CRI Online
افسانې

ښاپيرۍ ( چانګ عه ) سپوږمۍ ته الوزی

د چين د دهقانی جنترۍ له مخی هر کال د ٨ می مياشتی ١٥ م تاريخ د سپوږمی جشن دی ٠ او دغه جشن ، پسرلنی اختر او د د وريژو جشن چه د ٥ می مياشتی د ٥ می ورځی سره مصادفه ده ، د لرغونی زمانی نه راهيسی د چينی ملت دپاره ترټولو نه ٣ مهم عنعنوی خصوصيت لرونکی جشنونه بلل کيږی ٠ د سپوږمۍ په جشن کښی د کورنی غړی به راغوډيږی ، او د سپوږزمی په رڼا کښی په ګډه سره خواږه خوراکونه او ميوی خوری ٠ ددی جشن په باب يوه افسانه ده چه نوم يی دی ، ښاپيرۍ (جانګ عه ) سپوږمۍ ته الوزی ٠

( جانګ عه ) د سپوږمۍ ښاپيرۍ وه او ميړه يی يو توريالی جنګيالی سرتيری بلل کيده چه د غشی په ويشتلو کښی ډير تکړه ؤ ٠ په لری لرغونی زمانه کښی په دنيا کښی زيات شمير وحشی حيوانات پيدا کيدل چه هميشه به يی انسانان خوړل ٠ اسمانی امپراطور چه په دی خبر شو ، نو ( هاو ايی ) ته يی امر وکړ چه دنيا ته لاړشی او دغسی وحشی حيوانات ووژنی ٠ نو ( هاو ايی ) د خپلی ښکلی ميرمنی چانګ عه سره دنيا ته ورسيد ٠ لږی مودی نه وروسته ( هاو ايی ) زيات شمير وحشی حيوانات چه انسانانو ته يی سخت ضرر رسولی ؤ ، ووژل ٠ او کله چه ( هاو ايی ) خپله دنده په ډاډ سره پای ته ورسوله ، يوه ناڅاپه پيښه رامنځ ته شوه ٠ په اسمان کښی لس لمرونه راپيدا شول ٠ دغه لس لمرونه ټول د اسمانی امپراطور زامن ؤ ٠ دوی يوازی د لوبی دپاره ؤ چه په اسمان کښ راټوليدل او خپلی قوی پلوشی يی پر مځکی باندی شيندلی ٠ د سختی ګرمی له امله مځکی د وچکالی له امله وچاوديدی ٠ په ځنګلونو او کښتونو کښی اور بل شو ، سيندونه وچ شول او زيات شمير خلک د ګرمی او وچکالی له امله مړه شول ٠

دانسان د تباه کوونکی مصيبت په ليدو سره د ( هاو ايی ) زړه وسوځيد ٠ نو لمرونو ته وويل چه تاسی بايد په يو يو ډول او نوبت سره په اسمان کښی خپله دنده عملی کړی ٠ خو مغرور لمرونه دده خبری هيڅ ونه منلی برعکس دوی مځکی ته لا زيات نژدی کيدل او د سوځندی هوا له امله د مځکی په زياتو ځايونو کښی قوی اور بل شو ٠ ( هاو ايی ) د لمرونو د نيلی ځغاستی په مقابل کښی زړه شين شو، نو په قطعی توګه يی پر لمرونو باندی غشی وويشت ٠ لمرونه يو په بل پسی له اسمان نه مځکی ته راکوز شول ٠ په پای کښی هغه وروستنی لمر چه په خپله سهوه پوه شو د ( هاو ايی )له خوا يی وبخښل شو ٠ نو په دی وجه دغه لمر يوازی په اسمان کښی پاتی شو چه سهار به راپورته کيده او ماښام به راکوزيده

څرنګه چه ( هاو ايی ) د انسانانو دپاره د ضرر رسونکی پيريانو په توګه ٩ لمرونه مځکی ته راکوز کړی ؤ ، نو انسانانو له دی برکته خپل ارام او خوشحال ژوند بيا ترلاسه کړی ؤ ٠ او دوی ( هاو ايی ) خپل قهرمان وباله ٠

خو د ( هاو ايی ) د دغه عمل څخه اسمانی امپراطور سخت په قهر شو ٠ نو ( هاو ايی ) او دده ميرمنی ( چان عه ) ته امر وکړ چه په دنيا کښی د تل دپاره پاتی شی او بيرته اسمانی جنت ته لاړنه شی ٠ نو ( هاو ايی ) او ښاپيری ( چانګ عه ) له دی امله په دنيا کښی پاتی شول او د انسانانو دپاره يی زيات ګټور کارونه وکړل ٠ دده ميرمن ( چانګ عه ) په دنيا کښی دغه تريخ اوساده ژوند و نه شو زغملی ، نو هره ورځ يی په چوپه چوپتياکښی په کور پاتی وه ٠ يو وخت ( هاو ايی ) په دی خبر شو چه د( کوين لوين ) د غره رب النوع ملکه يو ډول دوا لری چه انسان د دی دوا د خوړلو نه وروسته به اسمانی جنت ته ورسيږی ، نو هغه د لری فاصلو په وهلوسره د دی غره څوکی ته ورسيد او له ملکی څخه يی د دوا په باب غوښتنه وکړه ٠ څرنګه چه ملکه يوازی يوه دانه دوا دراوده ٠ ( هاو ايی ) نه غوښتل چه يوازی پخپله يی وخوری او ميرمن يی په دنيا کښی پاتی شی او هم نه غواړی چه ميرمن يی وخوری او پخپله په دنيا کښی پاتې شی ٠ نو هغه دغه دوا کور ته يووړه او په يو پټ ځای کښی يی وساتله ٠

خو دغه دوا د ( چانګ عه ) له خوا کشفه شوه ٠ که څه هم پر ( چانګ عه ) باندی ميړه يی ډير ګران ؤ ، خو بيا هم دی ته ليواله وه چه د اسمان په جنت کښی خوشحاله او نيکمرغه ژوند ترلاسه کړی ٠ نو هغه د ٨ می مياشتی په ١٥ مه شپه چه د سپوږمۍ رڼا تر نورو وختونو نه روښانه ښکاري ، په پټ ډول دغه دوا وخوړله ٠ ( چانګ عه ) په دی وجه سپوږمۍ ته والوتله او د سپوږمۍ په يخه ماڼۍ کښی پاتی شوه ٠ کله چه ( هاو ايی ) په دی خبر شو چه ميرمن يی ور څخه جلا شوی ده زړه يی ډير تنګ او

په دنيا کښی يوازی پاتی شو او هغه بيا د انسانانو دپاره زيات ګټور کارونه وکړل ٠ دده يو شاګرد چه ( فونګ مونګ ) نوميده ، د غشی ويشتلو په زده کړه کښی يی ډيره وده وموندله ٠خو نوموړی شاګرد دا شوم نيت پيدا کړ چه خپل استاز ووژنی او له دی لاری به د خپل استاز ځای ونيسی ٠ نو يوه ورځ ( فونګ مونګ ) په داسی حال کښی چه ( هاو ايی ) زيات شراب خښلی او ويده شوی ؤ ، د خپل استاز پر شا يی په غشی وويشت او ( هاو ايی ) په دی توګه د خپل شاګرد له خوا ووژل شو ٠

( چانګ عه ) که څه هم د دنيا له سخت ژوند څخه لری شوی او سپوږمۍ ته تللی ده ، خو هلته يوازی يو سويی او يو سپين ږيری ورسره ملګری ؤ ٠ نو هيڅ ډول خوشحالی يی ترلاسه نه کړه ٠ او هميشه يی خپل ميړه راياداوه ٠ په تيره بيا د هر کال د ٨ می مياشتی په ١٥ مه شپه چه د سپوږمی رڼا ډيره روښانه ده او په هغه وخت کښی هغه له خپل ميړه څخه جلا شوی وه ، نو له خپل ميړه سره د ګډ ژوند په باب يی خوږی خاطری رايادولی


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12