CRI Online
د چين سلطنتی سلسلې

د يوان سلسله

مغولی شخص ( تيموجين ) په ١٢٠٦ م عيسوی کال کښی په مغول کښی خپل سلطنت قايم کړ ، په ١٢٧١ م عيسویکال کښی دده لمسی ( خوولی ) د ( يوان ) په نوم دولتی لقب وټاکه او په ١٢٧٩ م کال کښی يی د ( سونګ ) امپراطوری رژيم نسکور کړ او بيجنګ يی چه په هغه زمانه کښی ( دا دو ) نوميده ، د خپل پايتخت په توګه ټينګ کړ ٠

مغولی قوم اصلاٌ د لوي ديوال په شمالی طرف په پراخه شاړه مځکه کښی کوچيانی ژوند کاوه٠( تيموجين ) د مغولو نورو بيلا بيلو قبايلو ته ماتی ورکړی او د مغول لوي وحدت يی ترسره کړ او د مغول په پراخه خاوره کښی يی لوی سلطنت قايم کړ او د خپل ځان سره يی په چنګيز خان لقب وتاړه ٠ له دی نه مخکښی مغولی اردو پر منځنی اسيا .، ختيځی اروپا او فارس باندی تيريکوونکی جګړی هم وکړی ٠ خو دغه لوی سلطنت چه تسلط يی د( هارخولين ) په مرکزيت د اروپا اواسيا پراخی سيمی ونيولی ژر په څو وړوکو خپلواکو ملکونو ټوټه ټوټه شو ٠ او دغو ټوټه شويو وړوکو ملکونو د مغول امپراطور خپل لوی خان وباله ٠

د ( يوان ) تر تسلط لاندی شمالی سيمه يی د اوږدی مودی دپاره د دوامدارو جګړو له امله ډيره سخته ويجاړه او کنډواله شوه ٠ نو ( يوان شه جو) نومی امپراطور چه د يوان د سلطنت مؤسس و، په زيات قوت سره بزګری چاری پرمخبيولی او ژيړ سيند يی ښه اداره او منظم کړ ٠

د ( تانګ )– ( سونګ ) او ( يوان ) په درو امپراطوری دورو کښی چين په نړی کښی تر ټولو نه مترقی هيواد بلل کيده ، اقتصادی ترقۍ او کلتوری پرمختيا يی د ګاونډيو هيوادو زياته توجه ځان ته راجلبه کړه ٠ په هغه زمانه کښی د بيلا بيلو هيوادونو استازی او سوداګران وار په واره چين ته راغلل ٠ نو د چين او خارجی هيوادونو او سيمو تر منځ راکړی ورکړی په جوش خروش سره پراخی شوی ٠ د ( يوان ) په دوره کښی د ختيځ او لويديځ تر منځ د استازيو او سوداګرانو تګ راتګ د تيرو هرو وختونو څخه زيات ؤ ٠ د ( يوان ) لوی سلطنت د جاپان او د جنوب ختيځی اسيا د مختلفو هيوادونو سره خپلی زياتی اړيکی ټينګی کړی او د چين او هند تر منځ سمندری ترانسپورټ هم هوار شو چه په سمندر کښی د چين زيات شمير بيړۍ ليدل کيدی ٠ دغه شان د چين د چاپ تخنيک – باروت او قطب نما دغه دريواړه لوی ابداع هم د ( يوان ) په دوره کښی د عربو له لاری اروپا ته خپاره شول ٠ مقابلتاٌ د عربی هيوادونو نجوم پيژندنه – د روغتيا پوهنه – رياضي علوم هم په پرله پسی توګه چين ته داخل شول ٠ علاوه په دی اسلامی مذهب هم د هيواد په زياتو سيمو کښی پراختيا وموندله ٠ برسيره پر دی له سمندری لاری نه د عربی ټاپووزمی سره د چين اړيکه د ( يون نان ) ولايت د وچی له لاری ترسره کيدله ٠ چينی باب ختيځی افريقی ته يووړل شول او حتی په المغرب کښی يی هم تود بازار پيدا کړ ٠ په ١٢٧٥ م عيسوی کال کښی د( وينيسی ) سوداګر زوی مارکوپولو له خپل پلار سره چين ته ورسيدل او په چين کښی يی ١٧ کلنه هستوګنه وکړه ٠ هغه د چين په باب يو سفری يادداشت وليکل ٠ دغه کتاب وروسته په زياتو پيړيو کښی له داسی غوره او مهمواثارو څخه شميرل کيده چه لويديځ خلکو ددی کتاب څخه چين او اسيا وپيژندله ٠

له فرهنګی لحاظه د ( يوان ) په سلطنتی دوره کښی رامنځ ته شوی اوپراګانی ډيری مشهوری دی ٠د پيغلی ( داو عه ) بی عدالتی وژنی او په لويديځ انګړ کښی د عشقی کيسی په شمول يو لړ هنری اثارچه د( ګوان هان چين ) ، ( وانګ شه پو ) ، ( بای پو ) او( ماجه يوان ) په ګډون د لويو ليکوالو او شاعرانو له خوا و ليکل شول ، تر اوسه پوری د خلکو په منځ کښی زيات شهرت لری ٠

د ( هان ) پر لوی قوم باندی د مغولی رژيم تسلط او ظلم خورا زيات سخت وو چه دا د ( هان ) قوم د خلکو سخت او قوی مخالفت سبب شو ٠ په ١٣٣٣ م کال کښی د مذهبونو او پټو ډلواو ټولنو په وسيله د بزګرو قيامونو او پاڅونونو ګرد هيواد جارو کړ ٠ په ١٣٥١ م کال کښی د ژيړ سيند د ترميمولو په بهيرکښی ملازمينو خلکو د سره دسمال په علامه قوي قيام راپورته کړ ٠ په ١٣٤١ م کال کښی د ( هاو جو) په سيمه کښی د سره دسمال د قيام کوونکی پوځ قوماندان ( جو يوان جانګ ) د مغولي تيريکوونکو د شړلو او د هان قوم د واک د بيا ترلاسه کولو په مقصد ناری ووهلی او ددی شعار په اوچتولو سره يی د قيام کوونکو قواوو په قوماندانۍ د ( يوان ) مرکز ( دا او ) ښار ته لښکرکشی وکړه او په اخرکښی يی د يوان رژيم نسکور کړ او د ( مين ) لوی سلطنت يی ټينګ کړ


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11