CRI Online
د چين سلطنتی سلسلې

د وی، جين او جنوبی او شمالی سلطنتی سلسله

د ( وی) ( جين ) دوره د ميلاد په ٢٢٠ م کال کښی پيل او په ٥٨٩ م کال کښی ختمه شوه ٠ د ميلاد د ٢ می پيړۍ په پای کښی د ( ختيځ هان )د سلسلی واکمنی د زوال کيدو په حال کښی شوه ٠ او سر له هغه وخت نه د چين تاريخ د هيواد د جلاوالی يوی اوږدی دوری ته داخل شو ٠ ددی مودی په سر کښی يعنی د ميلاد له ١٨٩ م کال نه تر ٢٦٥ م کاله پوری د ( وي ) ،( شو ) او ( وو ) ٣ ملکونو د چين په پراخو خاورو کښی دخپل تسلط غوښتنی د ټينګولو او د نورو خاورو د نيولو دپاره زياتی سختی جګړی وکړی او وروسته دغه جنګی حالات د ( لويديځ جين ) د سلطنت په جوړيدو سره پای ته ورسول شول ٠ خو د ( لويديځ جين ) تسلط يوازی د ميلاد له ٢٦٥ م کال نه تر ٣١٦ م کاله پوری د٥١ کالو په يوه لنډه موده کښی ساتل کيده ٠ او وروسته د چين لويه خاوره بيا ټوټه ټوټه شوه ٠ د ميلاد له ٣١٧ م کال نه تر ٤٢٠ م کاله پوری د( لويديځ جين ) شاهی کورنی د يانګځی سيند په جنوبی ساحلی سيمه کښی د( ختيځ جين ) په نامه دولت قايم کړ خو د سيند شمالی سيمه بيا هم په جنګی اور کښی وسوځوله شوه چه په نتيجه کښی زيات رژيمونه رامنځ ته شول او په تاريخ کښی دغه سيمه د ١٦ وړوکو ملکونه په نامه ياديده ٠

په دی دوره کښی جنوبی سيمی يی زيات اقتصادی پرمختګ وموند ٠ د چين د لويديځو او شمالی سيمو د ملی اقليتونو خلک په وار سره جنوبی سيمی ته لاړل او د محلی خلکو سره يی ګډ ژوند وکړ چه له دی برکته د بيلا بيلا قومونو تر منځ د تبادلی او قومی يوځايښت دپاره مهم رول ولوباوه ٠ په کلتوری ساحه کښی د

خاطری فلسفی دوکتورين په چټکۍ سره عمومي صورت وموند او بودايی او تاويست مذهبونو دواړو ديو بل سره د مقابله کولو په جريان کښی هم پراختيا او پرمختيا ترلاسه کړه ٠ خو چارواکو عموماٌ بودايی مذهب ته په درنه سترګه کتل او هغه يی ښه ساته ٠ په ثقافتی او هنری ساحو کښی د( جيان ان ) ښار د٧ نامتو روشنفکرانو او ( تاو يوان مين ) او داسی نورو له خوا ليکل شوی شعرونه ، د ( وانګ سی جی ) خطاطۍ او د ( ګو کای جی ) په شمول د يو شميرنامتو شخصيتونو رسمونه او نقاشی او د ( دوين هوانګ ) په ډبرينو غارونو کښی ديوالی رسمونه اونقاشی ټول له دی مودی نه راپاتی شوی نه فناکيدونکی قيمتی اثار دی ٠

د علومو او تخنيکونو په ساحه کښی ( جو څونګ جی ) يو داسی لومړی رياضی پوه و چه د رياضی په ساحه کښی د دايروی چاپيريال د ميزان د شميرنی دقيقوالی يعنی ( پای ) تر نورو نه زيات ؤ ٠ او د خلکو د راجلبوونکی هنر په باب د ( جا سه سيې ) له خوا ليکل شوی کتاب په نړی کښی د زراعتی پوهنی په ساحه کښی ستر تاريخی اثار بلل کيږی ٠

د ميلاد له ٤٢٠ م کال نه تر ٥٨٩ م کاله پوری د هيواد د جنوبی او شمالی سلطنت دوره وه ٠ د شمالی سلطنت دوره په ( شمالی وي ) نومی ملک پوری اړه درلوده او( شمالی وي )ملک بيا د ختيځ او لويديځ وي په دوو ملکونو وويشل شو ٠ وروسته ( شمالی چی ) د( ختيځ وی ) ځای ونيوه او( شمالی جو ) د ( لويديځ وي )ځای ونيوه ٠ او( شمالی جو) بيا ( شمالی چی ) الحاق کړ ٠د جنوبی سلطنت شاهی سلسله نسبتاٌ اسانه وه چه په وار سره ( سونګ )،( چی )، ( ليانګ ) او ( چنګ ) پکښی خپل تسلط قايم کړ ٠

د شمالی او جنوبی سلطنت په شاهی دورو کښی د جنوب اقتصاد نسبتاٌ لوی پرمختګ ترلاسه کړ ٠ ځکه چه د هيواد له مرکزی سيمو څخه زيات خلک د جنګی اور څخه د ځان د بچ کولو دپاره جنوب ته په کډه لاړل چه دا نه يوازی د يانګځی سيند په جنوب کښی انسانی قوتونه زيات شول بلکه مترقی توليدی تخنيکونه هم دی سيمی ته يووړل شول او له دی امله يی د محلی سيمی اقتصادی انکشاف ترسره شو ٠ د ( يانګ جو) ښار او شاوخوا ځايونه يی په هغه وخت کښی په مترقی اقتصادی سيمو اباد شول ٠

په کلتوری ساحه کښی يوه وتلی بيلګه د خاطری فلسفی د دوکتورين پراختيا ده ٠ د هيواد جنګی او ګډوډو حالاتو د فکری ازادی دپاره ښه ميدان برابر کړ او ادبی مؤفقيتونه يی هم د ليدووړ ؤ چه وتلی بيلګی يی زيات ممتازشعرونه ، بيتونه او غزلونه وليکل شول ٠

په دی دوره کښی له خارج سره اړيکی هم زياتی شوی چه دغو اړيکو د ختيځی خوا جاپان او کوريا ته ، د لويديځی خوا منځنی اسيا او روم ته او د جنوب ختيځی اسيا سيمو ته پراختيا موندلی وه ٠

د( ختيځ جين ) د نسکوريدو نه وروسته د جنوب او شمال سلطنتی دوره د چين په تاريخ کښی د هيواد د تجزيې له لحاظه لږ ليدل کيږی ٠ که څه هم د هيواد د جلاوالی له امله اقتصادی پرمختګ يو څه وځنډيده ، خو په مرکزی سيمه کښی د پرديو د تسلط له امله د ژيړ سيند په ساحلی سيمو کښی لوی ملی يوځايښت راپيدا شو او دغه حالات په تاريخ کښی نه ليدل کيږی ٠ په همدغو شرايطو کښی د چين په شمال کښی مختلف قومونه د ( هان ) د قوم سره يو شول او په پای کښی يو لوی ملت جوړ

شو ٠ نو ځکه ويل کيږی چه د هيواد د جنوب او شمال تجزيی د ملی وحدت د جريان د چټکتيا دپاره خورا مهم رول ولوباوه او د چينی ملت د پرمختګ په جريان کښی يوه نه بدليدونکی مهمه کړۍ بلل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11