CRI Online
افسانې

ښاپيری ( نيو نوا ) انسان جوړوی

وروسته تر هغه چه لوی قهرمان ( پان ګو ) اُسمان او مځکه جلا کړه ، ښاپيرۍ ( نيو وا ) چه د انسان وجود او د ښامار لکۍ درلوده ، د اُسمان او مځکی تر منځ ها خوا دی خوا سيل وکړ ٠ په هغه وخت کښی که څه هم په مځکه کښی غرونه ، سيندونه ، ونی او واښه پيدا شوی او مرغان ، حيوانات ، چينجی او کبان هم ليدل شوی ؤ ، خو فضا يی بيا هم خورا له سوکالۍ نه ډکه او مرګانه احساس کيده ٠ ځکه چه په مځکه کښی انسان نه ؤ ٠ يوه ورځ ښاپيرۍ ( نيو وا ) په څړ ځای کښی چکر وواهه ٠ خو په چاپيريال کښی يی چوپ چوپتيا وه ٠ نو زړه يی ډير تنګ و ٠ هغی فکر وکړ چه بايد د اُسمان او مځکی ترمنځ د حيات نه ډک شيان جوړ کړم ٠

ښاپيرۍ ( نيو وا) د ژيړ سيند په غاړو د خپلی لکۍ په وسيله ښويېده او کله چه سر يی ټيټيده ، د سيند له اوبو څخه رامنعکس شوی خپله ښکلی څيره وليده ٠ هغه ډيره خوشحاله شوه ٠ نو تصميم يی ونيوه چه د سيند له تل څخه خټی راواخلی او په دغو خټو يی د خپلی څيری په شان خاورين انسان جوړکړی ٠ لږ وروسته ( نيو وا ) زيات خاورين انسانان جوړ کړل ٠ هغی د هر خاورين انسان دپاره د لکۍ په ځای ٢ پښی جوړی کړی او بيا وروسته يی پر دغو خاورينو انسانانو باندی ساه ووهله او په دی توګه خاورين انسانان ژوندی شول چه په خپلو پښو ګرځی او خبری کوی ٠ دغه ښاپيرۍ پر ځينو انسانانو باندی د نر توريالی روح واچاوه او پر ځينو يی د ښځو نرم روح واچاوه او په دی توګه دغه انسانان په نارينه و او ښځو بدل شول ٠

( نيو وا ) وغوښتل چه په ټوله ارته مځکه کښی انسانان جوړ کړی ٠ خو هغه زياته ستړی شوه ٠ نو يوه چابکه طريقه يی غوره کړه چه د يوی رسۍ په وسيله د سيند له تل نه خټی راپورته کړی او خټی يی پر مځکی وشيندلی او د خټو هر څاڅکی به په يوه انسان بدل شو ٠ او په دی توګه ( نيو وا) په ګرده مځکه کښی انسانيت جوړ کړ ٠

په لويه مځکه کښی انسانيت پيدا شو ٠ خو ( نيو وا ) بيا فکر وکړ چه انسانان به څنګه د تل دپاره ژوندی پاتی شی ؟ نو هغی نارينه و او ښځو ته د وارثانو د جوړولو په باب معلومات ورکړل ٠ نو انسانيت په همدی توګه نسل په نسل ساتل شوی او شمير يی مخ په زياتيدو شوی دی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12