CRI Online
افسانې

( ګوين ) او ( يوو ) اوبه تنظيموی

په چين کښی دغه کيسه چه ( دا يوو ) اوبه تنظيموی ډيره مشهوره ده ٠ د ( دايوو ) پلار چه ( ګوين ) نوميده ، هم د خلکو د ګټودپاره يو زحمت کښ قهرمان بلل کيده ٠

په لری لرغونی زمانه کښی په دنياکښی سخت سيلابونه وار په واره راپيښيدل او په دی مصيبتونو کښی مځکه په سمندر بدله شوه ، کښتونه په اوبو ډوبی شوی او پټۍ بی حاصله خيزه پاتی شوی ٠ او انسانان چه کورونه يی د سيلابونو له خوا ويجاړ او خوراکونه يی هم له لاسه ورکړی ؤ په سختو کړاوونو کښی ولويئدل ٠ سره له دی دوی لا هم د وحشی حيواناتو له حملو سره مخامخ شول ٠ نو نفوس يی په سرعت سره کم شو ٠ په هغه وخت کښی پاچا ( ياو ) وزيران خپل مخ ته راوغوښتل او ددغو خطر ناکو حالاتو د لری کولو پاره يی له دوی سره مشوره وکړه ٠ په پای کښی يی فيصله وکړه چه د سيلابونو د لری کولو او د خلکو د ژغورلو دپاره وزير ( ګوين ) مصيبت ځپلو سيمو ته واستوی ٠

( ګوين ) چه دغه وظيفه يی په غاړه واخستله ، د څپاندو اوبو په مخ زيات فکر وکړ ٠ يوه اصطلاح دده په ياد راغلله چه جنرال د عسکری حملی مخه نيسی او په خاورو د اوبو مخه نيول کيږی ٠ ددی اصطلاح سره سم هغه فکر وکړ چه که د کلی په چاپيريال کښی لوړ ديوالونه جوړ شی ، نو د سيلاب مخه به ونيول شی ٠ خو يوه پوښتنه ده چه د ديوالونو د جوړولودپاره زياتی ډبری او خاوری له کوم ځای څخه راوړل کيږی ؟ په دی وخت کښی يو کشپ له اوبو نه راپورته شو او ور ته يی وويل چه په جنت کښی يو ډول عجيبه خاوره ده چه ( سی ژانګ ) نوميږی ٠ که تاسی د دغی خاوری يو موټی پرمځکی وشيندی ، نو سمدستی به جګ شی او په غرونو بدل شی ٠ او تاسی به د اوبو بندی ديوال جوړ کړی ٠ ( ګوين ) ددی خبری په اوريدو سره ډير خوشحال شو او لويديځ خوا ته ولاړ ٠

( ګوين ) د لری فاصلو په وهلو او د زياتو زحمتونو په ګاللو سره بالاخره د ( کوين لوين ) غره ته ستون شو او له اسمانی امپراطور څخه يی غوښتنه وکړه چه دغه عجيبه خاوره ما ته راکړی ٠ خو امپراطور دده غوښتنه رده کړه ٠ ( ګوين ) چه د ولسونو د کړاوونو او مصيبتونو څخه زياته توجه وکړه ، دغه خاوره يی غلا کړه او په پټ ډول بيرته خپل اجدادی کور ته ورسيد ٠ هغه سمدستی دغه عجيبه خاوره په اوبو کښی وشيندله ٠ دغه خاوره سمدستی د سيلاب سره سرم جګيږی او په دی توګه د سيلاب مخه ونيوله شوه ٠ ولسونه چه د سيلاب له لوی مصيبت څخه خلاص شوی ډير خوشحال شول او بيا په بزګرۍ يی پيل وکړ ٠

کله چه اسمانی مپراطور په دی خبر شو چه ( ګوين ) عجيبه خاوره غلا کړی ده ، نو خپل قوماندانان او عسکران يی دنيا ته وروليږل او دغه عجيبه خاوره يی بيرته رايووړه ٠ له دی امله د اوبو بند له منځه لاړ او سيلاب بيا رامنځ ته شو چه کښتونه او کورونه يی ويجاړ شول او زيات شمير ولسونه په څپاندو اوبو کښی مړه شول ٠ پاچا ( ياو ) ډير په قهر شو او ويی ويل چه ( ګوين ) يوازی په دی طريقه پوهيده چه د ديوالونو په جوړولو د سيلاب مخه نيسی ٠ کله چه د اوبو بند ويجاړ شو ، نو مصيبت د پخوانه لازيات سخت شوی دی ٠( ګوين ) د ٩ کالو دپاره اوبه تنظيم کړی خو په پای کښی يی ناکامی ترلاسه کړه ٠ نو بايد هغه ووژنی ٠

پاچا ( ياو ) ( ګوين ) په غره کښی بند کړ او ٣ کالو نه وروسته يی ( ګوين ) وواژه ٠ ( ګوين ) د مرګ نه مخکښی بياهم مصيبت ځپلی خلک زيات يادکړل ٠

شل کاله تير شول او پاچا ( ياو ) واک چاری ( شوين ) ته وسپارلی ٠ پاچا ( شوين ) د ( ګوين ) زوی چه ( يوو ) نوميده ، خپل حضور ته راوغوښت او ور ته يی وويل چه د پلار وظيفه په ميراث واخلی او د اوبو په تنظيمولو لاس پوری کړی ٠ اسمانی امپراطور دغه عجيبه خاوره ( يوو ) ته ورکړه ٠ په لومړی وخت کښی ( يوو ) د خپل پلار په تعقيب د سيلاب د مخنيوی دپاره له عجيبی خاوری نه د اوبو بند ديوالونه جوړ کړل ٠ خو د اوبو بند د جوړيدو نه وروسته څپاندی اوبه د پخوا نه لا سختی شوی او ژر به يی د اوبو بند ديوالونه ويجاړ کړل ٠ په پای کښی ( يوو ) د عبرت درسو د اخستلو نه وروسته په دی پوه شو چه د اوبو مخنيوی په هکله دغه طريقه پوره نه ده ٠ بايد د سيلاب د مخنيوی په عين وخت کښی اوبه نورو سيمو ته بوتلل شی ترڅو سيلاب له منځه لاړشی ٠ نو ( يوو ) د يوه کشپ پر شا د سيلاب دمصيبت ځپلو سيمو ته لاړ ، هغه د خلکو د اوسيدو ځای په عجيبو خاورو جګ کړ او د ښامار په لارښوونه د اوبو لاری جوړی کړی څو چه سيلاب له دغو لارو څخه سمندر ته داخل شی ٠

د روايت له مخی ( يوو ) عجيب قوی قوت درلود ٠ هغه په تبر د( لونګ من ) نومی غر په دوو برخو پري کړ ٠ او د ژيړ سيند اوبه ددی غره له ګړانګ څخه تيريدی ٠ د ژيړ سيند په لره برخه کښی هغه غرونه چه د اوبو مخه يی نيولی په څو برخو وويشل ٠ په دی وجه د ( لونګ من سيا ) ، ( سان من سيا ) ناوو جوړ شوی دی ٠ د زر ګونو کلونو راهيسی دغو دواړو ناوو د څپاندو اوبو څخه د منظردارو ځايونو په توګه بی شميره سيلانيان راجلب کړی او په نړۍ کښی يی زيات شهرت موندلی دی٠

وروسته خلکو د خپل احترام د څرګندولو دپاره ( يوو ) ته ( دا يوو ) نوم ورکړ چه د لوی بابا معنی لری ٠ د سيلابونو د له منځه لری کولو په باب د ( دايوو ) کيسی ډول ډول دی ٠ د روايت له مخی ( دايوو ) د واده په ٤مه ورځ د اوبو د تنظيمولو دپاره له کور څخه ولاړ او په وروستيو ١٣ کالو کښی هغه ٣ واره د خپل کور له مخی تيريده خو يو وار يی خپل کور ته هم نه ؤ تللی ٠ دغه لوی بابا د زياتو زحمتونو او ستونزو په ګاللو سره بالاخره سيلاب له منځه وړی او اوبه يی هم ښی اداری کړی ٠ له دی امله خلکو په ارامی او سوکالی نيکمرغه ژوند تيراوه ٠ خلکو ( دا يوو ) د خپل پاچا په توګه وټاکه ٠ پاچا ( شوين ) د ( دا يوو ) د کارنامی له امله هم په خوشحالی سره واک چاری هغه ته ورکړی ٠

په هغه لرغونی لومړی زمانه کښی چه توليدی قوت يی ډير ضعيف ؤ ، ولسونو په پوره قوت سره د سيلابونو سره مقابله وکړه ٠ دوی د افسانی او رواياتو په ويلو سره خپل هغه قوی ارزو څرګنده کړه چه پر طبيعی افتونو باندی به بری ومومی ٠ ( ګوين ) او ( يوو ) د خلکو په زړونو کښی ٢ قهرمانان دی چه د دغه ارزود ترسره کولو په هکله د دوی نمايندګۍ کوی ٠ او په افسانه کښی د اوبو د تنظيمولو پيچلی جريان چه د دغو دوو قهرمانانو له خوا ګاللی هم د خلکو له خوا تير شوی ؤ ٠ او په پای کښی خلکو په خپل عقل او هوښيارۍ د اوبو د تنظيمولو په باب غوره طريقی جوړی کړی او د ( ګوين ) او( يوو ) په باب کيسی د زر ګونو کلونو په تيريدو سره نسل په نسل د خلکو په منځ کښی وساتله شوه ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12