CRI Online
افسانې

( کوا فو ) لمر نيسی

په لری لرغونی زمانه کښی د هيواد د شمالی برخی په يوه شاړه مځکه کښی يو ډير جګ غر ولاړ و ٠ او په دی غرنی سيمه کښی سمسور څنګلونه ليدل کيدل او د ځنګونو په منځ کښی يو موټی غټ او طاقتور انسانان اوسيدل ٠ ددوی د مشر پر ٢ غوږونو باندی ٢ طلايی مارونه ځوړند ؤ او په لاسونو کښی يی هم ٢ طلايی مارونه نيول شوی ؤ ٠ څرنګه چه دغه مشر ( کوا فو ) نوميده ، نو دغو انسانانو ته د ( کوافو ) قبيله ويل کيده ٠ د ( کوافو ) دقبيلی خلک زړه سواندی ، مهربان ، زحمتکښ او توريالی خلک ؤ او له نورو سره يی کوم کشمکش نه کاوه ٠ دوی په ارام او خوشحاله زړه نيکمرغه ژوند تيراوه ٠

په يو کال کښی هوا ډيره ګرمه وه ٠ پر مځکی باندی د لمر د تودی وړانګی د شيندلو له امله د ونو پاڼی ژيړی او مړاوی شوی او سيندونه وچ شول ٠ د ( کوا فو ) د قبيلی خلکو دغه سخته ګرمی و نه زغمله ، نو يو د بل پسی مړه شول ٠ مشر ( کوا فو ) ډير غمجن شو ٠ خپل سر يی لمر ته پورته کړ او خلکو ته يی وويل چه لمر ډير شرير دی ٠ زه به هرومرو دغه لمر ونيسم ٠ تر څو هغه د انسانانو امر قبول کړی ٠ خلکو چه دده خبره واوريده ، ور څخه يی وغوښتل چه ته مه ځه ! ګوره ، لمر زمونږ څخه دومره لری دی ٠ که ته په دی کار لاس پوری کړی ، هرومرو به د ستړتيا له امله مړ شی ٠ ځينو يی وويل چه ګوره ! لمر دومره ګرم دی او ته به د ګرمۍ له امله مړ شی ٠ خو سره له دی ( کوا فو) بيا هم پر خپل عزم باندی ټينګار وکړ او خپلو مصيبت خپلو خلکو ته يی وويل چه ستاسو د خوشحالۍ او ارامی د ساتلو دپاره به زه حتماُ دغه کار ترسره کړم ٠

( کوا فو ) له خپلو خلکو سره خدايی پامانی وکړه او د لمر د راختلو خوا ته يی لوی لوی ګامونه واخستل ٠ لمر به په اُسمان کښی په بيړه سره حرکت کاوه او ( کوافو ) به پرمځکی باندی د غرونو د طی کولو او د سيندونو په پوری وتلو سره چټکی منډی وهلی ٠ ځمکه د( کوافو ) د قوی ګامونو په وهلو سره متزلزله کيده ٠ ( کوا فو ) ستړی شو او پر مځکی کيښناست ٠ هغه له خپلو بوټانو څخه خاوری وايستلی او دغه خاوری سمدستی په لويی غوندۍ بدلې شوی ٠ ( کوافو ) د ډوډی پخولو دپاره ٣ ډبری راغونډی کړی او ديګ يی ور باندی کيښود ٠ نو دغه ٣ ډبری په ٣ جګو غرونو بدلی شوی چه هر يو يی څو زره متره جګوالی درلود ٠

( کوا فو ) بيا د لمر پسی د باد په سرعت منډی ووهلی او ورو ورو لمر ته رانژدی کيده او کله چه هغه د لمر د کوزيدو په ځای د لمر مخ ته ورسيد د اور په شان يوه تک سره کره دده تر سترګو کيده ٠ لمر خپلی قوی او سختی طلايی وړانګی دده پر وجود باندی وشيندلی ٠ ( کوا فو ) په هيجانی سره خپل ٢ مټان خلاص کړل ٠ څو چه لمر په غيږ کښی ونيسی ٠ خو د لمر د سختی ګرمی له امله ( کوافو ) قوی تږی احساسيده ٠ نو هغه د ژيړ سيند غاړی ته لاړ ٠ او د سيند ټولی اوبه يی وڅښلی ٠ خو تږه يی لری نه شوه٠ نو هغه بيا د( وی ) سيند ته لاړ او د( وی ) د سيند ټولی اوبه يی هم وڅښلی ٠ خو د هغه تږی بيا هم کافی لری نه شوه ٠ نو ويی غوښتل چه شمال ته لاړشی او د لوي جهيل ټولی اوبه وڅښی ٠ خو په نيمه لاره کښی ( کوافو ) د ستړتيا او تږی له امله پر مځکی پريووت او مړ شو ٠

هغه د مړينی نه مخکښی زيات تاسف احساس کړ او د خپلی قبيلی خلک يی په ياد راغلل ٠ هغه امسا هوا ته وغورځوله ،د امسا د لويېدو په ځای سمدستی د شفتالو سمسور ځنګلونه رامنځ ته شول او دغو ځنګلونو کال په کاله ښه وده وموندله او د سياحانو دپاره يی لوی سيوری برابری کړ ٠ ترڅو خلک د ونو تر سيوری لاندی خپلی ستړتياوی لری کړی ٠

دغه کيسه چه نوم يی دی ( کوافو ) لمر تعقيبوی ، د چين په لری لرغونی زمانه کښی د وچکالی د له منځه وړلو په هکله د انسانانو قوی ارزو څرګنده کړی ده ٠ که څه هم په پای کښی ( کوافو ) مړ شو ، خو دده توريالی او نه تسليميدونکی روحيه هيڅکله نه مری او تل ژوندی ده ٠ د چين په زياتو تاريخی کتابونو کښی دغه کيسه او مربوط روايات ليکل شوی دی ٠ او د چين په ځينو سيمو کښی خلک د دغه ستر شخصيت د يادونی دپاره جګ غر د ( کوافو ) د غره په نامه يادوی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12