CRI Online
افسانې

( هاو جی ) او ٥ ډوله غله جات

د چين لرغونی تمدن په زراعتی تمدن پوری اړه درلوده ٠ نو د چين زياتی افسانی د زراعتی چارو په باب دی ٠

د روايت له مخی له هغه وخته چه انسانانو په دنيا کښی پيدا شوی خپل ژوند يی عموماُ د ښکارولو ، کب نيولو او يا د ميوی شکولو په اتکا تيراوه ٠ دوی هره ورځ د ژوند دپاره زيار ايست ٠ خو سره له دی بيا هم کله نا کله له قحطۍ سره مخامخ کيدل ٠ يوه نجلۍ چه ( جيانګ يوان ) نوميده د ( يو تای ) په ځای کښی اوسيده ٠

يوه ورځ ، نجلۍ ( جيانګ يوان ) له بهر څخه کور ته د بيرته ورتګ په لاره کښی پر لندی مځکی باندی د انسان د غټی پښی يوه نښه وليدله ٠ کله چه هغه په دلچسپۍ سره خپله پښه پر دی غټی نښی باندی کيښودله ، وجود يی يو څه ولړزيد ٠او وروسته نجلۍ ( جيانګ يوان ) اميدواره شوه ٠ وخت ژر ژر تيريده ، په پای کښی ( جيانګ يوان ) يو هلک وزيږاوه ٠ څرنګه چه دغه هلک پلار نه درلود ، نو د ګاونديانو په نظر دغه هلک يو بدبخت هلک وګڼل شو ٠ نو دوی په زور سره دغه ماشوم د ( جيانګ يوان ) له غيږی نه ونيوه او په صحرا کښی يی پريښود ٠ دوی فکر وکړ چه دغه هلک به ژر مړ شی ٠ خو حيواناتو دغه هلک ښه وساته او شيدی يی ورکړی ٠وروسته يی ګاونډيانو وليدل چه دغه هلک نه دی مړ شوی ، نو بيا يی وغوښتل چه دغه هلک په ځنګل کښی پريږدی ٠ خو ددوی دسيسه بيا هم ناکامه شوه ٠ په پای کښی دوی دغه هلک پر کنګل باندی پريښود ٠ خو زيات مرغان راغونډ شول او په خپلو وزرونو يی د يخ باد مخه ونيوله ٠

په دی وجه دوی پوه شول چه دغه هلک يو عادی هلک نه دی ٠ نو هغه يی بيا کور ته بيرته راوړ او مورته يی بيرته ورکړ ٠ څرنګه چه دغه هلک څو څو واره د نورو له خوا پريښودل شو ، نو مور يی ور ته د ( چی ) نوم ورکړ او په چينايی ژبه يی د پريښودلو معنی درلوده ٠

( چی ) د کوچنتوب په وخت کښی يو ډير هوښيار هلک ؤ ٠ هغه وليدل چه انسانانو هره ورځ دحيواناتو پسی منډی وهلی ، په هر ځای کښی يی صحرايی ميوی لټولی او ژوند يی تضمين نه و ، نو فکر يی وکړ چه که انسانان په يوه ټاکلی ځای کښی خوراکونه ترلاسه کړی ٠ نو دا به ډير ښه وی ٠ هغه په دقت سره پلټنه وکړه او د صحرايی غنمو ، شولو ، لوبيا او د ږدنونو او ډول ډول ميوو تخمونه راټول کړل او په ټاکلو ځايونو کښی يی وکرل ، په ټاکلی وخت به يی اوبه ورکولی ، وحشی واښه به يی ور څخه وايستلی او په دقت سره به يی ښه روزنه کوله ٠ کله چه دغه کښتونه پاخه شول ، نو زيات حاصلات يی ترلاسه کړل او ثمرونه يی ډير ؤ او خوند يی د پخوانيو صحرايی کښتونو نه ښه ؤ ٠

( چی ) د دغو صحرايی کښتونو د ښه روزلو دپاره د لرګيو او ډبرو څخه ساده الی جوړی کړی ٠ وروسته چه ( چی ) لوی شو په زراعتی چارو کښی يی غنی تجربی ترلاسه کړی ٠ هغه خپلی تجربی نورو ته وښودلی او په دی وجه خلکو چه پخوا يی يوازی د ښکارولو ، کب نيولو او د صحرايی ميوو د شکولو په اتکا ژوند تيراوه په زراعتی چارو لاس پوری کړی ؤ ٠ نو خلکو د خپل احترام د څرګندولو دپاره ( چی ) ته ( هاو جی ) باافتخاره لقب ورکړ چه په چينايی ژبه ( هاو ) د پاچا او ( جی ) د غلودانو معنی درلوده ٠ يعنی خلکو هغه ته د غلودانو پاچا وباله ٠

د ( هاو جی ) د مړينی نه وروسته خلکو دده د کارنامی د يادونی دپاره د هغه مړی په يوه ښکلی ځای کښی چه ( دو ګوانګ جی ايی ) نوميده ښخ کړ ٠ ځکه اسمان ته د ارباب النوعو د ورتګ زينه ددی ځای په اړخ کښی پرته وه ٠ ددی ځای په مځکی کښی هر څه کرل کيدل او د غله جاتو ښه حاصلات ترلاسه کيدل ٠ د منی په فصل کښی به هغه عجيبه منظره تر سترګو کيده او ډول ډول مرغان به د هما په مشرۍ په دی ځای کښی نڅاکوله.


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12