CRI Online
افسانې

د ارباب النوعو ٥ جګ غرونه

وروسته له دی چه د ښاپيری ( نيو وا) له خوا انسانان جوړ شول ، په دنيا کښی په يوه موده کښی ارامتيا وساتله شوه ٠ په يوه ورځ ناڅاپه د اُسمان او مځکی تر منځ سخت ټکر رامنځ ته شو ٠ او په دی اثر په اُسمان کښی يو غټ درز راپيدا شو او مځکه هم وچاوديده او د مځکی له زړی نه قوی اورونه اُسمان ته وخوټيدل چه په دی اثر ځنګلونه وسوځول شول او سيلابونه د غرونو له تل نه په فواره شول او غرونه له دی امله ويجاړ شول ٠ نو شيطانانو ، بلاګانو او وحشي حيواناتو په هرځای کښی نيلی ځغلولی ٠ او انسانان په ژورو او سختو مصيبتونو کښی ډوب شول ٠

ښاپيری ( نيو وا ) چه د انسانانو غمجنی زاری او ناری واوريدی لومړی يی شيطانان ، بلاګانی او پيريان ووژل ، بيا يی سيلابونه له منځه يووړل او وروسته يی د اُسمان د بياجوړيدو په کار پيل وکړ ٠ دغه ښاپيری د لرګيو په وسيله غونډۍ جوړه کړه ترڅو چه لرګينه غونډۍ له اُسمان سره برابره جګه شی ٠ بيا يی د اُسمانی رنګ په شان شنی ډبری پيدا کړی ٠ څرنګه چه په مځکه کښی دومره زياتی شنی ډبری نه پيدا کيدی نو دغی ښاپيری سپينی ، ژيړی ، سری او توری ډبری هم راټولی کړی او د لرګينی غونډۍ دپاسه يی کيښودلی او د مځکی د سخت اور په وسيله دغی ډبری ويلی شړی ٠ ويلي شويو ډبرو د اُسمان درز ډک کړ او په دی توګه اُسمان بيا جوړ شو ٠

که څه هم اُسمان بيا جوړ شو ٠ خو په اصلی شکل بيرته را منځ ته نه شو ٠ څرنګه چه شمال لويديځه خوا يی يو څه ښکته شوه نو لمراو سپوږمۍ لويديځ ته کوزشو او څرنګه چه د مځکی په جنوب ختيځه خوا کښی يو غټ او ژور خندق پيدا شو نو د سيندونو او دريابونو اوبه هم د جنوب ختيځ په لور روانی شوی ٠ او د وختونو په تيريدو سره دغه غټ خندق په سمندر بدل شو ٠

د ( بو های ) بحيری په ختيځ کښی د ګوی شو په نامه يو ډير ژور خندق و چه هم د مځکی اوبه او هم د سمندر اوبه ټولی دی غټ خندق ته بهيدلی خو ددی خندق اوبه په برابره سطحه وساتلی شوی ٠ يعنی نه زياتی شوی او هم نه کمی شوی ٠ نو له دی خندق څخه سيلاب جوړنه شو او انسانانو ته هم تاوان ونه رسيد ٠

په دی ځای کښی ٥ جګ غرونه ولاړ ؤ چه په جلا جلا توګه د ( دای يو ) ،( يوان چياو )، ( فانګ خو ) ، ( اين جو ) او ( پونګ لای ) په نامه ياديدل ٠ او هر يو يی سل زره متره جګوالی درلود او ددوو غرونو تر منځ د ٢ زرو مترو فاصله وه ٠ د غرونو په سر طلايی ماڼۍ جوړی شوی او زيات شمير ارباب النوع پکښی اوسيدل ٠

په دغو غرونو کښی مرغان او حيوانات ټول سپين ؤ او يو شمير عجيبی ونی ولاړی وی چه خوندوری ميوی يی توليدولی او دغی ميوی د يشمونو او مرغلرو په شکل ډيری ښکلی وی او انسان به د دغو ښکلو او خوندورو ميوو د خوړلو نه وروسته تل ژوندی پاتی کيدی ٠ ارباب النوعو به سپين کالی اغوستل او د ملا په دوو اړخونوکښی به يی کوچنی وزرونه ليدل کيدل ٠ دوی وکړای شول چه د دغو وزرونو په وسيله د سمندر دپاسه او په ارت اُسمان کښی د مرغانو په شان په ازاده توګه الوتنه وکړی او د خپلوانو او دوستانو د کتلو دپاره د دغو ٥ غرونو په منځ کښی به الوتل او راالوتل ٠ په ريښتيا ددوی ژوند ډير خوشحاله او نيکمرغه و ٠

خو ددوی يو غم دا ؤ ٠ څرنګه چه دغه ٥ غرونه د سمندری اوبو پر مخ باندی ولاړ ؤ او د سمندری تل سره نه ؤ تړل شوی ٠ نو کله چه به طوفان راپورته کيده ، غرونه به د سمندری څپو سره سم ښکته او پورته کيدل او دا د ارباب النوع په وړاندی يوه لويه ستونزه وه ٠ نو دوی خپل استازی اسمانی امپراطور ته وليږه او خپل غم يی ورته ووايه ٠ اسمانی امپراطور هم په دی انديښنه کښی ؤ چه د اسمان څنډی ته به د دغو غرونو په رسيدو سره دغه ارباب النوع بی کوره پاتی شی ، نو سمندری رب النوع ( يوو چيانګ ) ته يی امر وکړ چه ١٥ لوی شمشتۍ واستوی او دغه ٥ غرونه په شا کړی يعنی يو شمشتۍ يو غر په شا کړ او٢ شمشتۍ د غره د ساتنی وظيفه عملی کړه په دی توګه ٥ شمشتيو ٥ غرونه په شا کړل او نورو ١٠ شمشتيو د غرونو د ساتنی وظيفه اجرا کوله ٠ نو په نتيجه کښی دغه ٥ غرونه په سمندری اوبو کښی ټينګ شول او ارباب النوع له دی کار څخه ډير خوشحاله شول ٠

خو ناڅاپه په يوه کال کښی د ( لونګ بو ) په نامه د غټ انسان د دولت يو غټ سړی دی سمندر ته ورسيد او پکښی يی کبان ونيول ٠ د دی غټ سړی وجود د غره په شان ډير جګ ؤ ٠ هغه وار په واره ٦ شمشتۍ چه د ٢ جګو غرونو د ريښی په حيث يی رول لوباوه ، د سمندر له تل نه راونيولی نو له دی امله دغه ٢ جګ غرونه د خپلو ريښو د له لاسه ورکولو له امله د سمندری څپو سره سم د مځکنی کری شمالی قطب ته ورسيدل او په پای کښی د سمندر په تل کښی ډول شول ٠ او هغه ارباب النوع چه په دغو ٢ غرونو کښی اوسيدل ، په وارخطايی سره په اُسمان کښی ها خوا دی خوا الوتل او راالوتل ٠

اُسمانی امپراطور په دی خبر شو ، نو ډير په قهر شو او د ( لونګ بو) نومی دولت د انسان وجود يی کوچنی کړ ٠ ترڅو دوی نوری پيښی جوړی نه کړی ٠ پاتی ٣ غرونه د شمشتيو په ملا تړلی او تر اوسه د چين په ختيځه بحيره کښی ولاړ دی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12