CRI Online
د تاريخی ځايونو په باب کيسه

د ( يانګ ځی ) سيند د ٣ تنګناو په باب کيسه

د ( يانګ ځی ) سيند د چين لومړی لوی سيند او د اسيا ٣م اوږد درياب بلل کيږی ٠ د ( يانګ ځی ) سيند په بره او منځنی برخه کښی ٣ تنګناوی پرتی دی چه د ( ځای تانګ ) تنګناوه ، ( وو سيا ) تنګناوه او د ( سی لينګ ) تنګناوه نوميږی ٠ د ( يانګ ځی ) سيندپه اړه د ٣ تنګناوو د ساحلی کرښو اوږدوالی ٢ سوو کيلو مترو ته رسيږی او د سيند په دواړو غاړو کښی جغرافيايی بڼی عجيبی او رنګارنګی او منظری يی ډيری ښکلی دی ٠ دغه سيمه د نړی مشهوره منظره داره سيمه بلل کيږی ٠د ( يانګ ځی ) د سيند د ٣ تنګناوو په لويديځه کرښه کښی د ( ځای تانګ ) نومی تنګناوه ده چه پکښی دسپين امپراطور ښار ، په چينايی ژبه د ( بای دی چنګ ) په نامه يوه مشهوره منظره داره سيمه ده ٠ د سپين امپراطور د ښار نوم له يوی ريښتيانی تاريخی کيسی څخه اخستل شوی دی ٠ د کيسی خاوند ( ګونګ سوين شو ) نوميده ٠ کيسه يی داسی ده :

په ٢٥م ميلادی کال کښی چين د امپراطوری سلسلی د بدلولو په حال کښی ؤ ٠ د لويديځ ( هان ) امپراطوری حکومت د بزګرانو د قواوو د پاڅون له امله نسکور شو او نوی امپراطوری حکومت پکښی لا نه و جوړ شوی ٠ نظامی قوماندان ( ګونګ سوين شو ) چه د هيواد په جنوب لويديځ کښی تسلط ټينګ کړی ؤ ، د سياسی حالاتو بدلون ته په انتظار ناست ؤ ٠

د روايت له مخی يو وار ( ګونګ سوين شو ) يو خوب وليد او په دی خوب کښی يو سړی ور ته وويل چه ته به د ١٢ کالو دپاره امپراطوری واک ترلاسه کړی ٠ کله چه هغه راويښ شو ، ډير عجيب احساسيده ٠ د دوهمی ورځی په سهار هغه په خپل انګړ کښی چکر واهه او ويی ليدل چه د يوی څاه له خولی نه سپين بخار راوځی او لکه يو سپين ښامار اسمان ته الوځی ٠ هغه ګمان وکړ چه دا زما دپاره د امپراطوری تخت باندی د کيښناستلو فال دی ٠ نو هغه د ځان دپاره امپراطوری مراسم پرځای کړل ، ځان يی د اسمانی امپراطور زوی وګاڼه او د سپين امپراطور لقب يی له ځان سره وتاړه ٠ او هغه ښار يی چه د ( ځای تانګ ) په تنګناوه کښی واقع دی ، د سپين امپراطور ښار ونوماوه ٠ او د ښار د ښه حفاظت دپاره يی لوی قوت وروليږه ٠

د ( ګونګو سوين شو ) نژدی دوست ( ما يوان ) يو ډير تکړه سړی او د پوهی خاوند ؤ ٠ هغه د ( ګونګ سوين شو ) د کيسی د اوريدو نه وروسته په خاصه توګه له بهر نه ( ګونګ سوين شو ) ته لاړ ٠ خو دا دده له اټکل نه بهر وه چه ( ګونګ سوين شو ) په خاصه توګه د ( ما يوان ) دپاره يوه جوړه معمولی جامی جوړی کړی او په شانداره ميلمستيا کښی چه شاهی ګارد او وزيرانو او قوماندانونو پکښی برخه درلوده ، ( ما يوان ) يی خپل مخ ته راوغوښت او خپل دوست ( مايوان ) يی د لوړی رتبی د مامور په حيث مقرر کړ او د ټولو پوځيانو د قوماندان صلاحيت يی ورکړ ٠ د ( مايوان ) ملګری ددی حالت په ليدو سره ډير خوشحاله شول ٠ دوی وغوښتل چه په دی ځای کښی پاتی شی ٠ خو ( مايوان ) دوی ته وويل چه اوس ټول هيواد له ګډوډی نه ډک دی او تر اوسه ما ته معلوم نه دی چه څوک به د هيواد وحدت ترسره کړی ٠ په داسی حال کښی ( ګونګ سوين شو ) ونه پوهيده چه په محتاطی رويی د بااستعداده کسانو هرکلی وکړی څو چه د دولت د لويو پاليسيو د ټاکلو په باب زمونږ نظريی او پيشنهادونه واوری ، برعکس يی توجه کوچنيو پديدو ته واړوله ٠ نو ښکاره ده چه هغه يوازی يو غټه نانځکه ده ٠ داسی سړی څنګه قهرمانان او پوهان ځانته راجلبولی شی ؟ ورپسی هغه په قطعی توګه د ( ګونګ سوين شو ) څخه ولاړ ٠

په دی وخت کښی د هيواد په منځنی سيمه کښی لوی شخصيت ( ليو سيو) په ( لويانګ ) ښار کښی د ختيځ ( هان ) واحد رژيم جوړ کړ ٠ هغه ( ګونګ سوين شو ) ته ليک وروليږه او پکښی يی د اوضاعو تحليل وکړ او ورته يی نصيحت ورکړ چه خپلی وسلی پريږدی او ځان ختيځ ( هان ) ته تسليم کړی ٠ خو ( ګونګ سوين شو ) فکر وکړ چه زه هم امپراطور يم او د امپراطور په حيث زه څنګه ( ليو سيو) ته سر ټيت کړم ؟ نو هغه د( ليو سيو) غوښتنه په قطعی توګه رده کړه ٠ په ٣٧ م ميلادی کال کښی د ( ليو سيو ) پوځ پر ( ګونګ سوين شو ) باندی زورور بريد وکړ او ( ګونګ سوين شو ) په جګړه کښی ووژل شو ٠

( ګونګ سوين شو ) د ١٢ کالو دپاره پر امپراطوری تخت باندی کيښناستلی ؤ او په پای کښی هغه د نورو له خوا ووژل شو ٠ ( ګونګ سوين شو ) د چين په جنوب لويديځ کښی د ٢٨ کالو دپاره تسلط وکړ او څرنګه چه هغه په امپراطوری موده کښی په دی سيمه کښی ارامتيا ساتلی او د منځنی سيمو څخه دی سيمی ته دجنګی اور د خپريدو مخه يی نيولی وه ، او دغه راز يی د کرهنی او اوبو لګولو چارو ته انکشاف ورکړی او د محلی سيمو د خلکو دپاره يی د خيرخواهۍ کارونه ترسره کړی ؤ ٠ نو ځکه دده د مړينی نه وروسته محلی خلکو دده د يادونی دپاره د سپين امپراطور په نامه ښار کښی د سپين امپراطور په نامه يو معبد جوړ کړ ٠

د سپين امپراطور نومی ښار نه علاوه ، د ( يانګ ځی ) سيند د ٣ تنګناوو په سواحلو کښی زياتی رنګارنګی کيسی او داستانونه او ډول ډول تاريخی اثار پاتی شوی دی ٠ مثلاُ د ( يانګ ځی ) سيندد ٣ تنګناوو په کرښو کښی د ١٢ غرونو ښکلی څوکی ولاړی دی او خلک ور ته د ښکلو ښاپيريانو څوکی وايی ٠ او يوی يوی څوکی ته يی ځانګړی نوم ورکړ او ددوی په اړه يی يوه يوه ښکلی افسانه جوړه کړی ده ٠

اوس د مځکنی کری په چوکاټ کښی د اوبو لګولو په باب تر ټولو نه لويه پروژه په دی سيمه کښی د ابادۍ په حال کښی ده ٠ ددی پروژی سره سم به د ( يانګ ځی ) د سيند اصلی کرښه د ٣ تنګناوو په سيمه کښی قطع شی ٠ له دی امله به د اوبو جګوالی ١١٠ مترو ته او د سمندری سطحی نه به ١٧٥ مترو ته ورسيږی ٠ په دی وجه به د دی سيمی يوه برخه ښکلی مصنوعی او طبيعی منظری په اوبو کښی ډوبی شی او په عين وخت کښی به يو شمير نوی منظره لرونکی سيمی ابادی شی


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12