CRI Online
د چين سلطنتی سلسلې

د هان امپراطوری دوره

د ميلاد نه مخکښی له ٢٠٦ م کال نه د ميلاد تر٨ م کاله پوری د چين په تاريخ کښی د( لويديځ هان ) امپراطوری سلسله وه٠ د( هان ) لومړی امپراطور( ګاو جو ) چه اصلی نوم يی ( ليو بانګ ) و ، د ( هان ) لوی امپراطوری دولت ټينګ کړ او ( چان ان ) ښار يی د خپل پايتخت په توګه وټاکه ٠

امپراطور ( ګاوجو ) د ٧ کالو دپاره حکومت وکړ او د مرکزی قدرت د تقويه کولو دپاره يی ولس ته د هوساينی اوکرارۍ د برابرولو په هکله يو لړ مهربانی پاليسی او قوانين وټاکل چه له دی لاری يی خپل تسلط مضبوط کړی و ٠ د ميلاد نه مخکښی په ١٥٩ م کال کښی امپراطور( ګاو جو ) له دنيا نه سترګی پټی کړی او دده زوی د ( هوی دی ) په امپراطوری لقب په تخت کيښناست ٠ خو په هغه وخت کښی سياسی قدرت په حقيقت کښی د ( ګاو جو ) ملکی ( ليو) په لاس کښی ټينګ ونيول شو ٠ ملکی ( ليو) د ١٦ کالو دپاره سياسی واک وچلاوه ٠ ويل کيږی چه ملکه ( ليو ) د چين په تاريخ کښی د څو تنو مستبدو ښځو څخه وه ٠ د ميلاد نه مخکښی په ١٨٣ م کال کښی امپراطور( وين دی ) سياسی قدرت ونيوه ٠ هغه او دده زوی ( جينګ دی ) دواړو د خپل نيکه ( ګاو جو ) هغه مهربانه پاليسی چه ولس ته د هوساينی اوکرارۍ د برابرولو په هکله ټاکل شوی وه عملی کړه او دخلکو پراوږو باندی يی د مالياتو بارونه کم کړل چه په دی وجه د( هان ) امپراطوری دولت لوی اقتصادی پرمختګ ترلاسه کړی ؤ او تاريخ پوهانو دغی دوری ته د ( وين دی ) او ( جينګ دی ) دولتی ارامتيا او سمسورتيا وويله ٠

ددولتی ارامتيا او سمسورتيا د منځ ته راتګ له برکته د( هان ) دولتی قدرت ګام په ګام پياوړی شو٠ د ميلاد نه مخکښی په ١٤١ م کال کښی امپراطور ( وو دی ) په تخت کيښناست ٠ هغه د خپلو لويو قوماندانانو ( وي چينګ ) او ( خو چو بينګ ) په استولو سره وار په واره د( هونګ ) له قوم سره جګړی وکړی او په پای کښی يی ور باندی غلبه وموندله چه په نتيجه کښی يی د ( لويديځ هان ) امپراطوری قلمرو پراخه کړه او په شمال کښی يی اقتصادی او کلتوری پرمختګ هم تضمين کړ ٠ امپراطور( وو دی ) د ژوندانه په وروستی دوره کښی خپله توجه له نورو سره د جګړی کولو څخه د هيواد زراعتی چارو پرمختيا ته واړوله چه له دی لاری يی ملی اقتصاد په دوامداره توګه پرمخبيولی و٠ وروسته امپراطور( جاو دی ) چه د( وودی ) ځای ناست ؤ خپل زيات قوت د دولت داقتصادی پرمختيا په هلوځلو کښی واچاوه چه په نتيجه کښی د( لويديځ هان ) سعادتمنی او سمسورتيا اوج ته ورسيده ٠

د( جاو دی ) او( شويان دی ) د دوو امپراطوری سلسلو په ٣٨ کالو کښی دغو دوو امپراطورانو ولسونو ته د هوساينی او کراری د برابرولو په هکله پالسی په دوامداره توګه عملی کړه چه له دی برکته د ( لويديځ هان ) دولتی قدرت زيات پياوړی شو ٠ خو ورسره جوخت سيمه ايزی قواوی هم تقويه شوی چه داسی قواوی د مرکزی قدرت په مقابل کښی يو ګواښ ګرځيولی ؤ ٠ او له دی امله د ( هان ) امپراطوری تسلط سخت کمزور شو ٠ د ميلاد په ٨ م کال کښی قوماندان ( وانګ مانګ ) په زورسره امپراطوری واک ترلاسه کړ اودولتی لقب يی په ( سينګ) ټينګ کړ چه له دی امله په چين کښی د ( لويديځ هان ) امپراطوری حکومت پای ته ورسيد ٠

د ( لويديځ هان ) امپراطوری هيواد د چين په تاريخ کښی د نسبتاٌ قوی امپراطوری

هيوادونو څخه شيمرل کيږی ٠ په دی امپراطوری سلسلو کښی د هميش دپاره ولسونو ته د هوساينی او کراری د برابرولو په هکله مهربانی پاليسی عملی کړی چه د پوښاک او خوراک په باب د ولسونواړتياوی اساساٌ پوره کړی او دوی د ارامۍ او سعادتمنۍ نه په ډکه فضا کښی خپل نيکمرغه ژوند تيراوه ٠ نو له دی امله د( هان ) په امپراطوری دوره کښی سياسی کراری ښه ساتل شوی وه ٠ امپراطور( وو دی ) د وزير ( دونګ جونګ شو) هغه وړانديز ومانه کوم چه بی له کانفيوسيالستی دوکتورين نه بايد نور ټول دوکتورين او مکتبونه لغوه کړی او يوازی کانفيوسيالستی دوکتورين ته دی احترام وکړی ٠ نو ځکه کانفيوسيالستی مفکوره او دوکتورين د هيواد په اداره کولو کښی د يوی مهمی ستراتيژی په توګه وټاکل شول او دغه ستراتيژی د( هان ) د امپراطوری سلسلی نه وروسته دچين په نورو امپراطوری دورو کښی د ټولو امپراطورانو له خوا ومنله شوه ٠

دهيواد د سياسی او اقتصادی ثبات له امله لاسی صنعت ، تجارت ،کلتور او هنر او طبيعی علومو ټولو د ليدووړ انکشاف وموند ٠ د علومو او تخنيکونو د پرمختګ له امله د فلز سازۍ او نساجی په عمده شکل د( لويديځ هان ) د لاسی صنايعو توليدی موثريت په لويی اندازی سره زيات شوی ؤ ٠ د لاسی صنايعو په پرمختګ سره تجارتی سمسورتيا رامنځ ته شوه او د وريښمو د لاری په هواريدو سره د لويديځی اسيا د بيلا بيلو هيوادونو سره د ( لويديځ هان ) د ديپلوماتيکو او تجارتی اړيکو د ټينګولو په شمول تګ راتګ او راکړی او ورکړی هم ټينګی شوی ٠

د ميلاد له ٢٥ م کال نه تر ٢٢٠ م کاله پوری د ( ختيځ هان ) امپراطوری دوره رامنځ ته

شوه چه د ( هان ) د شاهی کورنی لمسی ( ليو سيو) سياسی قدرت د وانګ مانګ له لاس څخه ونيوه او پر ځان باندی يی د ( ګوانګ وو دی ) امپراطوری لقب وټاکه ٠

په ٢٥ م کاله کښی ( ليو سيو ) د سمسور ځنګل په نامه د وسله والو قواوو په مرسته امپراطور ( وانګ مانګ ) چه په غير قانونی توګه يی امپراطوری چوکی نيولی وه له منځه يووړ او د هان امپراطوری تسلط يی بيا ټينګ کړ٠ خو هغه خپل پايتخت په ( لو يانګ ) ښار وټاکه ٠

په دوهم کال کښی د امپراطور ( ګوانګ وو دی ) په امر د( وانګ مانګ ) پخوانی سياستونه په هراړخيزه توګه اصلاح او د مامورينو نظام يی نوی شول او ددولتی چارو د اداره کولو دپاره ٦ خاص وزيران وټاکل شول څو چه د دولتی چارو د اداره کولو په هکله د پخوانيو ٣ مقتدرو وزيرانو صلاحيتونه کم کړی شی ٠ دغه راز امپراطور ( ګوانګ وو دی ) د حکومتی غلامانو نظام لغوه کړ ، مځکی يی ښی په شمير کړی او په دی وجه خلکو ګام په ګام ارام او هوسا ژوند ترلاسه کړ ٠ د ميلاد د لومړی پيړی په نيمايی کښی د ( ګوانګ وو دی ) ،( مين دی ) او ( جانګ دی )د ٣ نسلونو امپراطورانو له خوا د دولت په اداره کولو سره ( ختيځ هان ) سلطنت ورو ورو د هان پخوانی سعادتمنی او سمسورتيا بيا رامنځ ته کړه او دغه دوره د ( ګوانګ وو ) د بيا دولتی سعادتمنۍ دوره بلل کيږی ٠

د ( ختيځ هان ) په لومړيو وختونو کښی څرنګه چه مرکزی حکومت له محلی قواوو سره خپلی اړيکی لا زياتی ټينګی کړی ، نو دولتی ارامتيا ګام په ګامه ترسره شوه او په اقتصادی ، کلتوری او علمی او تخنيکی ساحو کښی يی ترلاسه شوي مؤفقيتونه د ( لويديځ هان ) څخه زيات ؤ ٠ په ١٠٥ م کال کښی ( څای لوين ) د کاغذ جوړولو

پخوانی تخنيک اصلاح کړ او له دی امله يی هغه اثار او يادداشتونه چه پخوا پر

باڼسی تختو باندی د چاړه په وسيله حکاک شوی ؤ بيا پر کاغذ باندی وليکل شول ٠ دغه شان د کاغذ جوړولو تخنيک هم د چين د لرغونی ٤ لويو ابتکاراتو څخه شميرل شوی او تراوسه ښه ساتل شوی دی ٠ د طبيعی علومو په ساحو کښی د ( جانګ هنګ ) په نماينده ګۍ يو شمير پوهانو د ( ختيځ هان ) په موده کښی په خپلو کارونو کښی وتلی مؤفقيتونه ترلاسه کړل او ( جانګ هنګ ) پخپله د فضايی بدن د پلټنی اله او د مځکنی زلزلی د تعقيب اله او نوری علمی الی جوړی کړی او په تاريخی اسنادو کښی ليکل شوی دی چه د ( ختيځ هان )و سلسلې په پای کښی نامتو ډاکتر ( هوا توه ) د تاريخ نه راهيسی يو داسی لومړی ډاکتر ؤ چه د ناروغانو د جراحۍ د عملياتو په بهير کښی يی د بی هوشی کولو په هکله له مربوط مهارت څخه استفاده کړی وه٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11