CRI Online
د چين سلطنتی سلسلې

د سونګ امپراطوری سلسله

د ميلاد په ٩٦٠ م کال کښی قوماندان ( جاو کوانګ اين ) د ( چنګ چياو ) نومی پله په ځای عسکری قيام راپورته کړ او په پای کښی يی د ( سونګ ) امپراطوری حکومت ټينګ کړ او پر خپل سر باندی يی د( سونګ تای جو ) امپراطوری لقب کيښود چه له دی امله د ١٠ وړوکو ملکونو په باب د هيواد د تجزيې حالات پای ته ورسيدل ٠ د ميلاد په ١٢٧٩ م کال کښی د ( سونګ ) په نامه امپراطوری سلسله چه په چين کښی يی د ٣١٩ کالو دپاره حکومت کړی ؤ د ( يوان ) د پوځيانو له خوا له منځه يووړله شوه ٠ د( سونګ ) امپراطوری سلسله د ( شمالی سونګ ) او ( جنوبی سونګ ) په ٢ مرحلو تمامه شوه ٠ د ( شمالی سونګ ) په عين وخت کښی يعنی د ميلاد په ٩٤٧ م کال کښی ( چيدان ) قوم د چين په شمالی سيمه کښی د ( لياو )په نامه ملک جوړ کړ چه له هغه وخته تر ١١٢٥ م کاله پوری يی خپل تسلط ساتلی و ، له ١٠٣٨ م کال نه تر ١٢٢٧ م کاله پوری ( دانګ سيانګ ) قوم د( سونګ ) په شمال لويديځ اړخ کښی د ( لويديځ سيا) په نامه سلطنت جوړ کړ ٠ له ١١١٥ م کال نه تر ١٢٣٤ م کاله پوری ( نيو جين) قوم د سونګ په شمالی خوا کښی د ( جينګ ) ملک جوړ کړ ٠ او ملک په ١١٢٥ م کال کښی د ( لياو ) د ملک له خوا تر پښو لاندی شو ٠ وروسته د لياو ملک په ١١٢٧ م کال کښی د( سونګ ) د سلطنت پايتخت کای فونګ ښار ونيوه او د سونګ سلطنت ( خوی ) او ( چين ) دوه امپراطوران يی خپل دولت ته وتښتول چه په دی وجه شمالی ( سونګ ) پای ته ورسيد٠

( سونګ ګاو ځونګ ) چه ( جاو ګو ) نوميده په ( اينګ تيان ) يعنی د اوسنی ( هه نان )

ولايت په ( شانګ چيو ) ښار کښی په شاهی تخت کيښناست ٠ وروسته هغه ( لينګ ان ) يعنی اوسنی ( هان جو ) ښار ته وتښتيد او د ( جنوبی سونګ ) حکومت يی پکښی جوړ کړ چه په دی توګه دغه امپراطور ديوی اوږدی مودی دپاره دکرارۍ او ارامۍ د ترلاسه کولو او د واک د چارو د ساتلو دپاره دښمنانو ته خپل سر ټيټ کړ ٠ نو ويل کيږی چه ( شمالی سونګ ) د ( لياو)، ( سيا) او ( جينګ )له تيريکوونکو فعاليتونو سره له قوی مقاومت څخه تير شو خو ( جنوبی سونګ ) د ارامی او کرارۍ د ترلاسه کولو او خپل تسلط د ساتلودپاره د دښمنانوسره خپل مقاومت پريښود او دوی ته تسليم شو او د دښمنانو هره غوښتنه يی پوره کړه ٠ نو دولتی قوت يی مخ په زوال کيدو ؤ ٠

د( شمالی سونګ ) سلطنت د چين د شمالی سيمی د وحدت د ترسره کولو نه وروسته د ټولنيز اقتصاد او کلتورپه ساحو کښی زياته وده وموندله او خارجی تجارت يی هم زياته ترقی ترلاسه کړه ٠ که څه هم د نامتو شخصيت ( فان جونګ ايان ) له خوا د ټاکل شوی نوی سياست او د ( واګ ان شه ) له خوا د قانونی اصلاح د عملی کيدو له امله د شمالی سونګ پخوانی طولانی سعادتمنی بيا ژوندی نه شوه ، خو ځينی ټولنيزی ستونزی حلی شوی ٠ د ( فانګ لا) او( سونګ جيانګ )په مشرۍ بزګری قيام کوونکو قواوو دامپراطور ( سونګ هوی ځونګ ) د فاسد او بی رحمه تسلط سره مقاومت وکړ ٠ خو د( جينګ ) له خوا د شمالی سونګ سلطنت د له منځه وړلو نه وروسته د جنوبی سونګ امپراطور د يانګځی سيند په جنوبی سيمه کښی ارام ژوند تير کړ او د شمالي سيمو د بيا ترلاسه کولو په هکله يی کومه لويه ستراتيژی نه درلوده ٠ په عين وخت کښی ( چيدانيانو ) د چين په شمالی سيمه کښی د ( لياو)

ملک جوړ کړ او (دانګ سيانګ ) قوم د ( سونګ ) څخه په شمال لويديځه سيمه کښی د ( لويديځ سيا ) سلطنت جوړ کړ چه په دی توګه د ( سونګ )،( لياو ) او ( لويديځ سيا) دريواړو د چين په ارته خاوره کښی برابرمقام ترلاسه کړ ٠ په ١١١٥ کال کښی ( نيوجنګ ) قوم په شمالی سيمه کښی د ( جينګ ) په نامه ملک جوړ کړ ٠ ( جينګ ) ملک په ١١٢٥ کال کښی ( لياو ) ملک له ځان سره الحاق کړ ٠ په ١١٢٧ کال کښی يی د سونک سلطنت پايتخت کای فونګ ونيوه او په وار سره يی د سونګ ٢ امپراطوران وتښتول چه له دی امله شمالی سونګ له منځه لاړ ٠ ( سونګ ګاو ځو ) چه ( جاو ګو ) نوميده د اوسنی ( هه نان ) ولايت په ( شانګ چيو) ښار کښی پرشاهی تخت کښيناست او وروسته هغه ( لينګ ان ) يعنی اوسنی ( هانګ جو) ښار ته وتښتيد ٠ د امپراطور په نظره په دی زمانه کښی مشهور جنرال يوی فۍ چه د اوږدی مودی دپاره يی د ( جينګ ) له تيريکوونکو قواوو سره سرتير مقاومت وکړ صرف دامپراطوری تسلط د دفاع کولو او د شاندار ژوند د ساتلو دپاره هلی ځلی وکړی ٠ او د( جنوبی سونګ ) په وروستنی موده کښی د صدراعظم ( جيا سه داو) نيلی ځغاستنه او له دولتی صلاحيت او ګټو څخه بی ځايه استفاده کول د ( جنوبی سونګ ) د چټک نسکوريدو سبب شو ٠

خو سره له دی په دی زمانه کښی د علومو او تکنالوژيو په ساحو کښی بيا هم ستر برياليتوبونه ترلاسه شول ٠ قطبنما ، د چاپ تخنيک او باروت دغه ٣ واړه اختراعات تر ښی استفادی لاندی راوستل شول ٠ په تيره بيا د حروفو د چاپ په باب نوی تخنيک چه د ( بی شنګ ) له خوا اختراع شوی د اروپا څخه ٤٠٠ کاله مخکښی پيدا شو ٠ او د نړۍ لومړی نجومی ساعت چه د( سو سونګ ) له خوا جوړ شواو د ( شنګ کو) په لاس ليکل شوی اثار په علمی او تخنيکی تاريخ کښی خورا مهم او

لوړ مقام درلود ٠ په کلتوری ساحه کښی تيوريکی مکتب ښه پرمختګ ترلاسه کړ او د (جوشی) ، او ( لو جيو يوان ) په شمول فلسفه دانان رامنځ ته شول ،دغه شان د تاوست او بودايی مذهبونو او نورو بهرنی مذهبونو هم نسبتاٌ لويه پراختيا وموندله ٠ په شمالی سونګ کښی د ( تانګ ) سلسلې نوی تاريخی اثار چه د ( عو يانګ شيو) له خوا تاٌليف شوی د ( تانګ ) د تاريخی اثارو د ښی ساتنی دپاره خورا لوی خدمت و بلل شو ٠ او په سياسی ، نظامی ، اقتصادی او کلتوری برخو کښی د ( جه ځه تونګ جيان ) په نامه لوی تاريخی اثار چه د تاريخ په بيلا بيلو دورو کښی د دولت د رامنځ ته کيدو او نسکوريدو د علتونو څخه د تجربو او عبرت درس د اخستلو په مقصد د ( سه ما ګوان ) په مشرۍ د ځينو لويو پوهانو له خوا تاٌليف شول د تاريخی کالنی د تاٌلياتو په برخه کښی يو وتلی سرمشق ګرځيدلی و٠ ٠ علاوه په دی د ادبياتو په برخه کښی د ( عو يانګ شيو) او ( شوشه ) په شمول لوی او مشهور اديبان رامنځ ته شول او د ( سونګ ) لنډۍ اوغزلونه په دی دوره کښی د ادبياتو د سمسورتيا ښه نماينده ګی کوی او د ( يان سو )، ( ليو يونګ )، ( جوبانګ اين )، ( لی چينګ جاو ) او ( سينګ چی جي ) په شمول ملک الشعرا رامنځ ته شول ٠ دغه راز په دی دوره کښی داستان ، اوپراګانواو ډرامو هم ښه وده ترلاسه کړه ٠ او په دی دوره کښی تصويرونه او نقاشی عموماٌ د ګلانو او مرغانو سره سم ؤ ٠ د پسرلنی فسټوال په نامه اوږد او لوی تصوير چه د ( جانګ ځه ژوی ) په لاس نقاشي شو د چين په تصويری ساحه کښی يو نه فناکيدونکی اثار بلل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11