CRI Online
د تاريخی ځايونو په باب کيسه

د ( چيان ) مقبری د بی ليک دود کتيبه

د چين په لويديځه سيمه کښی د ( شان سی ) ولايت د( وی ) سيند په شمالی غاړه کښی د ( چيان ) په نامه يوه مقبره ولاړه ده او په څه دپاسه ٢٠٠٠ کلن فيوډالی تاريخ کښی هغه يوازی مقبره بلل کيږي چه امپراطور او ملکه په ګډه سره پکښی ښخ شوی ؤ ٠ يعنی په دی مقبره کښی د ( تانګ ) د سلسلی امپراطور ( لی جی ) او د ( جو ) د سلطنت ښځه امپراطوره ( ووځه تيان ) چه هم د امپراطور ( لی جی ) ملکه وه ، پکښی ښخ شوی ؤ ٠ ( وو ځه تيان ) د چين په تاريخ کښی يوازنی ښځه امپراطوره وه او ددی ټول عمر له اعجازی کيسو څخه ډک ؤ ٠ ددی د مړينی نه وروسته د مقری په وړاندی يوه لويه ډبرينه کتيبه ولاړه وه ٠ خو ور باندی هيڅ کوم ليک دود نه وليکل شوی ٠ نو خلک ور ته نا ليکل شوی سپينه کتيبه وايی ٠ اوس حکومت په دی هڅه کښی دی چه د ( چيان ) مقبره د نړيوالو کلتوری ميراثونو په لست کښی شامل کړی ٠

( وو جه تيان ) په ميلادی ٦٢٤ م کال کښی وزيږيده او د ١٤ کالو په عمر امپراطوری ماڼۍ ته وغوښتله شوه ٠ او د ( تانګ ) د سلسلی د دوهم امپراطور ( تانګ تای جونګ ) ښځه شوه ٠ ( وو ځه تيان ) د ټينګی ارادی او اوسپنيز عزم خاونده وه ٠ امپراطور ( تانګ تای جونګ ) يو وحشی اس درلود او هيچا دا طاقت نه درلود چه دغه اُس ارام کړی ٠ ( ووځه تيان ) امپراطور ( تانګ تای جونګ ) ته وويل چه زه کولای شم چه دغه اس ارام کړم ٠ خو ماته اوسپنيزه تازيانه او چاړه پکار دی او زه به لومړی په اوسپنيزی تازيانی د اُس بدن او سر ووهم ، بيا وروسته به په چاړه د هغه ستونی پری کړم ترڅو هغه زما امر ومنی ٠ امپراطور ( تانګ تای جونګ ) ددی له خبرو څخه ډير حيران شو او دا نظر يی درلود چه د امپراطور ښځه بايد غير تشريفاتی خبری ونه کړی٠ خو د ( تانګ تای جونګ ) زوی يعنی شهزاده ( لی جه ) په پټ ډول ( وو ځه تيان ) ډيره خوښه کړه ، که څه هم ( وو ځه تيان ) ور څخه ٤ کاله مشره وه ٠

د امپراطور( تانګ تای جونګ ) د مړينی نه وروسته ( ووځه تيان ) د شاهی کورنی د اصولو سره سم معبد ته لاړه او په معبد کښی يی بودايی مذهبی روزنه ومنله ٠ خو د ( تانګ تای جونګ ) زوی ( لی جه ) چه امپراطوری واک يی ترلاسه کړی ؤ او پر ځان باندی يی د ( تانګ ګاو جونګ ) امپراطوری لقب کيښود ، ( وو ځه تيان ) يی بيرته امپراطوری ماڼۍ ته راوغوښتله او دده د معشوقی ملکی په توګه يی وټاکله ٠خو دغه د فخر وړ مقام د ( وو ځه تيان ) حرص پوره نه کړ ٠ هغی وغوښتل چه د امپراطور د لومړی ملکی چوکۍ ترلاسه کړی ٠ نو هغه يوه حيله ناکه دسيسه جوړه کړه ٠ په اصل کښی د امپراطور ( تانګ ګاو جونګ ) لومړی ملکی ( وانګ ) ځانته کوم ماشوم نه درلود ، نو ماشوم ور باندی ډير ګران ؤ ٠ او په هغه وخت کښی ( وو ځه تيان ) يوه لور درلوده ٠ يوه ورځ ملکی ( وانګ ) د ( وو ځه تيان ) د شيرخواری لور د کتنی دپاره ورغی ٠ کله چه لومړی ملکه ( وانګ ) بيرته خپلی ماڼی ته لاړه ، ( وو ځه تيان ) د خپلی لور ستونی پری کړ او مړه شوی لور يی پر بړستی پټه کړه ٠ لږه شيبه وروسته امپراطور ( تانګ ګاو جونګ ) راغی ٠ خو کله چه هغه وليدل چه لور يی مړه ده ، ډيرحيران شو او ( ووځه تيان ) د سختی ژړا له امله بی هوشه پرمځکی باندی پريووتله ٠ وروسته ( تانګ ګاو جونګ ) خبر شو چه ملکه ( وانګ ) مخکښی دلته راغلی وه ، ډير په قهر شو ٠ او داسی يی فکر وکړ چه دغه شيرخواره نجلی د ملکی ( وانګ ) له خوا وژله شوی ده ٠ نو وروسته يی خپلی ملکی ( وانګ ) ته د دښمنۍ په سترګه کتل ٠ لږ وخت نه وروسته ( ووځه تيان ) د بل نيرنګ په جوړولو سره امپراطور ( تانګ ګاوجونګ ) ولمساوه چه ملکه وانګ له رسمی او محترم مقام څخه وشړی او په دی توګه ( وو ځه تيان ) دامپراطور د لومړی ملکی پر ځای په امپراطوری ماڼۍ کښی د کورنی چارو د اداره کولو فوق العاده واک ترلاسه کړ ٠

( ووځه تيان ) د لومړی ملکی مقام د ترلاسه کولو نه وروسته په دولتی چارو کښی د ملکی د لاس نه وهلو په باب د عنعنوی اصولو سره سره په دولتی چارو کښی برخه واخستله او د وخت په تيريدو سره يی امپراطور ( تانګ ګاو جونګ ) هم يو اړخ ته کړ او د امپراطور په ځای به يی په ځانګړی توګه د دولتی چارو اداره کوله ٠ وروسته امپراطور ( تانګ ګاوجونګ ) د مجبوريت له مخی ( ووځه تيان ) ته صلاحيت ورکړ چه په رسمی توګه د دولتی چارو اداره وکړی ٠ او په دی توګه ( وو ځه تيان ) د ( تانګ ګاو جونګ ) په شان په سلطنتی حکومت کښی هم امپراطوری مقام ترلاسه کړی ؤ ٠

د ( تانګ ګاو جونګ ) د مړينی نه وروسته ( وو ځه تيان ) په ځانګړی توګه دولتی چاری اداره کولی ٠ هغی په وار سره ٢ امپراطوران چه ټول ددی زامن ؤ ووژل ٠ ( وو ځه تيان ) د خپلو ٦٧ کالو په عمر دولتی لقب ( تانګ ) په ( جو ) بدل کړ او هغه په خپله په رسمی توګه په امپراطوری تخت باندی کيښناستله ٠ او په دی توګه هغه د چين په تاريخ کښی يوازنی ښځه امپراطوره وه ٠

( وو ځه تيان ) به د امپراطوری واک د ترلاسه کولو نه وروسته په زور سره استبدادی پاليسی چلوله ، په زيات قوت سره به يی خپل پلويان او وفاداران روزل او ددوی حمايت به يی کاوه ، په لويی پيمانی سره به يی پر مخالفينو باندی سخت ظلمونه او ستمونه کول ، د ( تانګ ) د امپراطوری کورنی غړی به يی وژل او حتی د خپل زوی په وژنه کښی يی چه د امپراطور وارث ؤ هيڅ ځنډ ونه کړ ٠ د ( تانګ ) د سلسلی نه پاتی وزير ( شوجينګ ايی ) او ( لوبين وانګ ) ټينګ عزم ونيوه چه د ( تانګ ) امپراطوری رژيم بيا راژوندی کړی ٠ دوی د ( يانګ جو ) په ښار کښی پوځی پاڅون رامنځ ته کړ او د ( ووځه تيان ) د مستبد رژيم سره د مخالفت کولو په هکله يی يوه جذباتی مقاله هيوادوالو ته خپره کړه ٠ ( وو ځه تيان ) ددی مقالی د کتلو نه وروسته د ٣ لکو تنو پوځيانو په استولو سره دغه پاڅون تيت او پرک کړ او ٢ قوماندانان يی ووژل ٠

خو له بلی خوا ( وو ځه تيان ) بزګری ته په ډيره درنه سترګه وکتل ٠ بااستعدادو او پوهو کسانو ته يی د احترام په سترګه وکتل او ددوی د عقل او هوښياری څخه يی ښه استفاده وکړه ٠ علاوه په دی دغه امپراطوری په ټولنه کښی د ښځو مقام هم زيات لوړ کړی ؤ ٠ ( وو ځه تيان ) د ١٥ کالو دپاره پرامپراطوری تخت باندی کيښناستلی وه ٠ خو په حقيقت کښی نوموړی ښځی نيمه پيړۍ په هيواد کښی خپل تسلط قايم کړی ؤ ٠ د ( وو ځه تيان ) له خوا د دولتی چارو د اداره کولو له برکته د هيواد عمومی طاقت پياوړی شوی ؤ ، ټولنی يی ارامتيا موندلی وه ، نفوس يی مخ په زياتيدو ؤ او اقتصاد يی ښه وده ګټلی وه ٠ او په څو وارو سره يی تيريکوونکو پوځيانو ته ماتی ورکړی وی او له دی امله د ( تانګ ) د سلسلی سمسورتيا او سعادتمنی په دوامداره توګه پرمختيا ترلاسه کړی وه ٠

د ( وو ځه تيان ) ټول عمر ٨٢ کاله ؤ ٠ د مړينی نه وروسته ددی مړی د امپراطور ( تانګ ګاو جونګ ) سره څنګ په څنګه د ( چيان ) په مبقری کښی ښخ شو ٠ د مقبری په وړاندی يوه نا ليکل شوی کتيبه ولاړه ده ٠ دغه کتيبه له يوی غټی ډبری څخه جوړه شوی وه چه جګوالی يی ٨ مترو ته او پلنوالی يی ٢ مترو ته رسيږی ٠ دغه کتيبه په دقيقه او ظريفه هنر جوړه شوی وه ، خو ور باندی هيڅ څه نه دی ليکل شوی ٠ او له دی امله يی ډير شهرت موندلی دی٠ د ځينو خلکو په نظر ( وو ځه تيان ) ځکه د ځان دپاره دغه خالی او تش کتيبه جوړه کړی وه ، علت يی د ځان ستاينه وه ٠ او دا يی څرګنده کړی وه چه زما کارنامه د قلم د لياقت نه بهر ده ٠ او د ځينو خلکو په نظر( ووځه تيان ) داسی فکر کاوه چه د مړينی نه وروسته به می مړی حتماٌ د ( تانګ ګاو جونګ ) سره په يوه مقبره کښی ښخ شی ٠ نو دا به يو مشکل کار وی چه ايا پر ما باندی به د ( جو ) د امپراطوری لقب کيښودل شی او يا د امپراطور ( تانګ ګاو جونګ ) د لومړی ملکی په حيث به وبلل شم ؟ ٠ نو ځکه هغی د يوی سپينی کتيبی په جوړولوسره دغه مشکل لری کړ ٠ خو لا زياتو خلکو دا نظر درلود چه د ( وو ځه تيان ) دغه عمل يو هوښيار عمل دی ٠ ځکه چه هغه پوهيده چه د مړينی نه وروسته به خلک ور باندی بيلا بيلې تبصری وکړی ٠ نو ښه به دا وی چه ددی د کارنامو او يا اشتباه وو په باب به د اخلافو له خوا تبصره وشی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12