CRI Online
د تاريخی ځايونو په باب کيسه

د بودرا د ماڼۍ په باب کيسه

په اوسنی زمانه کښی د ( چينهای ) او تبت په اعجازی لوړه کښی د ماڼۍ په شکل يوه تر ټولو نه جګه او شانداره ساختمانی سلسله يعنی د تبت د بودايی مذهب باعظمته او با شوکته ودانۍ ولاړه ده چه د بودرا ماڼۍ نوميږی ٠

د ( بودرا) ماڼۍ په ميلادی ٧ مه پيړۍ کښی د تبت د ملک ( سونګ جان ګان بو ) له خوا د ( تانګ ) د سلسلی د شهزاده ګۍ ( وين چنګ ) د ښه راغلاست دپاره جوړه شوه ٠ ( بودرا) د هندی بودايی ژبی د تلفظ سره سم ترجمه شوی او د لوی راهب ( ګوان شه اين ) د اوسيدو د ټاپو معنی لری ٠ دغه ماڼۍ د تبت د لاسا د ښار د سره غره پر لمنی باندی جوړه شوی ده چه د سمندری سطحی نه ٣٧٠٠ متره جګوالی لری ٠ او څه دپاسه ٣ لکه ٦٠ زره مربع متره مساحت يی نيولی دی ٠ دغه ماڼۍ د سری ماڼۍ او سپينی ماڼۍ له ٢ لويو برخو څخه عبارته ده ٠ سره ماڼۍ په مرکزی برخه کښی واقع ده او سپينه ماڼۍ د سره ماڼی په دواړو اړخونو کښی ولاړه ده او د سرو او سپينو رنګونو په يو ځای کولوسره يی منظره ډيره شانداره ښکاری ٠

د ( بودرا) د ماڼۍ مرکزی ودانی د سره غره په لوړی څوکی کښی ولاړه ده او دغه ودانی په پخوانی زمانه کښی د ( سونګ جان ګان بو ) د مذهبی درس د لوستلو او عبادت کولو سالون و ٠ دغه بودايی سالون اصلاُ يو ډبرين غار دی او پکښی د ( سونګ جان ګان بو ) ، شهزاده ګۍ ( وين چنګ ) او نيپالی شهزاده ګۍ ( چه جوين ) او لوی وزير ( لودونګ ځاين ) مجسمی کيښنولی شوی دی او دا ټول په ميلادی ٧ مه پيړۍ کښی د تبت د ( توبوه ) په زمانه کښی قيمتی هنری اثار بلل کيږی ٠

که څه هم د ( بودرا ) ماڼۍ د تبت د بودايی مذهب ځانګړی خصوصيت لرونکی ودانی ده خو د ( هان ) قوم ساختمانی خصوصيتونه چه پر ستنو باندی يی تصويرونه حکاکی شوی دی ، هم ور ځنی څرګند شوی دی ٠ دغه ودانی ١٣٠٠ کال مخکښی د تبت او ( هان ) د قومونو تر منځ د سکه اړيکو د جوړولو نښه وه او هم د تبت او ( هان ) قومونو د يووالی تاريخی اثر بلل کيږی ٠ او د ١٣٠٠ کالو نه مخکښی هغه ښکلی کيسه هم د تبتيانو او هم د ( هان ) د قوم د خلکو په منځ کښی خوله په خوله ګرځی ٠

په ميلادی ٧ مه پيړۍکښی د تبت د ( توبوه ) په شاهی دوره کښی ملک ( سونګ جان ګان بو) په اداری چارو کښی ډير زيار وايست او د خلکو غم او ښادی ته يی هم زياته توجه وکړه او له دی امله د ( توبوه ) دولت مخ په قوی کيدو ؤ ٠ ملک ( سونګ جان ګان بو ) ددی دپاره چه د ( تانګ ) د شاهی حکومت سره خپل دوستانه روابط قايم کړی او مترقی تخنيکونه او کلتور ور څخه راوړی ، تصميم يی ونيوه چه د ( تانګ ) شهزاده ګۍ سره د واده کولو د غوښتنی د وړاندی کولو په هکله دخپل استازی په توګه وزير ( لودونګ ځاين ) وروليږی ٠ استازی ( لودونګ ځاين ) د تحفی په وړلو سره د ( تانګ ) د سلطنت مرکز ( چانګ ان ) ته ورسيد او بيا په دی خبر شو چه د شاوخوا ملکونو پاچاهانو هم د شهزادګی ( وين چنګ ) سره د واده کولو په هکله خپل خپل استازی ( چانګ ان ) ته ليږلی دی ٠ امپراطور ( تانګ تای جونګ ) چه محترم ميلمانه وليدل ، پريکړه يی وکړه چه ددوی څخه يو امتحان واخلی که څوک له دی امتحان څخه بريالی ووځی ، د دغه استازی غوښتنه به ومنی ٠ په امتحان کښی ٣ پوښتنی ترسره شوی ٠

لومړی پوښتنه دا وه چه په باغ کښی ١٠ لرګۍ شته او دواړه سرونه يی کوم توپير نه لری ٠ نو تاسی به په څه ډول د ونی د سر او ريښی ښه تميز وکړی ٠ هوښيار استازی ( لو دونګ ځاين ) پوهيده چه د ونی ريښه د سر څخه څه درنه ده ٠ نو هغه لرګی په اوبو کښی واچاوه ، نو دا حالت تر سترګو کيده چه د لرګی يو سر يی تر اوبو لاندی کوزيده ٠ نو هغه وويل چه دغه برخه د ونی ريښه ده ٠ په دی توګه ( لودونګ ځاين ) په ښه شان د ونی سر او ريښه تميز کړ ٠

د امتحان دوهمه برخه دا وه چه يوه قيمتی ډبره ده او د ډبری له سر تر پايه پوری کوچنی کږليچی لاره ده ٠ امپراطور ( تانګ تای جونګ ) له دغو استازو څخه غوښتنه وکړه چه يو نرم تار د دی لاری سره سم د ډبری له سر نه تر پايه پوری تيرکړی ٠ نور استازی په دی کوشش ټول ناکام شول ٠ خو د تبت استازی ( لو دونګ ځاين ) لومړی د لار پر يوه خوله باندی د مچيو شات پوښ کړل ، تار يی د ميږی په ملا وتاړه او دغه ميږی يی د لاری بلی خولی ته پريښود ٠ کله چه د لاری د بلی خواڅخه د شات خوشبويی د ميږی پوزی ته ورسيدل ، ميږی د لاری له دی خولی څخه د شات د خوشبويی خوا ته حرکت کاوه او تار هم د ميږی سره يو ځای د لاری څخه تير شو ٠ او له دی امله تبتی استازی ( لودونګ جان ) په دی امتحان کښی هم برياليتوب ترلاسه کړ ٠

دريم امتحان په دی ډول ؤ چه سل اسپی او سل د اسپی بچيان برابر دی ٠ ايا په کومه طريقه اسپی له خپل بچی سره وتړل شی ؟٠ نورو استازو ددی پوښتنی په مقابل کښی هيڅ ځواب ونه کړ٠ خو تبتی استازی ( لودونګ جان ) د اسپی سل بچيان په يوه ځای کښی وساتل او سل اسپی يی په بل ځای کښی راغونډ کړل ٠ يوی شپی نه وروسته کله چه بچيان خپل مور ووينی سمدستی د خپلی موری خوا ته منډی وهی او د مورپه اړخ کښی دريدل ٠ نو په دی توګه ( لودونګ جان ) دغی پوښتنی ته هم ښه ځواب ورکړ ٠

امپراطور ( تانګ تای جونګ ) وليدل چه ( لودونګ جان ) ٣ پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړی دی ، نو يوه بله اضافه پوښتنه يی هم ور څخه وکړه ٠ يعنی محترم ميلمانه بايد د ٥٠٠ تنو نجوڼو څخه چه مخونه يی په پردو پټ شوی ، شهزادګی ( وين چنګ ) پيدا کړی ٠ مخکښی له دی نه ( لودونګ جان ) دا پته ترلاسه کړی وه چه شهزادګۍ ( وين چنګ ) يو ډول خاص خوشبويی خوښوی او د شاتو مچۍ هم له دی خوشبويی سره مينه لری ٠ نو د امتحان په وخت کښی ( لودونګ ځاين ) د شاتو مچۍ له ځان سره يووړلی او د ٥٠٠ تنو نجونو په وړاندی يی دغه مچۍ خوشی کړی ٠ نو د شاتو مچۍ سمدستی د دغه ډول خاصی خوشبويی خوا ته والوتلی په پای کښی د شاتو مچۍ د شهزادګی ( وين چنګ ) په شاو خوا کښی الوتنی کولی او په دی توګه ( لودونګ جان ) شهزادګی ( وين چنګ ) له ٥٠٠ تنو نجونو څخه انتخابه کړه ٠ ( تانګ تای جونګ ) فکروکړ چه د ( توبه ) د ملک وزير دومره هوښيار دی ، نو پاچا به حتماُ يو ډير زيرک او باعقله وی ٠ نو هغه موافقه وکړه چه خپله لور شهزادګی ( وين چنګ ) د ملکی په حيث ( سونګ جان ګان بو ) ته ورکړی ٠

( سونګ جان ګان بو) ددی خبر د اوريدونه وروسته ډير خوشحاله شو ٠ او امر يی وکړ چه د ٩٩٩ کوټو په ترتيب يوه شانداره ماڼۍ اباده کړی څو چه د شهزادګۍ ( وين جنګ ) ښه هرکلی وکړی ٠ په پای کښی په لاسا کښی د بودرا ماڼۍ جوړه شوه ٠ دغه کيسه چه ( سونګ جان ګان بو ) د خپل استازی په ليږلو سره د شهزادګۍ ( وين چنګ )سره دواده کولو غوښتنه وړاندی کړی وه ، هم په ژوندی توګه د بودرا ماڼی په ديوالی تصوير کښی وکښله شوه ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12