CRI Online
د تاريخی ځايونو په باب کيسه

د( شن يانګ ) د امپراطوری ماڼی په باب کيسه

د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ چه د چين په شمال ختيځ کښی واقع ده ، د پيمانی او موجوديت له لحاظه يی د بيجينګ د امپراطوری ماڼی نه وروسته په هيواد کښی دوهم مقام نيولی دی ٠ د بيجينګ امپراطوری ماڼۍ په نړۍ کښی زيات شهرت لری ٠ خو د بيجينګ د امپراطوری ماڼۍ سره د ( شن يانګ ) د امپراطوری ماڼۍ توپير دا دی چه دغه ماڼۍ د ( مان ) د قوم د امپراطورانو له خوا جوړه شوی وه ٠ د ( شن يانګ ) د امپراطوری ماڼۍ ځانګړی تاريخ او قوی قومی رنګ د خلکو زياته توجه ځانته راجلب کړی او کوی يی ٠

د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ د چين په شمال ختيځه سيمه کښی د ( لياو نين ) ولايت د مرکز ( شن يانګ ) ښار په منځنی برخه کښی واقع ده ٠ دغه ماڼۍ د ١٦١٦ م کال نه تر ١٩١١م کاله پوری د ( چينګ ) د سلطنت د تاسيسيدو په لومړی وخت کښی امپراطوری ماڼۍ وه ٠ د مانۍ تاريخ ځانګړی خصوصيت درلود ٠ د ١٧ می پيړی په ابتدايی وخت کښی د چين په شمال ختيځ کښی د ( مان ) په نامه قوم چه کوچيانی ژوند يی تيراوه ، د ( هاو جين ) په لقب رژيم جوړ کړ ٠ د ( هاو جين ) لوی خان ( نورهاچ ) ( شنګ يانګ ) ښار د خپل مرکز په توګه وتاکه او پکښی يی د شاهی ماڼۍ په جوړولو پيل وکړ ٠ د ( نورهاچ ) زوی ( هوانګ تای جی ) پر امپراطوری تخت باندی د کيښناستلو نه وروسته پخوانی دولتی لقب ( هاو جين ) په ( چينګ ) بدل کړ او د امپراطوری ماڼۍ ابادی يی بشپړه کړه ٠ او دغه امپراطوری ماڼی هم د( شنګ يانګ ) امپراطوری ماڼۍ ده ٠ د ( چينګ ) د سلسلی دوو امپراطورانو ( هوانګ تای جی ) او ( فولين ) په دی ماڼۍ کښی امپراطوری مراسم پر ځای کړل او امپراطوری واکونه يی ترلاسه کړل ٠ وروسته د ( چينګ ) پوځيانو جنوب ته لښکر کشی وکړه او د چين مرکزی سيمی ته داخل شول ، د ( مينګ ) امپراطوری حکومت يی نسکور کړ او د چين په ټول هيواد کښی يی نوی مرکزی واکمن رژيم تاسيس کړ ٠ د ( چينګ ) امپراطور خپل مرکز له ( شنګ يانګ ) څخه بيجينګ ته انتقال کړ ٠ او په دی توګه د ( چينګ ) د سلسلی امپراطوران د بيجينګ په امپراطوری ماڼۍ کښی واوسيدل او ( شنګ يانګ ) ښار د ( چينګ ) د سلسلی د دوهم مرکز په توګه وټاکل شو ٠ نو د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ هم په دوهمی امپراطوری ماڼۍ وبلله شوه ٠

د ( شنګ يان ) امپراطوری ماڼۍ ٦٠ زره مربع متره ځمکه نيسی او پکښی څه دپاسه ٧٠ ودانۍ او څه دپاسه ٣٠٠ سالونونه او کوټې جوړی شوی دی ٠ د چين د عنعنوی امپراطوری ماڼۍ د ساختمان سره ددی ماڼۍ توپير دا دی چه ور باندی د کوچيانی قوم قوی رنګ پوښول شوی دی ٠ د مانۍ ساختمانی ودانۍ په منځنيو ، ختيځو او لويديځو لارو ويشلی شوی دی ٠خصوصاُ په ختيځه لاره کښی د ودانيو ترتيبات د کوچيانی قوم ښه نمايندګی کوی ٠ په دی لاره کښی عمده ودانی ديوال نه لرونکی شاندار سالون دی چه امپراطورانو به پکښی دولتی چاری اجرا کولی او مهم او درانده مراسم به يی پکښی پرځای کول ٠ د لوی سالون په دوو اړخونو کښی لس وړوکی ودانۍ په ٢ قطارونو مخامخی ولاړی دی چه د لسو مهمو وزيرانو د کار کولو دپاره برابری شوی وی ٠ دغه لس ودانۍ هم ديوالونه نه لری ٠څرنګه چه په ساختمانی نظر دغه شانداره سالون تر نورو نه ښکلی او باعظمته دی ، نو ور ته ماڼۍ ويل شوی ده ٠ خو داسی ودانی د کيږدۍ په شکل جوړی شوی دی ٠او دا د کوچيانی ژوند څخه د ( مان ) د قوم د ودی ښه څرګندوی دی ٠

د ( شنګ يان ) په امپراطوری ماڼۍ کښی د ( مان ) قوم رنګارنګ دود دستورونه ليدل کيږی ٠ مثلاُ په منځنی ساختمانی لاره کښی د ( چينګ نين ) نومی ماڼۍ د لويې دروازی په وړاندی ميدان کښی د ٧ مترو په جګوالی يو لرګينه ستنه ولاړه ده چه بنسټ يی يوه غټه سپينه ډبره ده ٠ د ستنی پر سر باندی د قلعی په موادو جوړه شوی يوه غټه کاسه تړله شوی ده ٠د روايت له مخی دغه د ( سو لوين ) په نامه ستن اسمان ته د ( مان ) د قوم د عبادت کولودپاره مقدس ستنه بلل کيده ٠ د ( مان ) د قوم د عنعناتو سره سم اسمان ته د عبادت کولو په وخت کښی به د ستنی د سر په قلعی کاسه کښی وريژی او غوښی برابری وی څو چه مرغان داسی خوراکونه وخوری ٠ دغه رسم رواج د يوه روايت څخه راغلی دی ٠ د ( چينګ ) د سلطنت موسس ( نورهاچ ) په يوه وخت کښی د دښمنانو له خوا تعقيبيده ٠ هغه د خطرناکو حالاتو څخه د ځان د بچ کولو دپاره به هاخوا دی خوا ته منډی وهلی ٠ په پای کښی هغه د سختی ستړيا له امله طاقت له لاسه ورکړ چه کومه لاره پيدا کړی ٠ نو مجبورا يی په يوه هغه وچه وياله کښی چه له واښو څخه ډکه وه ځان پټ کړ ٠ په دی وخت کښی يو شمير مرغان راغلل او ټول د ( نورهاچ ) پر وجود باندی راکوزيدل ٠ دغو مرغانو په خپلو بدنونو د( نورهاچ ) وجود پټ کړ ٠ او په دی توګه ( نورهاچ ) د دښمنانو څخه وژغورل شو ٠وروسته ( نورهاچ ) د ( جينګ ) دولت تاسس کړ او پر امپراطوری تخت باندی کيښناست ٠ هغه ددغو مرغانو څخه د مننی دپاره ټولو خلکو ته امر وکړچه د خپل کور په انګړ کښی کاسه لرونکی جګه ستن وتړی او په کاسه کښی دی خوراکونه برابرکړی ٠ ددی روايت سره سم د ( شن يانګ ) په امپراطوری ماڼۍ کښی د لوی سالون په انګړ کښی دغه کاسه لرونکی جګه ستنه هم وتړله شوه او وروسته دا د ( مان )د قوم يو رسم رواج وګرځيد ٠

د ( شن يانګ ) په امپراطوری ماڼۍ کښی د ( مان ) د قوم کلتور په هرځای کښی ليدل کيږی ٠ مثلاُ د اوسيدو کوټه د رسمی سالون څخه جګه ده ٠ دا په غرنی او ځنګلداری سيمو کښی د( مان ) د کوچيانی قوم د يوه عادت ادامه بلل کيده چه د ښکارکولو په وخت کښی به دوی عموماُ جګ ځای د اوسيدو د کور په توګه ټاکه ٠ خو ان د ( چينګ ) سلسلی په ابتدايی وخت کښی واکمنی طبقی د مرکزی سيمی کلتور منلی و ٠ نو د ( هان ) د قوم کلتور د ( شنګ يانګ ) په امپراطوری ماڼۍ کښی هم ليدل کيږی ٠ مثلاُ لوی او شاندار رسمی سالون د ( سونګ ) د امپراطوری سلسلی د ساختمانی شکل سره سم اباد شوی دی ٠ دا د ( هان ) د قوم د عنعنوی ساختمانی شکل بلل کيږی ٠ دغه شان د اوسيدو د کوټو نومونه يی هم د ( هان ) د قوم په کلتوری او ادبی سبک ټينګ شوی ؤ ٠

د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ عمده جوړښت په ١٦٢٥ م کال کښی د لسو کالو د هلو ځلو نه وروسته بشپړ شو ٠ وروسته دغه ماڼۍ د ( چينګ ) د سلسلی د ( کانګ سی )، ( يوونګ جنګ ) او ( چيان لونګ ) د ٣ امپراطورانو له خوا ترميمه او نوی شوه چه ساختمانی ابادۍ يی په دوامداره توګه ١٥٠ کاله ونيول ٠ نو ځکه د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ د ( هان ) ، ( مان ) ، ( مغول )، ( خوی ) ، ( تبت ) او داسی نورو قومونو د ساختمانی هنری سبکونو په يوځای کولو سره جوړه شوی ده ٠ نو ويل کيږی چه د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ د چينی ملت فرهنګی مجموعه ده او د يوه واحد او زياتو قومونو لرونکی هيواد په حيث د چين يوه مهمه علامه بلل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12