دوی وغوښتل چه له دی لاری هيواد بيا د سعادتمنی او خپلواکی په لوری قدم ووهی ٠ خو دغه فعاليتونه او اصلاحات ټول ناکام شول ٠ بی شميره روشنفکرانو او وطن پرستو مامورينو له خطرناکو حالاتو څخه د لوی ملت د ژغورلو دپاره نسل په نسل خونړی او سرتيری مبارزی وکړی او د وطن پرستی طوفانی څپی يی وار په واره اوچتی کړی ٠ په ١٩١١ م کال کښی د ( شين های ) انقلاب راپيښ شو او د ( چينګ ) لوی سلطنت په دی قوی انقلابی طوفان کښی نسکور شو چه له دی امله د هيواد څه دپاسه ٢٠٠٠ زره کاله فيوډالی نظام پای ته ورسيد او د چين تاريخ يوی نوی دوری ته داخل شو ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11