CRI Online
د چين سلطنتی سلسلې

د شوی او تانګ سلطنتی سلسله

د ميلاد په ٥٨١ م کال کښی ( يانګ جيان )د( شوی ) لوی سلطنت جوړ کړ چه ځان يی په ( شوی وين دی ) امپراطوری لقب ټينګ کړ ٠ د ميلاد په ٦١٨ م کال کښی امپراطور( يانګ ګوانګ ) چه امپراطوری لقب يی ( شوی يانګ دی ) ؤ اعدام شو ٠ د( شوی ) امپراطوری دوره يوازی ٣٧ کاله وه ٠او ( شوی وين دی ) چه د ( شوی )سلطنت لومړی امپراطور ؤ د خپل سلطنت دپاره زيات خدمتونه ترسره کړل ٠ هغه لومړی د مامورينو د نظام په اصلاح لاس پوری کړ چه په دولتی اداره کښی د شمالی ( جو ) د ٦ موظفو مامورينو په باب د نظام پر ځای يی د ٣ وزارتونو او ٦ څانګو په باب نظام تاسس کړ ٠ دغه شان امپراطور ( شوی وين دی ) نوی قوانين وټاکل چه جنايی سزاوی يی د پخوانی دوری په نسبت دومره بی رحمه نه وی ٠ علاوه په دی دغه امپراطور د بااستعدادو او پوهو کسانو د پيدا کولو دپاره د عمومی امتحان په باب نظام وټاکه چه په دی توګه يی د خپلو مامورينو د انتخابولو نوی لاره هواره کړه ٠ د( شوی ) سلطنت د وروستی امپراطور( شوی يانګ دی ) يوازنی خدمت دا و چه هم د دولت دپاره او هم د خپلی ساعت تيرۍ دپاره يی يو لوی کانال جوړ کړ ٠ خو د خلکو په مقابل کښی د وحشيانه ځپنی او مستبد تسلط له امله يی په تاريخ کښی سخته بدنامی ترلاسه کړه ٠ دده په دوره کښی له خلکو څخه د ډول ډول بی ځايه مالياتو د اخستلو او پردوی باندی د سختو ملازمتونو د اچولوله امله د خلکو پر اوږو باندی بارونه زيات او درانه شول چه دا د خلکو د قوی نارضامندی او سختی کرکی سبب وګرځيد٠ په اخر کښی هغه د يانګ ځی سيند د جنوبی غاړی په ( جيانګ دو) نومی سيمه کښی د قيام کوونکو قواوو له خوا اعدام شو ٠ او د( شوی ) لوي امپراطوری سلسله په همدی وجه پای ته ورسيده ٠

د ميلاد له ٦١٨ م کال نه چه په دی کال کښی د ( تانګ ) لوی امپراطوری حکومت جوړ شو او تر ٩٠٧ م کاله پوری چه په دی کال کښی د ( تانګ ) لوی سلطنت د ( جووين ) په مشرۍ د بزګری قواوو له خوا نسکور شو د ( تانګ ) امپراطوری دوره ٢٨٩ کاله جاری وساتل شوه ٠ او د( ان شه ) پاڅون د ( تانګ ) امپراطوری سلسله په ٢ برخو وويشله ٠ د ( تانګ ) په لومړی دوره کښی دولت په سمسوره او سعادتمنه توګه ښه اباد شو خو په وروستی دوره کښی دغه لوی امپراطوری دولت مخ په ضعيفيدو ؤ ٠ د ( تانګ ) سلسلی لومړی امپراطور ( تانګ ګاو ځو ) د ( تانګ ) شاهی حکومت ټينګ کړ او دده زوی ( لی شه مين ) چه امپراطوری لقب يی ( تانګ تای جونګ ) و ، د لسو کالو دپاره د پوځيانو په قوماندانۍ د ملی وحدت ستره داعيه ترسره کړه ٠ د ( سيوان وو ) دروازی د پيښی نه وروسته امپراطور ( تانګ تای جونګ ) د زياتو زحمتونو په ګاللو سره خپل امپراطوری دولت په يوه سمسور او کرار هيواد اباد کړ چه دغه بی ساری سمسورتيا او شتمنی د ( جنګ ګوان ) ارامۍ او سعادتمنۍ په نامه ياديږی ٠ په هغه زمانه کښی په سياسی ، اقتصادی او کلتوری ساحو کښی چين په نړی کښی مخکښنی مقام ونيوه ٠ وروسته امپراطور( تانګ سوان ځونګ ) چه د تانګ تای جونګ ) لمسی و ، د هيواد په اداره کولو کښی بيا د سعادتمنی نه ډکه وضع رامنځ ته کړه چه هيواد يی قوی او خلک يی شتمن ؤ او د ارامتيا او کراری نه ډک حالات بيا رامنځ ته شول ٠ خو د همدغه امپراطور په مسلطه دوره کښی د( ان شه ) پاڅون رامنځ ته شو او له دی نه وروسته د ( تانګ ) امپراطوری دولت مخ په کمزوريدو ؤ ٠

د ( شوی ) او ( تانګ ) په دوو امپراطوری سلسلو کښی د قوانينو او نظامونو په جوړولو کښی زيات وتلی مؤفقيتونه ترلاسه شول ٠ مثلاٌ د ٣ وزارتونو او ٦ اداری څانګو په باب نظام ، د عمومی امتحان په باب نظام ٠ د٢ مالياتو په باب نظام او داسی نور، چه د چين پر نورو سلسلو باندی يی زياتی اغيزی وکړی ٠ په دی دوره کښی خارج ته د ورخلاصون پاليسی عملی شوه چه له دی امله له خارج سره د چين اقتصادی اوکلتوری تبادلی زياتی شوی ٠ په ادبياتو کښی د ( تانګ ) شعرونه ډير مشهور ؤ او په تاريخ کښی يی مهم مقام ونيوه ٠ د( تانګ ) په سلطنتی دوره کښی د( چنګ ځه اعنګ )، ( لی بای ) ، ( دوفو ) ، ( بای جو ايی ) ، ( يوان جين )، ( لی شانګ اينګ ) او ( دومو ) په شمول مشهورو لويو شاعرانو له خوا ليکل شوی شعرونه نه فناکيدونکی دی او ددی دوری ښه نماينده ګی يی وکړه ٠ او د ( هان يو ) او ( ليو جونګ يوان ) په ابتکاراتو په عنعنوی شکل د مقالی ليکلو په باب نهضت پر وروستيو نسلونو باندی زياتی اغيزی وکړی ٠ د ( ايان جنګ چينګ ) خطاطۍ ، د ( ايان لي بن )، ( ووداوځه ) ، ( لی سه سوين ) او ( وانګ وی ) نقاشی او د بڼکو څخه د جوړ شوی ښکلی کالی په نامه د نڅا په شمول يو شمير غوره موزيک او نڅاوی او په ډبرينو غارونو کښی يو زيات شمير ديوالی هنر د هيواد د قيمتی فرهنګی ميراث په توګه تر اوسه ښه ساتل شوی دی ٠ په علمی او تخنيکی ساحو کښی د چين له ٤ لويو ابتکاراتو څخه د چاپ تخنيک او باروت دواړه په همدی دوره کښی رامنځ ته شول ٠

د ( نيو ) او( لی ) ګوندونو تر منځ سياسی رقابت او په دولتی چاروکښی د خواجه ګانو لوی لاس وهنی د تانګ په وروستی دوره کښی د سياسی ګډوډی د رامنځ ته کيدو سبب شو ٠ او په دی موده کښی بزګری قيامونه وار په واره راپورته شول او بالاخره په پای کښی د ( تانګ ) امپراطوری حکومت د( هوانګ څاو) د بزګری قيام له خوا نسکور شو ٠ د قيام کوونکو قواوو يو مشر چه ( جو وين ) نوميده دقيام په لومړی مرحله کښی د ( تانګ ) حکومت ته تسليم شو ، خو وروسته هغه د ( تانګ ) پر ځای نوی امپراطوری حکومت ټينګ کړ چه په دی وجه د ٥ نسلونو په نامه په دی تاريخی دوره کښی د ( هاو ليانګ ) نومی لومړی سلطنتی دولت جوړ شو ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11