CRI Online
د تاريخی ځايونو په باب کيسه

د ( سی هو ) په نوم د جهيل په باب کيسه

د چين په ختيځه برخه کښی د ( هان جو) نومی ښار شته او په دی ښار کښی د( سی هو ) په نامه يوښکلی جهيل پروت دی ٠ دجهيل ښکلا د لرغونی تاريخ نه راهيسی د بی شميرو داخلی او خارجی سيلانيانو زوړنه کښلی او کاږی يی ٠ په ١٤مه پيړی کښی د ايتاليی نامتو مسافر ( مارکوپولو ) د ( هان جو ) ښار ته ورسيد او د ( سی هو ) جهيل يی داسی ستايلی دی چه که څوک د ( سی هو ) جهيل په چاپريال کښی ژوند وکړی لکه په جنت کښی ژوند کوی ٠ د ( سی هو ) جهيل د چين په ختيځه برخه کښی د( جه جيانګ ) ولايت په مرکز ( هان جو ) ښار کښی واقع دی او دغه جهيل د يوی قيمتی مرغلری په حيث د خلکو په زړونو کښی خوږی خاطری پريښودلی دی ٠ د جهيل ٣ خواوی شنه غرونه دی ، اوبه يی خورا رڼی بهيږی او د جهيل په غاړو د ( بای تی ) او ( شو تی ) په نامه هغه ٢ اوږدی لاری چه د چين د ٢ نامتو شاعرانو نومونه ور باندی کيښودل شوی دی لکه ٢ وريښمينی شنی فيټی د اوبو د نرمو څپو سره سريښی شوی دی او سيلانيان چه په دغو ٢ لارو چکروهی هم رنګارنګ ګلان او شنی ونی کتلی شی او هم د اوبو او غرونو د ښکلی منظری څخه خوند اخستلی شی ٠ د ( سی هو ) د جهيل هوا د کال په ٤ فصلونو کښی د خلکو دپاره مناسبه ده ٠ نو د لرغونی تاريخ نه راهيسی د چين زيات شمير مشهورو شاعرانو او ليکوالانو د ښکلی منظری په ليدو سره حتی ونه غوښتل چه له دی ځايه ولاړشی ٠ دوی د ( سی هو ) د جهيل د ستاينی په هکله زيات ښکلی شعرونه او مقالی وليکلی او تر اوسه پوری يی د خلکو په زړونو کښی کلک مقام نيولی دی ٠ د بيلګی په توګه د ( سونګ ) په امپراطوری سلسلو کښی نامتو شاعرچه ( سو دونګ پو ) نوميده ٠ د ( سی هو ) جهيل د چين د لرغونی زمانی د مشهوری ښکلی پيغلی ( سی شه ) په توګه راياد کړ او په دی باب يی يو نا فنا کيدونکی شعر وليکه او دغه شعر تر اوسه پوری د خلکو په منځ کښی نسل په نسل ويل کيږی ٠

د ( سی هو ) د جهيل په باب ښکلی روايات ډول ډول دی ٠ او د ( دوان چياو ) د پل په باب کيسه د چين په روايت کښی يوه ډيره مشهوره کيسه بلل کيږی ٠

د روايت له مخی يو سپين مار ؤ چه په مذهبی روزنی کښی د زر کالو د زحمت ګاللو نه وروسته ديوی ښکلی پيغلی په توګه بدل شو ٠ په چينايی ژبه سپين ته ( بای ) وايی نو هغه د پيغلی ( بای ) په نامه ياديده ٠ او يو بل شين مار ؤ چه هم د ٥ سوو کالو زيار ايستلو نه وروسته په يوی هوښياری نجلۍ بدله شوه ٠په چينايی ژبه ( سياو ) کوچنی ته او ( شين ) چينګ ته وايی ٠ نو په دی کيسه کښی خلکو ور ته د ( سياو چينګ ) نوم ورکړ ٠ دوی دواړه په دی خبر شوی چه د ( سی هو ) جهيل ډير ښکلی دی ، نو په ملګرتيا سره د دی جهيل سيل ته ولاړی ٠ کله چه دوی د ( دوان چياو ) په نامه پل ته ورسيدی ، پيغلی ( بای ) يو ځوان زلمی چه ( شو سيان ) نوميده ډير خوښ کړ ٠ نو نجلۍ ( سياو چينګ ) د خپلی خور لنډی د مرستی دپاره جادوګری وکړه ٠ او د جادو ګری له امله په اسمان کښی توری وريځی راټولی شوی ٠ بيا وروسته سخت باران واوريد٠ زلمی ( شو سيان ) په تلوار سره خپله چترۍ خلاصه کړه او د جهيل غاړی ته ولاړ او بيړۍ يی راوغوښتله تر څو کور ته بيرته ولاړ شی ٠ هغه وليدل چه ٢ نجوڼی په باران کښی ولاړی دی ، نو خپله چترۍ يی دوی ته ورکړه او پخپله په باران کښی ددوی څخه لری ولاړ ٠ پيغلی ( بای ) وليدل چه دغه زلمی يو پاک ځوان دی ، نو هغه يی لا زيات خوښ کړ ٠ مقابلتاُ زلمی ( شو سيان ) د پيغلی ( بای ) د ښکلا له امله هم ورسره مينه پيدا کړه ٠ دوی دواړو د نجلۍ ( سياو چينګ ) په مرسته واده وکړ او د جهيل په غاړه يی د ناروغۍ د علاج دپاره يو کلينيک پرانست ٠ او د همدی کار له امله د ګاونډيانو له خوا زيات وستايل شول ٠

خو دجهيل په بله غاړه د ( جينګ شان ) په نامه معبد ؤ او د معبد د لوی بودا ( فا های ) په نظر ميرمن ( بای ) چه په اصل کښی پيری وه ، حتماُ به انسان ته ضرر ورسوی ٠ نو هغه په پټ ډول ( شو سيان ) ته د ميرمنی ( بای ) راز ووايه ٠که څه هم ( شو سيان ) د ( فا های ) پر خبرو باندی دومره يقين نه درلود خو بيا يی هم په وارخطايی سره شپی ورځی تيرولی ٠ د وريجو جشن راغی ٠ د رسم رواج سره سم په دی جشن کښی بايد خلک شراب وڅښی ٠ ترڅو کورنی يی په امن شی ٠ ( شو سيان ) د راهب ( فا های ) د خبرو سره سم هم خپلی ماندينی ته شراب ورکړل ٠ که څه هم ميرمن ( بای ) اميدواره شوی وه ٠ خو هغه د خپل ميړه د قوی غوښتنی سره سم شراب وڅښل ٠ په نتيجه کښی داسی تراژدی را پيښه شوه چه هغه خپلی اصلی څيری يعنی سپين مار ته بيرته واوښته او ( شو سيان ) ديوه غټ سپين مار په ليدو سره د سختی ويری له امله مړ شو ٠ سپين مار يعنی ميرمن ( بای ) د خپل ميړه د ژغورلو دپاره د لری فاصلو په وهلو سره د ارباب النوعو د اوسيدو غره ته لاړه څو چه هغه اعجازی دوا غلا کړی چه مړ شوی انسان د دوا د خوړلو نه وروسته بياراژوندی کولی شی ٠خو د هغی د غلا عمل ناکام شو ٠ د غره رب النوع د زلمی ( شو سيان ) سره د سپين مار د سپيڅلی مينی له امله هم متاُثر شو نو دوا يی د تحفی په توګه ورکړه ٠ ( شو سيان ) په دی عجيبه دوا راژوندی شو او هغه په دی پوه شو چه ماندينه يی که څه هم يو سپين مار دی خو ورسره ډيره مينه لری ٠ نو ددوی تر منځ مينه لازياته قوی او پخه شوه او په خوشحالی يی يی ژوند تيراوه ٠

خو ( فاهای ) ونه شو زغملی چه سپين مارپه دنيا کښی د انسان په شان ژوند وکړی ٠ نو ( شوسيان ) يی په دوکه ماری سره معبد ته يووړ او ( شو سيان ) يی دی ته اړ کړ چه په معبد کښی په بودايی بدل شی ٠ سپين مار او شين مار ډير په قهر شول ٠ دوی د اوبو د حيواناتو په په وړلو سره پر دی معبد باندی بريد وکړ څو چه ( شو سيان ) له دی معبد څخه بچ کړی ٠ دوی په پرله پسی توګه طلسم وکړ ، سيلاب يی راپورته کړ او دغه معبد يی د سيلاب په اوبو کلابند کړ ٠ مقابلتاُ ( فا های ) هم په جادوګری سره ورسره مقابله وکړه ٠ په پای کښی سپين مار د اميدواری له امله ماتی وخوړله او د شين مار په حفاظت له غره څخه شا ته لاړه ٠ په دی وخت کښی ( شوسيان ) دراهبانو د بی پروايی څخه په استفادی سره د ( جينګ شان ) د معبد څخه وتښتيد ٠ کله چه دوی د ( دوان چياو ) پل ته ورسيدل ، او يو له بل سره مخامخ شول ، سخت ډير يی وژړل ٠ ( شوسيان ) او سپين مار د زياتو کړاونو او مصيبتونو د ګاللو نه وروسته بالاخره يو ځای شول او يو له بل سره يی د پخوا په پرتله مينه نوره هم زياته شوه ٠ ميرمنی ( بای ) يو زوی وزيږاوه ٠ خو ( فاهای ) د ( شو سيان ) کور ته راغی ٠ هغه په بی رحمۍ سره سپين مار د( لۍ فونګ ) په نامه څلی کښی بنده کړه او ويی ويل : تر څو چه دغه څلی ويجاړ شی هغه دنيا ته بيرته راتلای شی ٠

د زياتو کلونو نه وروسته شين مار بالاخره مذهبی روزنه بشپړه کړه او د ( سی هو ) جهيل ته بيا ورغی ٠ هغه پر ( فا های ) باندی غلبه وموندله ، د جهيل اوبه يی له منځه وايستلی ، د ( لۍ فونګ ) څلی يی ويجاړ کړ او سپين مار يی له دی څلۍ څخه وژغوره ٠

د ميرمنی ( بای) او( شو سيان ) د مينی په باب د غم ښادۍ نه ډکه کيسه د سيلانيانو زړونه راکاږی او د ( سی هو ) جهيل له دی امله لا ښکلی او د اعجاز نه ډک ښکاری ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12