CRI Online
افسانې

( هوانګ دی ) پر( څه يو ) باندی غلبه وموندله

څو زره کاله مخکښی د چين د ژيړ سيند او يانګځی سيند په سواحلو کښی د زيات شمير قبايل اوسيدل ٠ ( هوانګ دی ) د ژيړ سيند په غاړو کښی د يوی غښتلی قبيلی مشر ؤ ٠او په دی سيمه کښی د يوی بلی مشهوری قبيلی مشر ( ايان دی ) نوميده ٠ ( هوانګ دی ) او ( يان دی ) دواړه وروڼه ؤ ٠ د يانګځی سيند په غاړو کښی د ( جيو لی ) په نامه يوه قبيله وه چه مشر يی ( څه يو ) نوميده او په جګړه کښی ډير سرتير توريالی ؤ ٠

( څه يو ) ٨١ تنه وروڼه درلودل چه هر يو يی د حيوان وجود او د انسان بڼه لرله ٠ ددوی مسی سرونو او اوسپنيزو مټو بی حده قوتونه درلودل ٠ دوی د تورو ، غشيو او لينديوپه شمول د ډول ډول جنګی وسايلو په جوړولو ډير تکړه ؤ ٠ او د( څه يو ) په مشرۍ دغه غښتلی قبيلی هميشه پر نورو قبايلو باندی تيری کاوه ٠

يو وار( څه يو ) د ( ايان دی ) سيمه ونيوله ٠ ( ايان دی ) خپل عسکر راسمبال کړل او له ( څه يو ) سره يی بالمثله مقابله وکړه خو په جګړه کښی ( ايان دی ) سخته ماتی وخوړله ٠ ( ايان دی ) چه د ( څه يو ) له خوا وشړل شو ، مجبوراُ د ( هوانګ دی ) سيمی ( ځو لو) ته وتښتيد او له ( هوانګ دی ) څخه يی مرسته وغوښتله ٠ ( هوانګ دی ) لا پخوا دا نيت درلود چه ( څه يو ) او دده قبيله ويجاړه کړی ٠ نو هغه د نورو قبايلو له مشرانو سره يوه اتحاديه جوړه کړه او د( ځولو ) په ارته مځکه کښی يی له ( څه يو ) سره د ژوند او مرګ سخته جګړه وکړه ٠ دغه جګړه په تاريخ کښی د ( ځولو ) لويه جګړه بلل کيده ٠

د جګړی په پيل کښی ( څه يو ) په خپلو غوره او مترقی وسايلو او طاقتورو عسکرو وار په واره بری وموند ٠ وروسته ( هوانګ دی ) د ښامار او نورو عجيبو وحشی حيواناتو په مرسته پر( څه يو ) باندی سخت بريدونه وکړل ٠ که څه هم د ( څه يو ) پوځيان غښتلی ؤ ، خو د ( هوانګ دی ) د نظامی قواوو او صحرايی حيواناتو د ګډو قوی بريدونو مخنيوی يی ونه شوکړی ، نو( څه يو ) خپل جنګی طاقت له لاسه ورکړ او پوځيان يی هم تيت او پرک شول ٠

د ( هوانګ دی ) په امر عسکرو يی د ( څه يو ) د مغلوب شويو عسکرو پسی منډی ووهلی ٠ ترڅو ( څه يو ) او دده عسکر ټول له منځه وايستل شی ٠ ناڅاپه په اُسمان کښی توره تياره شوه ٠ طوفانی باد ولګيده او قوی تندر له بريښنا سره پر ارتی مځکی باندی وچليده او سخت باران هم واوريده ٠ د ( هوانګ دی ) پوځيانو په دی سخته او خرابه فضا کښی خپل دښمنان ورک کړل ٠ اصلاُ د باد ، باران او تندر ارباب النوعو د ( څه يو ) په غوښتنه هم په دی جګړه کښی ګډون کړی ؤ ٠ او ( هوانګ دی ) هم له اُسمان څخه د وچکالی رب النوع راوغوښت څو چه د ( څه يو )سره د مرسته کوونکو ارباب النوعو سره مقابله وکړی ٠ د سترګو په يوه رپ کښی باد او باران ودريدل او اُسمان بيا شين شو ٠

( څه يو ) بيا په خپل طلسم او جادو سخته لړه پر مځکی وشيندله ٠ نو د ( هوانګ دی ) عسکر لاره و نه پيژندله ٠ په دی حالت کښی ( هوانګ دی ) د اُسمان د هغو ځلاندو ستورو په مرسته چه تل شمالی خوا ښيی ، د قطبنما يوه ګاډی جوړه کړه او له دی امله خپل عسکر يی له سختو لړو څخه خلاص کړ ٠

د زياتو سختو او شديدو جګړو نه وروسته ( هوانګ دی ) په وار سره د ( څه يو ) ٨١ تنه وروڼه ووژل او په پای کښی يی ( څه يو ) په ژوندی توګه ونيوه ٠( هوانګ دی ) امر وکړ چه ( څه يو ) په ځينځيرونو وتړی او هغه ووژنی ٠ څرنګه چه ( هوانګ دی ) په دی ويره کښی ؤ چه ( څه يو ) به د مړينی نه وروسته بيا جادو وکړی ، نو د ( څه يو ) سر او وجود يی په جلاجلا توګه په دوو لری ځايونو کښی ښخ کړل ٠ او هغه ځينځيرونه چه ( څه يو ) يی تړلی ؤ په څړ غره کښی وغورځول شول ٠ خو دغه ځينځيرونه په ځنګل بدل شول چه پاڼی يی تکی سری ښکاريدی ٠ د خلکو په عقيده دغه سری پاڼی د( څه يو ) وينی دی ٠

د ( څه يو ) د مړينی نه وروسته دده توريالی څيره د پيری په شان لا هم د خلکو د ويريدو وړ وه ٠ ( هوانګ دی ) پر خپل جنګی بيرغ باندی د( څه يو ) تصوير جوړ کړ څو چه دخپلو عسکرو جنګی مورال راپورته کړی او دښمنان وويروی ٠ وروسته ( هوانګ دی ) د زيات شمير قبايلو ملاتړی ترلاسه کړه او د ټولو قبايلو د مشر په حيث ټاکل شوی ؤ ٠

( هوانګ دی ) ډول ډول استعدادونه درلودل او زيات اختراعات يی رامنځ ته کړی ؤ مثلاُ د ماڼۍ ، ګاډی ، بيړۍ او رنګه کالی د جوړولو په شمول داسی نور ډول ډول مهارتونه يی درلودل ٠ د ( هوانګ دی ) ميرمن ( لو ځو ) هم يوه اختراع کوونکی ښځه وه ٠ پخوا د وريښمو چينجی وحشی وی ٠ او انسانان دوريښمو د چينجيو په اهميت باندی هيڅ نه پوهيدل ٠ ( لوځو ) خلک پوه کړل چه څنګه د وريښمو چينجی وروزی ، له دغو چينجيو څخه د وريښمو تارونه ترلاسه کړی او د وريښمو ټوکران يی ور څخه جوړ کړی ٠ له دی نه وروسته چين د اورښمو تمدن ترلاسه کړ ٠ علاوه په دی ( هوانګ دی ) د انسانانو پر وجود باندی د باران د مخنيوی دپاره د چترۍ په شکل يوه ودانی جوړه کړه او ( لوځو ) ددی ودانی په شکل لاسی چترۍ جوړه کړه ٠

د چين په لرغونو رواياتو کښی ( هوانګ دی ) يو ډير د احترام وړ لوي شخصيت ؤ ٠ د چينايانو په عقيده ( هوانګ دی ) د چينی ملت مؤسس ؤ ٠ دوی خپل ځانونه د ( هوانګ دی ) وارثان بولی ٠ څرنګه چه ( هوانګ دی ) او ( ايان دی ) دواړه وروڼه ؤ ، نو چينايان هم خپل ځانونه د ( ايان ) ( هوانګ ) په اولادونو پوری تړلی ګڼی٠ دوی د خپلو ګډو اسلافو د يادونی دپاره د چين د ( شان سی ) ولايت د ( هوانګ لينګ ) ولسوالۍ په شمالی غرنی سيمه کښی د ( هوانګ دی ) مقبره جوړه کړه او د هر کال په پسرلی کښی د چينايانو استازی د نړۍ له بيلا بيلو سيمو نه دی ځای ته راغونډيږی او دغه ستر سلف ته چه چينی ملت يی جوړ کړی دی خپل د احترام مراتب څرګندوی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12