CRI Online
د چين سلطنتی سلسلې

لويديځ جو ، د پسرلی او منی زمانه او د ملکونو تر منځ جنګی زمانه

د ( شيا) او ( شانګ ) د سلطنتی سلسلو نه وروسته د ( جو ) نومی سلطنت د چين په لرغونی زمانه کښی دريم سلطنت و ٠ د( جو ) سلطنت تقريباء د ميلاد نه دمخه په ١٠٢٧ م کال کښی جوړ او د ميلاد نه دمخه په ٢٥٦ م کال کښی د ( چينګ ) نومی ملک له خوا نسکور شو چه د څه دپاسه ٧٧٠ کالو دپاره يی خپل تسلط ساتلی ؤ ٠ د ميلاد نه دمخه په ٧٧١ م کال کښی دغه سلطنت خپل پايتخت ختيځ ته انتقال کړ ٠ نو تاريخ پوهانو د دی وخت په اساس د ( جو ) سلطنتی دوره په دوو برخو وويشله چه د پايتخت د انتقال نه مخکښی دوره يی د ( لويديځ جو) په زمانه او وروستی دوره يی د ( ختيځ جو ) په زمانه وويله شوه ٠ او د (ختيځ جو) زمانه بيا د ( پسرلی ) او ( منی ) په نامه د دوری او د ملکونو د جنګی دوری په دوو مرحلو بشپړه شوه ٠

د ( لويديځ جو ) سلطنت ٢٥٧ کاله ونيول ٠ د (جو) لوی سلطنت لومړی پادشاه ( وو وانګ ) خپل پايتخت د ( ګاو ) نومی ځای ته چه د اوسنی ( شان سي ) ولايت د ( سي ان ) ښار ته په شمال لويديځ کښی واقع وه انتقال کړ ٠ وروسته يی دخپلو پوځونو په قوماندانۍ د ( شانګ ) سلطنتی تسلط له منځه يووړ او په اخر کښی يی د ( جو) لوی سلطنت جوړ کړ ٠

( وو وانګ )چه مړ شو زوی يی ( چنګ وانګ ) دده د وارث په توګه پر پادشاهی تخت باندی کښيناست ٠ څرنګه چه په هغه وخت کښی ( چنګ وانګ ) يو وړوکی هلک و ، نو کاکا ( دان ) يی سلطنتی چاری اداره کولی ٠ کاکا ( دان ) د خپل واک د ټينګولو

نه وروسته د پوځونو په لارښوونه ختيځ ته لښکرکشی وکړه او د نورو قبايلو قيام کوونکی قواوی يی پوپناه کړی ٠ وروسته يی کاکا ( دان ) د دولت په اداره کولو کښی د بريالی ثمرونو د ټينګولو په هکله يو لړ مهم تدبيرونه ونيول ٠ د ( چنګ وانګ ) وارث ( کانګ وانګ ) ؤ ٠ تاريخ پوهانو په ستاينی سره د جو په سلطنتی سلسلو کښی د (چنګ وانګ ) او ( کانګ وانګ) دغو دوو سلطنتی مرحلو ته د ( چنګ - کانګ ) سلطنتی ارامتيا او سعادتمنی وويله ٠

د ( جو ) سلطنت دولتی نظامونو او قوانينو څرګند خصوصيتونه درلودل ٠ مثلاء د مځکو د برابر ويش نظام ، د کورنيو اصولو په باب نظام ،د ښارونو او کليوالی سيمو د ادارو په باب نظام او تشريفاتی نغمی د دغو خصوصيتونو ښه څرګندوی بلل کيدل ٠

د ميلاد نه دمخه له ٧٧٠ م کال نه د ميلاد د مخکښی تر ٤٧٦ م کاله پوری دغه ٢٩٤ کاله د ( پسرلی ) او ( منی ) په نامه تاريخی دوره وه ٠ په دی دوره کښی د اقتصاد په پرمختيا او د نفوس په زياتوالی سره سره د ( جو ) شهزاده ګانو او اشرافو د خپل تسلط غوښتنی او د باداری مقام د لټولو دپاره په پرله پسی توګه له نورو سره شديدی جګړې وکړی ٠ په عين وخت کښی يی ټولنيزو حالاتو هم زيات بدلونونه موندلی ؤ ٠ په زراعتی توليدی چارو کښی د کرهنی اوسپنيزی الی رامنځ ته شوی ، د مځکو په يوی کولو کښی د غوايانو څخه استفادی په تدريجی توګه عمومي صورت وموند او د اوبو لګولو چاری هم زياتی پرمختللی وی چه له دی برکته د زراعتی کښتونو توليداتو ډير زياتوالی تر لاسه کړی ؤ ٠ د ( پسرلی ) او( منی ) دوره يوه داسی انتقالی دوره بلل کيده چه د ( لويديځ جو ) عنعنوی سياسی ټولنيز نظم ګام

په ګام سست او تجزيه کيده ٠

د چين په تاريخ کښی لومړنی مفکر او ستر تعليم پوه کانفيوسيوس و چه د ( پسرلی ) او( منی ) په وروستنی دوره کښی وزيږيد ٠ کانفيوسيوس د پخوانيو فرهنګونو او مفکورو د راټولولو په اساس او د راپيدا شويو ټولنيزو ګډوډيو او ناکراريو د حالاتو په نظرکښی نيولو سره د کورنيو اصولو او اخلاقو اود ټولنی او سياست په شمول د يو لړ موضوعاتو په باب خپلې مکملی تيوريکی نظريې وړاندی کړی او په دی اساس يی لرغونی کانفيوسيالستی دوکټورين ايجاد کړ ٠

د ملکونوترمنځ جنګی دوره د ميلاد دمخه له ٤٠٣ م کال نه د ميلاد دمخه تر ٢٢١ م کاله پوری وه چه د ( ختيځ جو ) د زمانی دوهمه مرحله بلل کيده ٠ په دی دوره کښی اشرافو او شهزاده ګانو په خپلو قلمرو کښی مطلق تسلط ټينګ کړ خپل وړوکی ملک يی جوړ کړ او وروسته يی د خپل تسلط غوښتنی او باداری مقام د لټولو او د خپلو قلمرو د پراختيا دپاره يو له بل سره بی شميره خونړی جګړی وکړې ٠ په تاريخ کښی د ملکونو دجنګی دوری او د( پسرلی ) او ( منی ) د دوری تر منځ څرګند تميزکيدونکی کرښه نه پيدا کيده ٠ او يوازی د اوسنی عادت سره سم د ميلاد نه دمخه له ٤٠٣ م کال نه چه په دی کال کښی د ( جين ) په نامه لوی ملک د درو شهزاده ګانو له خوا په درو برخو وويشل شو او په اخرکښی د( جاو )، ( هان ) او ( وي ) نومی ٣ ملکونه د ( جين ) په اصلی قلمرو کښی راټينګ شول ، د ميلاد د مخه تر ٢٢١ م کاله پوری چه په دی کال کی د ( چينګ ) نومی ملک نورو ٦ ملکونو ته شکست ورکړ او په پای کښی يی په ګرد هيواد کښی واحد لوی سلطنت قايم کړ ٠ دغه دوره د ملکونو تر منځ جنګی دوره بلله کيده ٠

په دی دوره کښی د چين حالاتو لوي بدلون موندلی و چه د اشرافو زيات شمير منځنی او وړوکی ملکونه د لويو ملکونو له خوا الحاق شول او وروسته د ( چينګ )، ( چو )،( ايان )،( هان )، ( جاو )، ( وي ) او( چی ) په شمول ٧ نسبت قوی ملکونه پاتی شول ٠ په دی دوره کښی دغو ٧ ملکونو په وار سره د ځان د قوی توب دپاره په قانونی اصلاحاتو لاس پوری کړ چه په دی جمله کښی د ( چينګ ) په ملک کښی د ( شانګ يانګ ) نومی وزيرله خوا عملی شوی قانونی اصلاحات د پيمانی له لحاظه تر ټولو نه لوی او ژور ؤ ، او اغيزه يی هم تر نورو نه زياته وه ٠

د ملکونو په دی جنګی دوره کښی که څه هم کال په کال خونړی جګړی رامنځ ته شوی خو دا نه يوازی د چين د لرغونی فرهنګ د پرمختګ مخه يی نه وه نيولی ، بلکی په ټولنه کښی د روشنفکرانو او پوهانو په تشکيل يوه نوی طبقه رامنځ ته شوه ٠ دوی خپل ځانونه دبااستعدادو کسانو په حيث وبلل او د ټولنيز انکشاف دپاره يی فعال رول ولوباوه چه په دی توګه علمی او کلتوری سعادتمنی او سمسورتيا منځ ته راغله ٠ په دی بهير کښی د چين قديمی فکری او کلتوری سعادتمنۍ د تاريخ لومړنی اوج ته ورسيدی ٠ د کانفيوسيوس او منسيوس په نماينده ګۍ کانفيوسيالستی دوکتورين ، د( لوی بابا )، د ( جوانګ بابا) او ( لې بابا) په نماينده ګۍ تاويستی دوکتورين ، د ( هان فۍ ) په نماينده ګۍ قانون پرست دوکتورين اود ( مهيت ) په نماينده ګۍ مهيست مکتب او داسی نوری مفکوری او مکبتونه د چينايی لمسيانو له خوا وستايل شول ٠ د دغو دوکتورينو او تيوريو د رامنځ ته کيدو له برکته په فکری ساحه کښی يوه داسی د جم وجوش نه ډکه منظره ليدل کيدله ، لکه څنګه چه ويل يی - سل رنګارنګ ګلان غوړيږی او سل ډول ډول مرغان چغه هار کوی ٠او

داسی دوکټورينو او مکتبونو نه يوازی په هغه زمانه کښی د سياسی او اقتصادی پرمختګ دپاره مثبت رول لوبولی ؤ بلکه يی ژوری اغيزی لا تر اوسه پوری خاص اهميت ساتلی دی چه د چين په فکری تاريخ کښی يی نا فناکيدونکی فصل ليکلی و ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢٣٠ م کال کښی د ( چينګ ) ملک ( اين جنګ ) د ګرد هيواد د وحدت په هکله په اوږد مارش پيل وکړ او په وروستيو نهو کالو کښی يی په وار سره نور ٦ ملکونه خپل کړل او بالاخره يی د ميلاد نه دمخه په ٢٢١ م کال کښی ګرد هيواد واحد کړ چه په دی توګه د چين د تجزيی وضع چه د ٦٠٠ کالو دپاره يی دوام درلود پای ته ورسيده ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11